ناروې کې په غشو او لینده سمبال بریدګر پنځه کسان وژلي

983

Armed police on the streets of Kongsberg after an attacker opened fire on people with a bow and arrow

د عکس تشریح،

د برید په تور یو مشکوک کس نیول شوی دی

ناروې کې په غشي او لينده سمبال يوۀ سړي پنځه کسان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د پولیسو چارواکي وایي چې یو ۳۷ کلن ډنمارکی سړی یې د دې برید په شک کې نیولی دی.

دا بريد د پلازمېنې اوسلو سويل لوېديځ کې وشو او دا هم لا نه ده څرگنده شوې چې بريد کوونکي ولې دا کار کړی، خو پوليس چارواکو دومره ويلي چې بريدگر يوازې و.

ځينې قربانيان يوه سوپر مارکېټ کې موندل شوي. په ټپيانو کې يو، پر رخصتۍ تللى يو پوليس افسر و چې اوس يې په روغتون کې درملنه روان ده.

د ناروې تلونکې لومړۍ وزيرې اېرنا سولبېرک دا بريد غندلى او ويلي یې دي، پوليس پلټنې کوي چې دا يو ترهگريز بريد و او که ځنگه.

نوموړې له برید وروسته یوې خبري غونډې ته وویل: “زه پوهېږم چې خلک وېرېدلي. خو باید ټینګار سره ووایم چې پولیسو اوس وضعیت کنترول کړی دی”.

بریدګر لومړی برید په یوې مغازې کې پیل کړی او هلته یو ټپي شوی کس پولیس افسر و چې دغه وخت پر دنده نه و، خو مغازه کې یې سودا کوله.

بیا بریدګر له یوه ځایه بل ته تللی نو ځکه پولیسو هم د ښار لویه برخه کلابند کړې وه چې ویې نیسي.

Armed police on the streets of Kongsberg after an attacker opened fire on people with a bow and arrow

د عکس سرچینه،HAKON MOSVOLD/NTB/VIA REUTERS

د عکس تشریح،برید چارشنبه ماښام شوی

د پولیسو مشر اویفْند آس وایي یو شکمن کس نیول شوی او داسې ښکاري چې په یوازې سر یې عمل کړی.

ځینو پولیس چارواکو ځایي رسنیو ته ویلي، داسې فکر کوي چې بریدګر له غشو او لینده پرته نورې وسلې هم کارولې دي.

Foto: Knut Eirik Gustavsen Ødegården

د ناروې د عدلیې او امنیت وزیرې مونیکا مېلند په یوې خبرې ناستې کې د پېښې جزیات ورکړل. نوموړې وویل:

” وضعیت جدي دی. ملي سرچینې مو په واک کې دي، پولیس، چورلکې، د بم قطعه او بېړنی پرسونل ژر ور ورسېدل. روغتونونه او د عدلیې او عامه امنیت وزارت د تیارسئ په حالت کې دي. د لنډمهال له پاره په ټول هېواد کې پولیسو ته وسلې ورکړل شوي. ما راتلونکي لومړي وزیر ته وضعیت تشرېح کړی. ما د کونګزبرګ له ښاروال سره هم خبرې کړي چې اړینې سرچینې پولیسو او ښاروالۍ ته برابرې کړي. دا ډېر مهم دی چې پولیس وکړی شي خپله دنده ترسره کړي او دا چې د قربانیانو نژدې کورنۍ غړي خبر کړای شي او خیال یې وساتل شي”.

بی بی سی پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.