د دعوت رسنیز مرکز نوی چاپ شوي کتابونه

استاد عمر پاڅون

3,479

په دې ورځو کې د دعوت د چاپي او بریښنایي مېډیا مشر محمد طارق بزګر په هلو ځلو درې ټوکه کتابونه لوستونکو ته وړاندې شول.

لومړی د یو نارویژي لیکوال د کوچنیانو کتاب (کله چې طوطي والوت) ژباړنه ده چې ښاغلی بزګر دا کتاب په خوږه او ساده پښتو ژباړلی دی. دا کتاب په ناروې کې ډیر شهرت لري په بېلابېلو ژبو ژباړل شوی او په ملیونونو ټوکو خرڅ شوی دی.

دوهم د ننګرهار او کونړ خلکو اتل جاپاني ناکامورا (کاکا مُراد) په یاد او ستاینه کې د هغو لیکوالانو د لیکنو مجموعه د کتاب په بڼه چاپ کړ چې د کاکا مُراد روح ښاد شي او یادونه یې د تاریخ په زرینو پاڼو کي ثبت پاتې شي.

د افغانانو بهرنی اتل کاکا مُراد په هکله زموږ پخو لیکوالانو پخې لیکني په دې کتاب کې راټولې شوي دي. دا کتاب نه یواځې دا چې په ډیرو لوستلو ارزي بلکه زموږ هېوادوالو له پاره یو د لارې مشال کېدلی شي چې ډیر افغانان داسې په خپلو کلو، بانډو او ښارونو کې خیریه کارونه کولی شي.

دریم (ملي رسالت) چې د (محمد طارق بزګر کارنامې) کتاب دی چې مرحوم مصطفی عمرزي (ياد یې په خیر) په زیار، زحمت او  محنت د بیلابیلو لیکوالو د لیکنو راټولونه، تنظیم او بیا کتنې مجموعه او همدارنګه د بزګر د ویاړونو او جایزو یادونه ده.

محمد طارق بزګر په نوې ځوانۍ کې اروپا ته کډوال شو، د خپلو تعلیم او خپلو بچو ته د روزۍ پیدا کولو په خوا کې ډیره پخه، درنده او اړینه سیاسي او فرهنګي مبارزه پیل کړه.

زه د خپلې پخې ځوانۍ عمر کې او دعوت په خاپوړو کې وو چې دعوت سره زما اړیکې ټینګې شوی، دعوت زلمی شو او زه بوډا شوم چې سږکال دعوت خپله ۳۳مه کلیزه په شاندارو پخو او په زړه پورو لیکنو لمناځي.

زه د کتاب مینه وال پورتنیو دریواړو کتابونو لوستلو ته رابولم  او محترم طارق بزګر ته د درېواړو کتابونو د چاپ مبارکي وایم همدارنګه بزګر ته په سیاسي او فرهنګي مبارزه کې د لابریا دُعا کوم، قلم یې تاند او په ژوند یې برکت.

امین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.