د لوږې سونامي- اتمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

1,080

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې

د تاوتریخوالي سونامي

دریڅلوېـښتمه برخه

تر ټولو دردونکې خبره خو دا ده چې په افغانستان کې د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوترخوالی نه یوازې دا چې نه کمېـږي، بلکې لازور اخلي، نوې بڼې یې رامنځته کېـږي او تر بېلابېلو نومونو لاندې د ماشومانو لومړني حقونه تر پښو لاندې کېږي، ماشومان او کوچنیان د لویانو له داسې ظالمان عملونو سره مخ کېـږي چې چا یې لا سوچ هم نه وي کړی او ماشومان او کوچنیان د ظلم په داسې دایرو کې را گیر کېـږي چې پر هغوی باندې د روان ظلم تاثیرات د هغوی پر ټول ژوند باندې منفي اغیز پرېباسي، لویان د خپلو ظلمونو او تېر وتنو د پټولو له پاره ډېر ځلې هرڅه تقدیر ته سپاري او موضوع بیا د خلکو هېره وي.

په اوسني وخت کې له ماشومانو او کوچنیانوسره د تاوتریخوالي یوه غوره او اصلي بېلگه جگړه ده. په تازه رپوټونو کې ویل شوي دي چې، په افغانستان کې د جگړیز اړودوړ په ترڅ کې گڼشیر ماشومان او کوچنیان یا ژوبل شوي دي او یا وژل شوي دي.

د امریکا غږ په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې د تېرو شپـږو میاشتو په لړ کې د بېلابېلو مسلحو گروپونو د جگړو په ترڅ کې څلور سوه شپېته ماشومان او کوچنیان وژل شوي دي، د ملگرو ملتونو اړوندو څانگو په خپلو رپوټونو کې داسې ویلي دي:

«د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) چې د ملګرو ملتونو په حواله وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان په جګړو کې وژل شویدي.

یونیسف په افغانستان کې په ناچاودل شویو موادو او په ځینو ځایونو کې د جکړې له کبله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د نومبر په ۴(لړم۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې تیره ورځ د کندز په ولایت کې د ناچاودل شویو موادو په چاودنې کې د یوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول چې څلور یې نجونې او دوه یې هلکان وو.

د یونیسف په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې چاودنې کې درې ماشومان ټپي شوي هم دي. دې ادارې ویلي دا ماشومان هغه وخت ووژل شول چې ناچاودل شوی مواد یې چې د جګړې د وخت نه هلته پاتې و، کور ته راوړ او وچاودید.

په اعلامیې کې ویل شوي، ” ماشومان په ځانګړي توګه د جګړې د وخت څخه د پاتې ناچاودل شویو موادو د خطر سره مخ دي ځکه هغوي دغه مواد نشي پیژندلی”.

ملګرو ملتونو په عاجله توګه د جګړې د وخت نه د پاتې شویو چاودیدونکو موادو د د پاکولو په اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغان ماشومان لا هم ددې موادو قرباني کیږي.

یونسیف زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ ماشومان په جګړو کې وژل شویدي. دا هغه شمیرې دي چې دې سازمان په افغانستان کې ثبت کړیدي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ټولو خواوو نه غوښتي چې د ماشومانو د خوندیتوب کوښښ وکړي او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي.

ملګرو ملتونو همدارنګه په سمدستي توګه د ماشومانو سره د زور زیاتي د بندیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې چارواکي باید د ماشومانو خوندیتوب او مصؤنیت ته په ټولو چارو کې لومړیتوب ورکړي.»

موږ تر اوسه نه یو توانېدلي چې د ماشوم او کوچني لومړني حقونه وپېژنو او هغو ته یې ورکړو. په افغانستان کې د قانون جوړولو استازي، د ماشومانو او کوچنیانو د لومړنیو حقونو او د هغوی د ساتنې او پالنې پر هغو قوانینو خبر نه دي چې په نړیواله کچه منل شوي او د نړۍ په ډېره سلنه هېوادونو کې تطبیقېـږي.

