د استاد اسحاق نګارګر مړینه او یو تاثر

محمد نعمان دوست

1,050

د ۲۰۰۴ کال د ژمي سړې ورځې وې. د کابل ښار د کلوله پشتې د یوې ودانۍ په سالون کې سره راټول وو او د یوه انګریز ټراینر ( جان ټاکي) لکچر ته غوږ وو. دا سور او سپین انګریز په راډیوي ډرامو غږیده. له انګریز سره خوا کې یو غنمرنګه مشر هم ولاړ و. تور کوټ یې اغوستی و، د کوټ په رنګ پیک لرونکې خولۍ یې پر سر وه او لنډه سپینه ږیره یې له مخه راتاوه وه. د تور کوټ او تورې خولۍ ترمنځ سپینه ږیره داسې ښایسته بریښیده لکه د دوه تورو غرونو منځ کې چې واوره پرته وي. دې سړي په ډيره فصیح او روانه ژبه د انګریز خبرې ژباړلې، چې پښتو به غږیده نو سوچه پښتون ښکاریده، که دري به غږیده نو داسې بریښیده چې اصلي ژبه یې دري ده او چې کله به انګریز سره په خبرو شو؛ نو بیا به د بهرني ګومان پرې کیده.

د دې سړي چلند له محبته ډک و. ملنګ طبیعتی انسان و او د معلوماتو خزانه وه. چې د نوم پوښتنه مې وکړه نو راته وویل شول چې استاد اسحاق نګارګر دی. دا نوم مې ذهن ته اشنا ښکاره شو. مغز یې په اړه لټون پیل کړ او بیا د لټون په پایله کې یې نوم د ذهن په آرشیف کې له یوه اوږده نظم سره پیدا شو. د دې نظم سرلیک و ( پیامبران دروغین). دا نظم مې ډير پخوا لوستی و. یوه وقفه کې مې په همدې نظم ورسره خبرې وکړې. خبرو نورې زاویې پیدا کړې او بیا استاد پر شاعرۍ دومره زړه پورې بحث وکړ چې سم خوند مې ترې واخیست. له هغې وروسته مې کوښښ کاوه چې د استاد غږولو ته پلمې پیدا کړم او بیا له دې صدف څخه را تویدونکیو ملغلرو ته لپه ونیسم.

خدای حاضر دی؛ د انګریز خواته د دې عظیمې هستۍ دریدل او هغه هم د ژباړن په توګه، سخت زور راکاوه. څو ځلې مې نیت وکړ چې دا خبره ورسره شریکه کړم؛ خو جرئت مې ونکړ، ما ویل هسې نه د خپګان لامل یې شي.

په هغو ورځو کې زه په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ( سره میاشت جریدې) مسوول مدیر وم. له ګڼو ولایتونو څخه د دې ټولنې استازي زموږ دفتر ته راتلل. تازه د زابل د سرې میاشتې نماینده ګۍ له رئیس ( عیسي خان ) سره بلد شوی وم. عیسې خان یو  خنده رویه ځوان و. یو غښتلی او خیالیګر زلمی و. خو چا وویشت او د مرګ خبر یې دومره ودردولم لکه د کورنۍ کوم غړی چې مې له لاسه ورکړی وي. قلم او کاغذ مې را واخیستل او یوه مرثیه مې ولیکله:

هلئ عیسې خان یې راته وویشته

خلکه، تنکی ځوان یې راته وویشته

دې بدرنګه، څنګه پرې ماشه کش کړه؟

څنګه شین ریحان یې راته وویشته

د چای وقفه کې مې دروند استاد نګارګر ته همدا مرثیه ولوسته، یو ژور اسویلی یې وکړ او بیا یې ویل:

مرثیه دې داسې لیکلې لکه یو څوک چې غم پسې واخلي او د یوه خواخوږي په لټه کې شي او چې څنګه یې پیدا کړي، نو ټول زړه ورسره تش کړي.

بیا یې دا مرثیه له څو نورو همکارانو سره هم شریکه کړه.

استاد، د ځوانانو په هڅولو کې ډير سخي و. استاد د معلوماتو په شریکولو کې ډیر سخي و او استاد د مینې او محبت په خورولو کې ډير سخي و.

دریغا!

چې نن مو دا ستر لیکوال، ژباړن، شاعر او څیړونکی په پردیسۍ کې له لاسه ورکړ.

زموږ د وطن هم عجیبه برخلیک دی؛ موسمي توپانونه راشي او ښایسته ښایسته ګلونه ترې په هوا کړي، ډیر لرې یې یوسي او د نورو د ګلدانونو زینت یې کړي. استاد هم لسیزې پخوا توپان په مخه کړی و او له خپل خواږه وطنه یې ډير لرې وړی و چې بالاخره دا ګل هم پردیسۍ کې و رژیده.

د استاد اروا دې ښاده وي.

۱۴۰۰/ ۹/ ۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.