د طالبانو جګړې؛ د ملکي وګړو د تلفاتو کچه ۴۷ سلنه زیاته کړې

647

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په خپل تازه راپور کې د روان کال په شپږو میاشتو کې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات خپاره کړي، چې د تېر کال په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور پر بنسټ په روان کال کې ۵۱۸۳ ملکي وګړو ته تلفات اوښتې، چې له دې ډلې ۱۶۵۹ کسان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور ټپیان دي، چې ۴۶ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

د یونما له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د روان کال په می او جون میاشتو کې د تاوتریخوالي کچه د تېرو شلو کلونو په نسبت زیاته شوې، چې  ډېره برخه مسولیت یې د طالبانو او یوه اندازه یې د حکومت ضد د نورو ډلو په غاړه ده.

یونما یاد راپور په داسې حال کې خپروي، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي و، چې طالبانو په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي او په ټول توان یې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته مخه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.