د ماشومانو روزنه/سید عبیدالله نادر

0 1,114

ماشومان د لاسه څخه ونیسئ ،او قدم په قدم یي د معرفت د دنیا په لور روان کړئ .د دوی د ذهنونو څخه د انسان وژنۍ ریکارد پاک کړئ ،د دوی په ورکوټي زړونو کې ،د همدا اوس څخه د معرفت شمعي روښانه کړئ ،دوی په علم او پوهه کې هغه مدارجو ته ورسوئ ،چې د نن ورځي د بشری ټولني تمه ده . او د عصر او زمان په علومونو باندی یی سمبال کړی ، د دوی د زړونواو ذهنونو په پاکه نړۍ کې ،دمهر ،محبت او وفا ګلونه وکرئ . دوی د جنګ د فاجعو او د کینو له بدبختیو څخه وزغورئ .

د دوی بشری عواطف او احساسات داسي وروزئ ، چې په ټولنه کې دټولو دردمنو،غمجنواو کړیدلو انسانانود پاره په کار شي ،او صبا ورځي د بشر ریښتني غمخوارانو سره ،د جهل او نادانۍ د له مینځه وړلو له پاره ، په یوه سنګر کې اوږه په اوږه وجنګیږي .او زمونږ قام ته دا ویاړ په برخه شي ، چې په دي نا مساعده حالاتو کې ، مونږ خپل بچیان داسي وروزل ، ځکه زمونږ د بچیانو په واړه ذهنونو لا تر اوسه د توپونو،ټانکونو،جهازونو، او مخربه سلاحګانو درزهاری لا  پاتي دی .

د دوی شوق او ذوق د ټوپک لور ته زیات دی.او دا د روسانو او دکرملن د زمامدارانو تحفه ده ،چې په دي شلمه پیړۍ کې یي ، زمونږ دي سوله دوسته ملت ته ور وبخښله ،او دا په آخور کې لوی شوی زمامداران او د مدنیت نه لیري وحشیانو،او ځناورو داسي یوه تحفه راوړه ،چې د پیړۍ د شأن سره سمون نه خوري .

روسانو په خپلو دي ناقصو نظریاتو ،او بی تدبیره کارونو،ډیر تاوانونه خپل ځان ته هم واړول ،او خپل ملک یي هم دړی وړی کړو ،چې ټوله نړۍ یي ننداره وکړه ،مونږ ته په کار ده ، چې د مینونو د ایستلو تر څنګه هغه ماینونه چې زمونږ د ماشومانو په ذهنونو کې ښځ دي ،هغه هم وکاږو ،ځکه هغه ماینونه که د افغانانو پښي او لاسونه قطع کوي ، یا افغانان له مینځه وړي ،دا د ذهنونو ماینونه ټول عالم بشریت ته مضر دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply