د خمتا کمیس

احسان الله ارینزی

1,053

او ناڅاپه د صابرې زړه ودرېد. هغه په لسو کلونو کې د پنځوسو کلونو په شان زړه شوه. ګلالۍ مخ یې خپله ښکلا له لاسه ورکړه او په ډېره ځوانۍ کې بودۍ شوه!

صابره په وجود روغه؛ خو په زړه ټپي وه. لا یې د واده کال نه و پوره شوی چې خاوند یې په یوه چاودنه کې داسې ووژل شو چې چا یې یوه نښه هم ونه مونده!

د کلي ښځو او پېغلو صابرې ته کفن جوړاوه. ټولې غلې په کار لګیا وې، ستره چوپتیا خوره وه، هیچا څه نه ویل. سترګې په اوښکو او زړونه په غریو ډک وو.

کله چې د صابرې خور، سکینه، له برکلي څخه راورسېده، له کفن سره یې مخالفت وښود.

– زه خپله خور په هغه خمتا کمیس کې خاورو ته سپارم چې موږ خویندو ته له موره او هغې ته هم له موره په میراث پاته دی!

پیغلو نجونو یو بل ته وکتل؛ خو سپین سرو او مشرانو ښځو دا کمیس ښه وپېژاند. دا اوس نژدې د سلو کلونو زوړ خمتا کمیس و چې صابرې ته له موره او هغې ته هم له موره پاته و.

د کلي تر ټولو مشرې ښځې اعتراض وکاوه:

– غلې شته بچی! مړي باید په کفن کې خاورو ته وسپارل شي!

سکینې په ژړا کې ځواب ورکړ.

– نه ابۍ! صابره به په همدې زاړه خمتا کمیس کې د خدای حضور ته لېږو. پرېږده چې صابره په هغه کمیس کې پوښتنې ته حاضره کړو چې دا، مور او نیا دری واړه پکې کونډې شوې!

د کلي تر ټولو مشره ښځه غلې شوه. د ویلو له پاره یې څه نه درلودل. د صابرې خور ډېره پخه خبره کړې وه؛ خو د کلي د نارینه وو او ملایانو لانجه په مخکې وه.

دا وخت د صابرې خور پاڅېده او په داسې حال کې چې د ښځو تر لاسونو نیولې وه، بلې خونې ته لاړه، د مور زوړ خمتا کمیس یې راووړ او مشرې ښځې ته یې مخامخ ونیو!

مشرې ښځې او ډېرو نورو ښځو دا زړو کمیس ښه پېژاند، څو ځلې یې لیدلی او ډېری یې په غمجنه کیسه خبرې وې.

د کلي تر ټولو مشره ښځه کمیس ته ځیر شوه او هاغه وخت ته لاړه چې د صابرې نیا پکې کونډه شوې وه.

هغه پاچا له هېواده وتلی و چې انګریزانو ته یې ماته ورکړې او د خلکو خبره، وطن یې خپلواکه کړی و.

په کلي او شااوخوا سیمه کې داسې ګډوډي جوړه وه چې  ډېرو خلکو خپل کلي پرېښي او غرونو ته پناه وړې وه!

د صابرې انا سکینه او بابا علي خان لا په کلي کې وو، دواړه ځوانان او تکړه وو؛ خو د علي خان ژوند په خطر کې و. علي خان په سیمه کې له لومړنیو ښوونکو څخه و او ملایانو، خانانو او ملکانو په ښه سترګه نه ورته کتل او یو نیم به ان کافر باله!

مشرې ښځې ته بیا هغه شېبې وریاد شوې چې علي خان ووژل شو او سکینه له خپلو دوو بچو سره غره ته وتښتېده او هلته یې د خپل مېړه د اکا هغه زامنو ته ورغله چې له علي خان سره خپه وو او یو له بل سره یې خبرې نه کولې!

د مشرې ښځې په سترګو کې اوښکې نه درېدې، دا په هغه شیبو کې ډوبه وه چې ملایانو د علي خان جنازه نه کوله او هغه یې داسې کافر باله چې په ښوونځي کې یې ماشومان د دین له حقې لارې ایستل او شیطاني خبرې یې کولې!

مشرې ښځې ته د سکینې هغه چیغې هم په یاد شوې چې د غره په لمن کې یې ملایانو ته لمن نیولې وه چې د دې د دوو صغیرانو په روی دې، دا جنازه ښخولو ته پرېږدي؛ خو هغوي پورې وهلې چې د علي خان شیطاني خبرو په تا هم دومره اغېز کړی چې اوس د خدای په ځای صغیران یادوي او په غلطه قسمونه خوري!

