بلینکین:‌ د طالب مشرانو نومونه به تور لیست کې پاتې شي

505

طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاریخ تر ټولو خطرناک تاوتریخوالی پیل کړی او دا چاره به دوی ته د ګټې پر ځای تاوان ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان غواړي، چې د مشرانو نومونه یې له تور لیست څخه ووځي؛ خو که خپل تاوتریخوالي ته همدا ډول دوام ورکړي؛ نو د مشرانو نومونه به یې په تور لیست کې پاتې شي.

نوموړي ویلی، چې طالبان باید وپوهیږي، چې امریکا او شریکان یې په افغانستان کې د زور له لارې راغلی حکومت نه مني او دا ډله دې د جګړې پر ځای له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کیني.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې امریکا له خپل مهم دوست هېواد افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې اوږه پر اوږه ولاړه ده او طالبان به هیڅ وخت په یاد هېواد کې د زور له لارې واک ته ونه رسیږي.

بلینکن یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په هېواد کې جګړو تر بل هر وخت زور اخیستي او هره ورځ سلګونه طالبان او پاکستانۍ ملېشې له افغان حکومت سره د جګړو په موخه له پاکستان څخه افغانستان ته راځي؛ خو دلته بیا ورته د افغان ځواکونو له لوري درنه مرګ ژوبله اوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.