د لوږې سونامي

پوهندوی آصف بهاند

1,646

د لوږې سونامي

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې

د تاوتریخوالي سونامي

پنځه دېـرشمه برخه

د نا اهله، ناپوه او خرڅو شوو سیاسي رهبرانو د پرلپسې تېروتنو په وجه د افغانستان پر خاوره او د افغانستان پر بېوزلو وگړو باندې، د نورو سونامي گانو تر څنگه، د لوږې یوه وژونکې سونامي په ډېر وحشت سره راروانه ده او د دې وژونکې او ورانونکې سونامې څپې په لومړي گام کې ماشومان، کوچنیان، ښځې ـ په تېره حامله ښځې ځپي او زموږ خلک خوار زار د سوال کچکول په لاس هر دم شهید رڼې ـ رڼې هر لوري ته د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه گوري.

نړیوالې مؤسسو څو ځلې ټولې نړۍ ته په ښکاره او لوړ غږ سره وویل چې روانو حالاتو ته په کتو سره، پر افغانستان باندې د لوږې څپې راروانې دي. ملگرو ملتونو څو ځلې پر افغانستان باندې د رارونې لوږې د خطر خبر داری ورکړی و. د همدې رپوټونو په لړ کې یو ځای داسې راغلي دي:

«د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق اجرائیوي مشره ناتالیا کانیم وایي، اوس چې ژمی را روان دی او په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خدمتونه ګډوډ شوي، دا هېواد د لوږې له سمدستي خطر سره مخامخ دی.

نوموړې دغه خبرداری پرون شنبې په نیویارک کې له خپل دفتره له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ورکړ.

هغې وویل، دا به مبالغه نه وي که ووایي چې د افغانستان د شااوخوا ۳۳ میلیونه وګړو یو پر درېیمه برخه به یې له سمدستي لوږې سره مخامخ شي.

کانیم دغه راز وویل چې سخت ژمی لېرې پرتو او غرنیو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن کوي. پردې سربېره به د کرونا د خپرې شوې وبا له امله چې اوس یې هم وضعیت پیچلی کړی، په ژمي کې ستونزې لا ډېرې شي.

مېرمن کانیم په تېره بیا د ښځو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ باله او زیاته یې کړه، په افغانستان کې ډېرې ښځې په تېره د هغو سیمو اوسیدونکې چې په کې له لسیزو راهیسې جګړې روانې وې، له بد حالت سره ځکه مخامخې دي چې ډېرې دغه ښځې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکي دي.

هغې ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو باید په دغې انتقالي مرحله کې درناوی وشي او زیاته یې کړه چې افغان ښځو کلونو کلونو په ډانګ پیلي توګه ویلي چې د تعلیم او روغتیایي خدمتونو د حق غوښتونکي دي او غواړي چې په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

سره له دې چې طالبانو ویلي چې د اسلام په چوکاټ کې به ښځو ته ټول حقوق ورکړي، خو ډېر پر دې شک کوي ځکه تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستل شوي او طالبانو ویلي چې په دې اړه پر یوې طرحې کار کوي. دغه راز د طالبانو په کابینه کې هم هېڅ یوه ښځه نشته.

د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق اجراییوي مشرې ناتالیا کانیم دغه راز د افغانستان روغتیایي سیسټم ته هم ډېره اندېښنه وښوده ویې ویل،که دغه سیسټم ړنګ شي نو دا به یوه لویه غمیزه وي.

مېرمن کانیم وویل، افغانستان هغه هېواد دی چې د امیندوارۍ پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې ډېره لوړه ده.

تردې وړاندې د روغتیا د نړیوال سازمان رییس ټېډروس ادهانیم ګبریسیوس د تېرې پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که فوري اقدامات ونه شي، ډېره لېرې به ونه وي چې افغانستان له یوې بشرې غمیزې سره مخامخ شي.»

