شفقت او مهرباني د ماشومانو په وړاندی

سید عبیدالله نادر

2,913

زمونږ کړه وړه، نیغ په نیغه په ماشومانو اثر کوي ،زمونږ هر قدم ماشومان په خپلو خلاصو سترګو ویني ،او په راتلونکو کې زمونږ د کړه وړه نقش قدم ځي ،که مونږ ماشومان و نازو او ماشوم ته د هڅونۍ روحیه و بخښو ،نو ماشوم ، دا دستور زمونږ نه زده کوي ، او په راتلونکو کې دا سلوک د خپلو راتلونکو ماشومانو سره کوي ، ماشومان زمونږ څخه هر څه زده کوي ،د نزاکت فهمۍ نه نیولی تر د وینا ترتیب او آدابو پوری ، زمونږ د حرکاتو سکناتو څخه درس اخلي ،زمونږ دیری حرکات دوی د نظر لاندی لري، نو په کار ده چې د ماشومانو په وړاندی ډیر حساس و اوسو ، مونږ باید لویه حوصله او مهرباني ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ درس واخلي .

مونږ باید زړه سوی ولرو، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ او درس واخلي ،مونږ باید زړه سواندی ولرو، چې ماشومان زمونږ څخه د زړه سواندۍ درس واخلي ،که ماشومان خپل مشران او لویان د لویو ارواحو خاوندان وویني، نو د هغوي کړه وړه د یاده نه وباسي، او د هغوي په لارو روانیږي ، د ماشوانو په ذهن کې باید د مشرانو ډیري ښي خاطرې پاټي شي، څومره چې مونږ خپلو ماشومانو ته درانه ښکاره شو، په هماغه اندازه د دوي په روحیه مثبت اغیز کوي ،مونږ باید د ماشومانو په وړاندی د تجربو او زده کړی څخه ډک ښکاره شو ،هغومره چې مونږ درانه او ستانه د خپلو ماشوانو په مخ کې ښکاره شو هغومره ماشومان زمونږ نه حیا کوي ، ماشومان په لویانو کې ډیر لوی عظمت ویني د مشرانو مهرباني هم، د کشرانو مهرباني د راتلونکو کشرانو په هکله زیاتوي ،زمونږ نزاکت فهمی او ظاهري کړه وړه ، تر ډیره د ماشومانو په ذهن کې پاتي کیږي ،او د ماشو پر ذهن مثبت اثر غورځوي ،نو په کشرانو مهربان اوسئ ،او په ډیرو سختو حالاتوهم ،  خپله مهرربانی او شفقت د لاسه مه ورکوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.