پر ماشومانو د کارټون اغېزې

لیکنه: ښویالی محمد شفیق شرفزی

1,318
ښویالی محمد شفیق شرفزی
پدې کې هېڅ شک نشته، چې اولاد د مور او پلار لپاره د الله ج له لوري ستره تحفه، او یو مهم امانت دی. که ددې ښه ساتنه او پالنه وشي، ښه اخلاق او نېکه رویه ور زده شي، نو له هغه څخه به خامخا پرښته صفته انسان او د وخت ځلانده ستوری جوړېږي. خو که له نظره وغورځول شي او سالمې تربیی ته یې پام ونه شي، نو له شک پرته به ورڅخه د ټولنې یو مضر شخص جوړ شي. د یو حدیث شریف مفهوم دی، چې ” د والدېنو لخوا اولاد ته تر ټولو ستره تحفه د هغه سالمه روزنه ده “.
نن سبا د اسلام دښمنانو د اسلام د نابودۍ لپاره د نوي نسل د ذهنونو په خرابولو کار پېل کړی. دوی لپاره یې رنګارنګ وسایل برابر کړي، تر څو د نوي نسل احساسات او جذبات غلط لوري ته سوق کړي. او د بدکاریو او عبثیاتو لپاره يې د سټلایټ شبکو او تلویزوني چېنلونو داسې دام ایښی، چې د  بې حیایي او بې شرمۍ ټولې دروازې یې ورته خلاصې کړي دي. ټول منکرات یې ورته په یو داسې شکل وړاندې کړي، چې د نوي نسل ټوله توجو یې ځانته اړولې ده.
د کارټوني چېنلونو په نوم یې په ښکاره ډول ماشومانو لپاره تفرېحي پروګرامونه، خو په اصل کې یې د فساد خپرولو او د دین د اقتدار د ختمولو لپاره په لاره اچولي دي. له بده مرغه والدېنو هم ورته بې ضرره سرګرمي او د ماشومانو ضرورت ویلی. دوی پدې فکر کې دي، چې ماشوم یې د کوڅې د بې ځایه ګرځېدلو او لوبېدلو څخه خلاص وي او دلته په کور کې یې د نظر لاندې وي او کارټون دې ګوري، چې دا کار د ماشوم پر ذهن، جسم، اسلامي ثقافت، تهذیب، او اخلاقو باندې پوره منفي اغېزه کوي.
د کارټون کتل د ماشومانو پر عقایدو اغېزه کوي؛ په کارټون کې اکثره د باطل مذهب ترجماني کېږي. د مثال په ډول؛ اکثره کارټون کې د یو جادو په واسطه د یو کار د ترسره کولو تمثیل شوی وي. یو بُت ته د سجدې په واسطه د یو مشکل رفع کولو غوښتنه شوې
وي… او داسې نورو ډېرو غېر اسلامي او شرکي اعمالو په مرسته د یو کار د تر سره کولو هوسانه کارټون جوړ شوی وي، چې ماشوم په ډېر لږ وخت کې ځانته جذبوي او ډېر په آسانه د منفي افکارو ښکار کېږي.
ډېری کارټونونه داسې وي، چې جنګ جګړه، وهل او ډبول پکې وي، چې پدې سره ماشومانو کې د سختۍ او تند خویي روحیه پیاوړې کېږي. له نورو سره د مرستې او همدردۍ روحیه یې له منځه وړي او د نورو خلکو په تکلیف کې له لیدو د خوند اخستلو روحیه یې پیاوړې کېږي.
اکثره کارټونونه په داسې لباس کې جوړ شوي وي، چې بلکل غېر اسلامي او د شرم او حیا څخه لرې او داسې ناوړه حرکات پکې لیدل  کېږي، چې په لیدو سره یې ماشومان تقلیدوي، چې دا په ټولنه کې د زهرو شیندلو په مانا دي.
ډېر کارټونونه د جرایمو د ترسره کولو او د هغې څخه د ژغورنې لپاره طرحه شوې وي. په درواغو ویلو سره د خپلې بریا مناظره ښودل، چې پدې سره په ماشوم کې د درواغو ویلو او جرم ترسره کولو روحیه پېدا کېږي.
د وخت ضایع؛ کوم وخت، چې د ماشومانو د ژبې، تخلیق، فني او جسمي ودې لپاره وي دوی یې په کارټون کتلو مصرفوي.
د(American acadmy of child) په نوم په یو څېړنیز راپور کې لیکل شوي؛ هغه ماشومان، چې ډېر کارټون ګوري د هغوی بې تفاوتۍ روحیه پرمختګ کوي، یعنې د نورو په تکلیف کې لیدو سره ورته د خواخوږۍ احساس نه ورځي. همداشان هغه ماشومان، چې په مسلسل ډول د تشدد مشاهده کوي د هغوی رویه ډېره متشدده او ضدي کېږي او د خپلو مسائلو حل په جنګي لارو کې لټوي.
داسې ماشومان د جسمي، ذهني او تعلیمي نشونما له پلوه وروسته پاتې وي.
ځینې کارټونونه داسې وي، چې په هغې کې د مشرانو توهین شوی وي او د هغوی سره بېهوده ټوقې او بې احترامي شوې وي. داسې کارټون کتل ماشومانو کې د نافرمانۍ روحیه پیاوړې کوي.
نو ددې لپاره د والدېنو ایماني او اسلامي وجیبه ده، چې د خپلو اولادونو په روزنه او شخصیت جوړونه کې الهي احکام په نظر کې نیولو سره هغوی ته روزنه ورکړي.
والدېنو ته پکار ده، چې خپلو ماشومانو سره مناسب وخت تېر کړي. تلویزون ته په کېنولو سره باید خپل ځان له مسؤلیته خلاص ونه ګڼي بلکه پر هغوی هر ساعت نظر ولري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.