خليلزاد: د افغانستان سیاسي جوړجاړی د پلان مطابق ترسره نه شو

529

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ماموريت پای ته ورسید. خلیلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې هغه به د افغانستان په اړه شوې تیروتنې له افغانانو سره شريکې کړي.

    

USA Sondergesandter für Afghanistan Zalmay Khalilzad

دغه خبره د امریکا خارجه وزات د دوشنبې په ورځ اعلان کړه.

د اسوشتيد خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۸مه) خبر ورکړ چې زلمی خليلزاد به خپله دنده روانه اوونۍ پريږدي. خليلزاد د امریکا پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ او اوسني ولسمشر جو بايدن په دورو کې د افغان سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه دنده درلوده او دغه ماموریت يې د څه باندې درې کلونو له پاره مخته يووړ.

پر خلیلزاد نيوکې

خو خلیلزاد له دې کبله تر نيوکو لاندې وو چې پر طالبانو باندې يې سولې ته د غاړې کيښودلو له پاره په کافي اندازه فشار نه اچاوه. هغه له نیوکو سره سره پر خپله دنده پاتې شو. خو د اوسني ولسمشر جو بایدن خارجه وزير، انتوني بلینکن د هغه له کار څخه مننه کړې ده. خليلزاد چې  د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو سفير هم پاتې شوی، بلينکن يې په اړه وويل: «زه د امریکا له پاره د هغه د لسیزو خدمت څخه مننه کوم.»

Afghanistan | Friedensgespräche mit Taliban

خلیلزاد ويلي د سولې مذاکراتو له افغانستانه د امریکايي قواوو وتلو او افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو ته لار هواره کړه

خلیلزاد په ابتدا کې پلان درلود چې افغانستان له پاره خپل ماموریت له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو او پر امریکا د سپتمبر یوولسمې تروريستي بریدونو له شلمې کليزې څخه د مخه پای ته ورسوي. خو له هغه څخه غوښتنه وشوه چې په خپله دنده کې پاتې شي.

زلمی خليلزاد چې په خټه افغان دی، د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې د ترمپ ادارې له خوا افغانستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه وګمارل شو او د هغه وخت خارجه وزیر مایک پمپیو نوموړی طالبانو او افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښيناوو. هغه د اوسني ولسمشر جو بایدن په دوره کې هم خپل دغه ماموريت پر مخ ووړ.

د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای

نوموړي د میاشتو میاشتو سفرونو او مختلفو افغان لورو سره د لیدنو کتنو وروسته، د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د قطر هیواد په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسليک کړ. د دغه تړون پر اساس امریکا روان کال له افغانستان څخه خپل ځواکونه په بشپړه توګه وايستل او دې سره يې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کيښود.

Afghanistan Kabul - Taliban PK

طالبان له افغانستانه د امریکايي قواوو له وتلو سره سم بیرته تر شل کاله جګړې وروسته واک ته ورسیدل

جو بایدن د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون پر اساس، د روان کال د می مياشتې په سر کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پیل وکړ او د اګست تر پايه يې دغه بهير په بشپړه توګه پای ته ورساوه. د بایدن له دغه اعلان سره هغه وخت ناټو هم پر ورته اقدام باندې لاس پورې کړ.

خو ډیری شنونکي په بیړه او له پلان پرته له افغانستان څخه د امریکايي قواوو پر وتلو چې په نتیجه کې طالبان بیرته په افغانستان کې واک ته ورسیدل، نيوکه کوي.

د بایدن پر تصمیم نيوکې خو د هغه دفاع

اما جو بایدن په خپلو خبرو کې تر اوسه څو ځله له خپل دغه تصميم څخه دفاع کړې ده. بایدن او د هغه پلویانو په کراتو ويلي دي طالبانو سره د امریکا هغه تړون چې زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ، دې ته زمينه برابره کړه چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو په وتلو سره په زرونو هغه افغانان هم له هیواده ووتل او یا وايستل شول، چې د تیرو شلو کلونو په جریان کې يې د امریکايي ځواکونو یا د هغو له متحدانو سره په افغانسان کې کار کړی وو. لا هم دغه بهیر ادامه لري.

آیا هر څه د پلان مطابق وشول؟

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ تړون

خلیلزاد اسوشتيد پریس سره په مرکه او خپل د استعفا په سند کې ویلي دي طالبانو سره تړون، له افغانستان څخه د امریکايي قواوو وتلو او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جدي مذاکراتو له پاره شرایط برابر کړل. خو هغه په عین حال کې ويلي دي چې دغه مذاکرات او ورسره جوخت له افغانستانه د امریکايي قواوو وتل له پلان سره پر مخ ولاړ نه شول.

 اسوشتید پریس زیاتوي چې د خليلزاد مرستيالتوماس ویست به د هغه ځای ناستی شي. ویست په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د وروستي پړاو مشري کوله. زیاته شوې چې امریکا به د افغانستان په اړه په مسکو کې دا اوونۍ جوړیدونکي کنفرانس ته خپل استازی ونه لیږي. د امریکا خارجه وزارت په دغه کنفرانس کې د خپل استازي د نه ګډون دلیل «لوژستيکي» مسايل ښودلي دي.

زلمي خلیلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې د خپل ماموریت وروسته به د افغانانو له پاره خپل کار ته ادامه ورکوي او د افغانستان په اړه چې کومې تيروتنې شوي او په مخ کې دي، په اړه به يې خپل نظریات او سپارښتنې له افغانانو سره شريکې کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.