یمه روان، خو پته نه لرمه

آصف بهاند

569

دغه څو توري مې هغو هېوادوالو ته لیکلي چې پر هېواد او خلکو باندې د روان حالت په ترڅ کې د جگړې له اور نه د ځان او کورنۍ د خلاصون په خاطر پرته له دوو پښو نه نور هېڅ ورپاتې نه دي، له هر لوري څخه ناهیلي شوي او د لارورکو لارویانو پر پلونو باندې، د نامعلوم ادرس په هیله روان دي.

 ترټولو زورونکې او دردونکې پېښې یې د هلمند او کندهار په کلو، کوڅو او واټونو کې لیدل شوې دي او دا غمیزه همدا اوس هم روانه ده:

                              (آصف بهاند)

     یمه روان، خو پته نه لرمه

         د کرکې نېش مې پر بدن خښ شو

                 چا مې پروا ونکړه

     د جگړې تالندې برېښنا له هر لور وځپلم

      لاس و پښې او ټول وجود مې مات شو

   زما د باور شیشه شوه ماته، ښکته تویې شوله

      زړه مې هم مات شو او ذرې، ذرې شو

             راته هېڅ پاتې نه شول

ما هم مات زړه په لاس کې ونیو، ووتم له کلي

     گوره چې چېرې به ځم

           یمه روان، خو پته نه لرمه

                  ۳۰/۰۷/۲۰۲۱

                      هېدرسلیف

                      ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.