افغان ولس ټول افغانستان د الله اکبر په نارو ولړزاوه

750

نن شپه نهه بجې د افغانستان په وخت په پلازمېنه کابل او د هېواد په ټولو ولایتونو کې له کونړه تر هراته  افغانانو د  خپلو امینتي ځواکونو د ملاتړ  او  د جنګ څخه د کرکې د ښودلو  په پاره زاړه، ځوانان، پيغلې او ماشومانو ټولو د الله اکبر په ویلو ټول هېواد کې انګازې خورې کړې

د طالب او  پنجاپ څخه کرکه یې څرګنده کړه

په همدې اړه په فیسبوک کې خوشال خلیل داسې لیکلي:

طالبانو چې د لومړي ځل لپاره سر راپورته کړ، ولس د مجاهدینو له سګ جنګيو پزې ته راغلي و، نو هر ښار کې يې خلکو د الله اکبر په نارو هرکلی وکړ. هغه وخت د طالبانو روايت داسې و چې موږ قدرت نه غواړو، شر او فساد ورکوو او بېرته مدرسو ته ستنېږو. ددې تر څنګ دا روايت هم خوله په خوله کېده چې دا د ظاهرشاه لښکر دی چې يو ځل ټول افغانستان ونيسي پخوانی پاچا راولي او دوی بېرته جوماتونو ته ځي.
يو ښار به يې نيولی نه و، بل ښار به ورته هرکلی وايه، جلال اباد يې چې ونيو کابل ورته مخکې تر مخکې تسليم شو. هغه وخت کابل کې ټول دوه لکه انسانان نه اوسېدل، هغه کابليان پاتې و چې هيڅ يې نلرل، بېوزله، جنګ ځپلي، په تياره او غمونو کې ډوب ول.
اوس مياشت وشوه چې طالبان د هرات او کندهار ښار ځينو حوزو ته ننوتي، خو خلک د هرکلي په ځای ورنه تښتي او نور ورسره جنګېږي. هيڅوک هر کلی ورته نه وايي، برعکس يې په خلاف د الله اکبر ناري وهي.
دا هغه اميد بخښوونکې شېبې دي چې نړۍ يې حيرانه کړي او ټولو نړيوالو ته دا پيغام ورکوي که تاسې مات شوي ياست، خو افغان ملت ندی مات، دا ملت ژوندی دی او ډېر لوړ غږ لري چې نن يې د الله اکبر په نارو په طالب او د هغو د خواخوږو په اندامونو لړزه راوستې او د فتحې کاذب خيال او خوب يې ور تښتولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.