د طالبانو پلاوی مسکو ته د خبرو له پاره ځي

463

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالبانو یو پلاوی به په راتلونکو اوونیو کې مسکو ته ورسیږي او هلته به د افغانستان په اړه په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د روسیې تاس خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې د طالبانو یو پلاوی به په راتلونکی اوونۍ کې دې هیواد ته ولاړ شي او هلته به د «د مسکو خبرو» په بهیر کې ونډه واخلي.

د «مسکو بهیر» په خبرو کې پر روسیې سربیره چین، پاکستان، هند او ایران هم ښکیل دي.

طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان د ټولو ولایتو تر نیولو وروسته هڅې پیل کړي دي چې له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. دا ځکه چې دغه اقدام به بیا د بیلابیلو هیوادونو له خوا د طالبانو د په رسمیت پیژندلو له پاره لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د قطر او پاکستان په ګډون، چې طالبانو ته نژدې بلل کیږي، هیڅ یوه هیواد هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د دې لامل د طالبانو له خوا په زور واک ته رسیدل او بشري حقونو او د ښځو حقونو ته وفاداره نه پاتې کیدل دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.