ولي چين په هند کې د افغانستان په کنفرانس کې ګډون نه کوي؟

684

هند د نوامبر مياشتي پر لسمه نېټه د افغانستان په تړاو يوې سيمه ایزې امنيتي غونډې ته چمتووالی بشپړ کړی دی، خو تر پاکستان وروسته اوس چين هم ويلي دي چې په دې کنفرانس کې به ګډون ونه کړي. آیا دا کنفرانس به خپل هدف ترلاسه کړي؟

   

د افغانستان د وضعيت په اړه د غور او مشورو له پاره د سيمه ایز امنيت د دې ديالوګ مشرتوب به د هند د ملي امنيت مشاور اجيت دوبهال وکړي. د ايران او روسیې ترڅنګ د منځنۍ آسيا پنځو هيوادونو قزاقستان، کرغیزستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنيت سلاکارانو په دې غونډه کې د ګډون هوډ څرګند کړی دی.

چين ګډون نه کوي

دا خبره له لومړي سره هم ښکاره وه او د هند ځينو رسنيو کړې هم وه چې په ډهلي کې د ملي امنيت مشاورينو په دې پلان شوې غونډه کې د چين ګدون په شک کې دی. خو له غونډې يوازې دوې ورځې مخکې چين په رسمي توګه په دې غونډه کې له ګډون کولو څخه انکار وکړ. دا په داسې حال کې وه چې په دې غونډه کې د ګډون بلنه يوه مياشت وړاندې لا ورکړل شوې وه.

د چين حکومت ويلي دي چې د يو لړ مصروفيتوتو له کبله به دغه هيواد په نوي ډهلي کې د سيمه ایز امنيت په تړاو دې بحث کې ګډون ونه شي کړای، خو د سرچينو په حواله د چين له خوا ويل شوي چې د دوه اړخیزو چينلونو له لارې به له هند سره د خبرو اترو لړۍ روانه وساتي.

دا غونډه ولې مهمه ده؟

شنونکي وايي چې په افغانستان کې رامنځته کيدونکی هر سياسي بدلون پر ټوله سيمه اغیز اچوي او هند هم له دې جلا نه شي پاتېدلی.

د نوي ډهلي «د سولې او بحران د مطالعاتو انستيويت» څخه تار کارتها په دې اړه وايي: «د بل هر هيواد په څېر به هند ته هم داسې يو باثباته افغانستان لومړيتوب ولري چې د ترهګرو ډلو له «رېښو پاک» وي.»

Indien Lal Chowk Srinagar - Nach Uri Terrorangriff

د هند د ملي امنيت مشاور

هغه زياتوي: «د افغانستان د خاورې د هند پر ضد د ترهګرو ډلو د روزنې له پاره د کارولو اندېښنه هم دوام لري. له دې کبله به هند هم دا هیله ولري چې د افغانستان د نوي حکومت له خوا ورته داسې ښکاره سګنال ورکړل شي طالبان په اصل کې د هند يا په نورو ټکو د ثبات پلويان دي.»

پاکستان هم په غونډه کې برخه نه اخلي

هند پاکستان ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه خو په اسلام آباد کې حکومت په واضح توګه په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی وو. د پاکستان د ملي امنيت مشاور معيد يوسف ويلي ول: «زه خو هیڅ نه ورځم، يو ګډوډي جوړونکی هيواد په پای کې څرنګه د سولې د راوستو هڅې کولی شي.»

هندي چارواکو د پاکستان پر دې پريکړه خواشيني څرګنده کړې ده او ويلي یې دي: «د پاکستان پريکړه خو د تاسف وړ ده خو دوی یې حيران کړي نه دي. دا د پاکستان د ذهنيت يا فکر عکاسي کوي چې افغانستان تر خپلې سلطې لاندې ګڼي.» همدا راز زياته شوې: «پاکستان په ماضي کې هم په دې فارمات جوړيدونکو غونډه کې ګډون نه وو کړی.»

پاکستان د افغانستان په اړه جوړيدونکو هغو غوندو کې ګډون نه کوي چې د طالبانو استازي پکې نه وي دعوت شوي. هند د نوي ډهلي دې کنفرانس ته طالبان نه دي ور بللي.

د افغانستان د امنيتي وضعيت په تړاو د ملي امنيت د سلاکارانو په کچه د خبرو اترو دا دريم پړاو دی. تر دې دمخه د خبرو اترو دوه پړاونه د ۲۰۱۸م په سپتمبر او بيا د ۲۰۱۹م په دسمبر مياشت کې په تهران کې ول. دريم پړاو یې بايد په ۲۰۲۰م کال کې په هند کې ترسره شوی وای خو د کرونا وبا له کبله وځنډول شو.

USA Moeed Yusuf 2011

د پاکستان د ملي امنيت مشاور معيد يوسف

په همدې منځ کې د روان ميلادي کال په اګست مياشت کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسيدو سره وضعيت سملاسي بدلون وموند.

په غونډه کې به څه کيږي؟

د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ویل شوي چې «هند له افغانانو سره دودیزې ژورې او د دوستۍ اړيکي لري. دغه هيواد هغو امنيتي او بشري ننګونو ته د ځواب ويلو له پاره چې افغانستان ورسره لاس او ګريوان دی، د متحدو نړيوالو هڅو غوښتنه کړې ده. په نظر کې نيول شوې غونډې دې لوري ته يو ګام دی.»

همدا راز زياته شوې چې په دې غونډه کې به د امن او ثبات د ودې په برخه کې له افغانانو سره د مرستې پر ګامونو مفصل بحثونه او د نظر تبادله وشي.

خو ګډه اعلاميه به يوازې په هغه صورت کې خپريږي چې په غونډه کې پر مطرح مسايلو ګډنوال هوکړه وکړي. د سرچينو په حواله په دې غونډه کې ګډون کوونکي د ملي امنيت مشاورين به د هند له لومړي وزير نريندر مودي سره هم وګوري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.