له دې مخکې هم ملگرو ملتونو ویلي وو چې د افغانستان اتلس میلیونه وگړي د وچکالۍ په وجه بېـړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د لوږې سونامې په دې ستونزمن حالت او وخت کې له گاونډيو هېوادونو (ایران ـ پاکستان) څخه هم گڼشمیر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې نور هم ستونزې زیاتوي او حالات د ستونزمن کېدو خواته بیایي. دې رپوټ ته پاملرنه وکړئ:

«د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” وايي، چې په دې برسیره سږکال څه باندې اته سوه زره افغانان له ګاونډیو هیوادونو خپل وطن ته راستانه شوي، چې اکثریت یې له ایران څخه راغلي.

د “اوچا” د راپور له مخې په روان میلادي کال کې افغانستان ته د راستنو شوو اته سوو او پنځه زرو افغانانو له ډلې یوازې اوه زره او ۸۰۰ یې له پاکستان او پاتې څه باندې ۷۹۷ زره له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” له نورو هیوادونو افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو دقیق شمیر نه دی ښودلی خو ویلي دي، چې یو کم شمیر افغانان له اروپايي هیوادونو هم افغانستان ته بیرته تللي دي.

خو د مهاجرت نړیوالې ادارې “آی او ایم” د تیرې اونۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې د سپټمبر تر ۱۵ مې پورې دغې ادارې له اته سوه او نوي زرو څخه د زیاتو افغانانو نومونه ثبت کړي، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

“آی او ایم” ویلي، چې په دغې موده کې له اته سوه او یو اتیا زره څخه زیات د سفر د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان له ایران څخه او څه باندې نهه زره له پاکستان څخه افغانستان تللي دي.»

په پاسني راپور کې دا هم راغلي دي چې: «دغو بې ځایه شو زیات شمیر د جګړو او لوږې له امله لا هم بیرته خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.»

د روغتیا نړیوال سازمان مشر  کابل ته د خپل وروستي سفر نه په پای کې وویل چې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د مړینې د کمیدو، د ګوزن ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې چې څه ترلاسه شوي وو، هغه د له منځه تلو په حال کې دي.

نړیوالو د خپلو ناسمو سیاسي نظامي پالیسیو په لړ کې دا ځل هم د خپلو وروستیو اشتباهاتو په پایله کې، په افغانستان کې په خپل لاس جوړ کړی نظام ړنگ کړ، داسې چا ته یې وسپاره چې اوس یې کړو وړو او پایلې ته ټوله نړۍ گوته په غاښ ده او د حل لاره نه شي ورته پیدا کولی.

د خندا او ژړا وړ خبره خو دا ده چې په افغانستان کې موجوده حاکمیت د دوی د پټو او ښکاره تړونونو په پایله کې رامنځته شو او اوس دوی خپله بېرته بندیزونه هم پرې لگولي دي. روانې ستونزې او پر خلکو باندې حاکم حالت د امریکا او ناتو د تېروتنو په پایله کې رامنځته شوی دی او بېرته یې تحریمونه هم پرې لگولي دي. د دې تحریمونو او سیاسي تضادونو پور په لومړي گام کې عام خلک پرېکوي او د لومړي پړاو متضررین یې دا خلک دي:

ــ ماشومان،

ــ کوچنیان،

ــ حامله مېرمنې چې له لوږې نه یې ماشوم په نس کې له ودې پاتې کېـږي.

ایا پر ماشومانو، کوچنیانو او امیدوارو ښځو باندې دا حالت راوستل؛ له دوی سره د تاوتریخوالي ظالمانه ډول نه دی؟

په افغانستان کې د نظامي ــ سیاسي بدلونونو خواوې په خپلو سیاسي معاملو باندې اخته دي، دا په ټوله نړي، په تېره افغانستان کې تجربو ثابته ګړې ده چې په پټو سیاسي معاملو کې رزالتونه ډېر دي او په سیاسي معاملو کې اصلي فربانیان عام خلک دي. په افغانستان کې د همدې سیاسي معاملو په پایله چې څه ستونزې په ډراماتیک ډول رامنځته شوې دې، د دې اصلي متضررین عام خلک، په تېره ماشومان، کوچنیان او ښځې دي، سیاسیون خپل کار کوي او پور یې خلک د ژوند په بیه پرې کوي. دا لاندې عکس د یوه افغان کوچني دی چې د خوړو د نشتوالي په وجه په خوارځواکۍ اخته دی:

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.