په افغانستان کې وروستي پاتې یهودي زبلون سیمینتوف چې دا وروستیو کې له هېواده وتلی، له افغانستانه د امریکا له ګډوډۍ پر ډکو وتنه نیوکه کړې.
۶۲ کلن سیمینتوف چې د افغانستان په هرات کې زېږېدلی وايي، که امکان ولري، غواړي امریکا ته لاړ شي.
د ”ټایمز اف اسراییل ” خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلی سیمینتوف چې کابل کې یې د یهودانو عبادتځای ساتنه او پالنه کوله اسراییل کان راډیو ته ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له خطر سره مخامخ و، او له هېواده وتلو پرته یې بله لار نه درلوده.
په رپوټونو کې ویل شوي، نوموړي له افغانستانه د وتلو لپاره شرط ایښی و، چې د ګاونډ یو شمېر کسان یې هم باید له هېواده وایستل شي او وروسته د یوه یهودي سوداګر په مالي مرسته یوه ګاونډي هېواد ته کډوال شو.
نوموړي په دې مرکه کې د امریکا له ”ګډوډۍ ډکه ” وتنه نیوکې کړې او په وینا یې ”زه اسراییل ته وایم چې پر امریکا باور مه کوئ. ”
نوموړي پر امریکا او نړیواله ټولنه نیوکه کړې، چې په وینا یې د سولې او ثبات پر ځای یې افغانستان ته جګړه راوړه.
په کابل کې د یهودانو عبادتځای په هکله نوموړی وايي، چې باوري دی، طالبان به یې ودانۍ ته زیان نه رسوي او پر خپل حال به پاتې شي.
هغه د امریکا او نړیوالې ټولنې په هکله دې مرکه کې وویل:
”دوی سوله نه راوستله، بلکې خلک یې په داسې وضعیت کې پرېښوول. ”
ښاغلی سیمینتوف تېر ځل د طالبانو واکمنۍ پر مهال افغانستان کې پاتې شوی و، خو ویل یې، طالبانو ځورولی و.
دا ځل نوموړي ته خبرداری ورکړل شوی و، چې ښايي د طالبانو ځینې سخت دریځي کسان یا داعش وسله وال یې زیان ورته ورسوي.
نوموړي رسنیو ته ویلي و، غواړي امریکا ته کډوال شي.
په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل دولت له رامنځته کېدو وروسته نژدې پنځه زره افغان یهودان دې هېواد ته کډوال شوي دي.
افغانستان ته د شوروي ځواکونو له راتلو وروسته یو شمېر پاتې یهودان له افغانستانه ووتل، خو کابل، هرات او ځینې نورو افغان ښارونو کې د افغان یهودانو عبادتځایونه او نورې نښې نښانې لا هم پاتې دی.
هرات په افغانستان کې د یهودانو له لرغونو مېشت ځایونو یو بلل کېږي، چې نژدې ۱۵۰۰ کاله یې برم پر ځای پاتې و. په دې ولایت کې د یهودانو عبادتځایونه او یوه لویه هدیره لا هم لیدل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.