دا له پخوا دود شوې ستونزه ده چې په افغنستان کې کوچنیان د لارو او واټونو پر څنډو باندې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه کار کوي او په دڼو یې گورو چې د هغوی د ماشومتوب او کوچنیوالي زرینه دوره له تعلیمي چاپېریال لرې، په شاقه کارونو تېرېږي.

دوچولې پښتو په یوه رپوټ کې د افغان کوچنیانو د بد وضعیت په باب خواشیني څرگنده کړې ده او ویلي یې دي:

«د اټکلونو پر اساس په کابل کې د ۱۰۰ زرو او ۲۰۰ زرو په منځ کې ماشومان هم مدثر ته ورته برخليک لري. دغه ماشومانو پر چوکونو او يا د رستورانتونو مخې ته خیر ټولوي، درانه بارونه اوچتوي او يا په کثافاتو کې لټه کوي. له دغه ماشومانو څخه یې زياتره په اوسط ډول په څلور کلنۍ کې له دې برخليک سره مخ کيږي.»

د «وې زېـږوه، وزن یې پر مځکه باندې ورځي او روزي یې خدای وررسوي» د پالیسۍ له مخې ورځ تربلې د ماشومانو او کوچنیانو شمېر ډېرېـږي، خو د خلکو دې ته پام نه وي چې د وږو او بېسوادانو لښکر مخ په ډېرېدو دی. په همدې نږدې ورځو کې د ملگرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویل شوي دي چې څومره افغان حامله ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ کړېـږي: «له هرو ۴ حامله افغان ښځو او دوو ماشومانو څخه یو یې خوارځواکۍ ځپلي.»

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هغې غونډې ته چې افغانستان ته ځانگړې شوې وه، په افغانستان کې د لوږې سونامي په باب داسې وویل:

«… دبورا لیونز گفت که سازمان ملل پیش بینی می کند ۶۰ درصد از جمعیت ۳۸ میلیونی افغانستان با بحران گرسنگی روبرو باشند، وضعیتی که احتمالا با رسیدن سرما بدتر خواهد شد.»

هغې په افغانستان کې د بشري ناورین رامنځته کېدو د مخنیوي له پاره وویل چې افغانان د هغې گناه پور پرې کوي چې خپله یې کړې نه ده:

«او جامعه جهانی را ترغیب کرد راه هایی برای ارائه حمایت مالی از مردم افغانستان پیدا کنند؛ مردمی که “احساس می کنند به حال خود رها و فراموش شده اند و در واقع گرفتار مکافاتی شده اند که خود مسبب آن نیستند” و افزود تنها گذاشتن آنها “اشتباهی تاریخی خواهد بود.”»

بیا هم د لوږې سونامې د څپو په اثر په افغنستان کې د بشري ناورین د رامننځته کېدو د څو پېښو بېلگې:

تاند:

«د بېوزلو نجونو د خرڅلاو دوام، ۲ هراتۍ نجونې هم وپلورل شوې.»

هشت صبح:

«دو خانواده در هرات از ناداری فرزندان‌شان را به فروش گذاشته‌اند.»

بي بي سي پښتو:

«له ۱۸ ميليونه ډېر افغانانان هره ورځ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري»

دې ټولو خبرونو او رپوټونو ته په کتو سره، له ورایه ښکاري چې د افغانستان د ډېرې سلنې خلکو ژوند له خطر سره مخ دی، په تېره د ماشومانو او کوچنیانو. د دې خطرونو لاملونه که وپلټل شي، لومړنۍ گوتې میندو پلرونو او کورنیو ته وراوږدېـږي. لویان پرته له دې چې د نوزېـږو د راتلونکي ژوند د پروگرامونو په باب فکر وکړي یا پلان ورته ولري، لگیا وې زېـږي یې، اوس دا دی حالت تر دې بریده رارسېدلی دی چې له کنتروله وتلی او نور به هم مخ په خرابېدو روان وي.

همدا اوس هم که د هېواد په کچه ټولې میندې او ټول پلرونه که د خپلو راتلونکو نسلونو په باب د یوه منظم پلان په فکر کې شي، نو په راتلونکو وختونو کې به د ورته ستونزو او لوږو مخیوی شوی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.