دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوﺉ

لیکنه: شکېبا نادري

838

موږ ټول په دې پوهېږو چې په ګډ ژوند کې ټولې کړنې د خاوند او مېرمنې ترمنځ په ګډه ترسره کېږي، خو ځینې وخت داسې هم کېږي چې ځینې ښځې په خپل خاوند او یا ځینې خاوندان  په خپلو ښځو احسان کوي، وایي ټول کارونه زه کوم، ته ولې بې پروایي کوې او داسې نور خبرې کوي، خو دا کړنې بېخي غلطې دي.

په دې لیکنه کې موږ پر دې اړه خبرې کوو چې ځینې داسې خبرې شته چې هېڅکله یې باید خپل خاوند یا مېرمنې ته ونه وایو، ځکه دا خبرې مو سوکاله ژوند خرابولای شي.

که غواړئ چې په راتلونکې کې په ګډ ژوند کې له داسې ستونزو سره مخ نه شئ لیکنه تر پایله ولولئ!

۱. د کور ټول مسوولیت زما په غاړه دی

دا هغه خبره ده چې په هر خاوند او مېرمنې باندې بده لګېږي، دوی د دې خبرې په اورېدو غوسه کېږي، ځکه دوی هېڅکله نه غواړي چې خاوند یا مېرمنه یې داسې حس ولري چې یوازي ټول مسولیتونه د دوی په غاړه دي، دوی باید ځان یوازې حس نه کړي، بلکې داسې حس ولري چې تر څنګ یې یو کس شته چې ټول غمونه او خوشحالۍ یې ورسره شریکولای شي او همداسې د ژوند د هرې پېښې مسوول یوازې دی یا دا نه ده، دوی دواړه د دې پېښو د سمولو او سمبالولو دنده پر غاړه لري.

۲.  تا هېڅکله زما خبرې ته غوږ نه دی نیولی

دا مستقیمه نیوکه ده چې موږ یې په مقابل لوري کوو، موږ باید خپل خاوند او یا مېرمنې ته په ارامۍ سره ووایو چې ته باید زما خبره سمه او تر پایه واورې، لکه څنګه چې زه ستا خبره اورم، ترڅو د یو بل پر ستونزه پوه شو او یوه مناسبه حللاره ورته پیدا کړو.

۳. ما ته مه نږدې کېږه!

دا هغه خبره ده چې د هېچا نه خوښېږي، دا جمله د ګرمۍ او ستړیا پر مهال ډېره کارول کېږي، خو پام مو وي چې همدا یوه جمله ستاسو مینه، ګرانښت او نږدېوالي ته زیان رسولای شي او خاوند یا مېرمنې مو له تاسو زړه تورې کولای شي.

۴. ټوله ګناه ستا ده

تر څو مو چې مو د مقابل لوري  پر خبره ځان نه وي پوه کړی دا پرېکړه مه کوئ چې څوک ملامت دي، مخامخ مو خاوند او یا مېرمنې ته مه وایئ چې ټوله ګناه ستا ده، ځکه ډېری کسان له دې حالته کرکه لري چې ملامت نه وي خو بل ورته د ملامت کس په سترګه ګوري.

۵. ته ولې د پلانکي یا پلانکۍ په څېر نه یې؟

دا خبره خاوند او یا مېرمنې ته د دې احساس ورکوي چې دی د مقابل لوري د خوښې کس نه دی، په همدې خاطر ورته وایي چې ته ولې د پلانکي یا پلانکۍ په څېر نه یې.

په لسګونو داسې نورې جملې هم شته چې زموږ د ګډ ژوند د له منځه تلو لامل کېدای شي، لکه کاش هېڅکله مې له تاسره واده نه وی کړی؛ ته زما لیاقت نه لرې؛ ستا ملګري یا ملګرې مې نه خوښیږي او داسې نور…

نو اړینه ده چې خپلې هرې خبرې او هر حرکت ته پام وکړو، چې خاوند او یا مېرمنه مو له ځان څخه خپه او ناهیلې نه کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.