دا وخت دوه سپین ږیري راغلل چې ښځو او په تېره بیا صابرې خور ته، د ملایانو پیام واوروي. هغوي وویل چې د شریعت او مخې مړی یوازی په پاک کفن کې خاورو ته سپارل کېږي، نه د نیا او نیکه په خیرنو جامو کې!

خو اوس د صابرې د خور په ځای، د کلي تر ټولو مشرې ښځې چیغې کړې چې ملایان دې ځانونه همداسې خاورو ته وسپاري!

او سپین ږیرو ته یې په غوصه وویل:

– ټول ورک شئ! موږ ښځې صابره په خپله خاورو ته سپارو! او په داسې چیغو د سپین ږیرو په لور ورغله چې هغوی دوه ګامه په شا لاړل.

مشرې مېرمنې خپله وروستنې خبره وکړه.

– ځئ دا شریعت مریعت مو اول په ځانونو عملي کړئ!

ښځو بیا په کار لاس پورې کړ او صابرې ته یې هغه زوړ سل کلن خمتا کمیس واغوست چې د دریو نسلونو د تباهۍ یو انځور بلل کېده.

په دې کې یوې ښځې په ژړا کې وویل چې د صابرې مور، حبیبه، یې په همدې کمیس کې په یاد شوه.

او تر ټولو مشره ښځه بیا د سوچونو په دریاب لاهو شوه.

هو! حبیبه له دې څخه کشره او د صابرې ښایستوکې مور وه چې د ژوند له پاره یې ډېر ارمانونه درلودل؛ خو ځوان میړه ناڅاپي او دردونکی مړینې په ځوانئ کې زړه کړه!

د حبیبې میړه د سکینې یوازنې زوی میربت خان په پاس کلي کې ښوونکی و. د لومړنیو تنخواګانو په پیسو یې دوه نوی خونې جوړې کړې او څه لوښي لرګي اخستي وو. د حبیبې ژوند ورځ په ورځ ښه کېده؛ خو ناڅاپه په سیمه تندر پریوت او داسې کسان پیدا شول چې کلیوالو به اشرار بلل!

د مشرې ښځې د سترګو چینې بیا وخوټېدې؛ ځکه هغه ورځ یې په یاد شوه چې اشرارو، ښوونکی میربت خان، د خپل پلار په شان، په دې تور وواژه چې کافر شوی او د خلکو زامن د دین له چغې لارې باسي او کفر ته یې هڅوي!

هو! میربت خان ووژل شو او ښځه یې په داسې حال کونډه شوه چې د خپلې مور په شان یې همدا د خمتا کمیس اغوستی او د دوو ماشومانو مور وه. صابره او مالک.

په دې وخت کې یوه ډله سپین ږیري انګړ ته راغلل چې د صابرې جنازه پورته کړي.

مشرې ښځې وویل:

– موږ دا جنازه په خپله هدیرې ته وړو!

سپین ږیرو وویل:

– ملایان په غوسه شول او لاړل!

ښځې غلې شوې.

یو سپین ږیري وویل:

– ملایانو ویل چې تاسو ډېرو کلیوالو او ان ښځو، د دین حقه لار پرېښې او شیاطینو په لار روان یاستئ.

سپین ږیرو ځانونه لږ غوسې او توندو خبرو ته جوړول؛ خو د ښځو د بیا ژړا او واویلا چیغو چوپتیا ته اړ ایستل او په نه زړه یې د جنازې کټ پورته کړ. هغه جنازه چې کفن یې نه درلود او مړي ته یې د کونډې مور او د کونډې نیا زوړ سل کلن خمتا کمیس اغوستی و!

مشرې ښځې د تلو په وخت کې وویل:

– ښه دی چې دا بدمرغه کمیس خاورو ته وسپارو! دا ډېر بد کمیس دی. درې ښځې پکې کونډې شوې. که پاته وي، خدای ښه پوهېږي چې څو نورې ناوې ګانې به کونډې کړي!

یو سپین ږیري وویل:

– هو! صابره باید په همدې کمیس کې د خدای حضور ته ولېږو چې هغه زموږ په حال ښه خبر کاندي!!

پای

28 اګست 2018

بیجنګ – چین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.