امریکا: د جنسي سوء استفادې قربانیانو ته د ۳۸۰ میلیونه ډالره تاوان ورکړه

433

بالاخره په امریکا کې د یوه داکتر د ناوړه جنسې استفادې د افتضاح څو کلنه حقوقي مبارزه پای ته ورسیده. د امریکا د جمناستیک فدراسیون داکتر لري نصار، له خوا د جنسي سوء استفادې ښکار شوي کسان ۳۸۰ میلیونه ډالره غرامت ترلاسه کوي.

USA Gericht Alex Saab 

د امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک فدراسیون (USAG)، د دغه هیواد د المپيک او پارالمپيک کمیټو او د جنسي زورونې د سلګونو قربانیانو ترمنځ قانوني کشمکش پای ته ورسید. په اینډیاناپولیس کې یوې محکمې قربانیانو ته له ۳۸۰ میلیونه ډالره غرامت ورکولو سره موافقه وکړه. دغه قربانیان د ۵۸ کلن لري نصار، په وسیله چې څو کلونه یي د دې ټیم د داکتر په وسیله کار کاوه، د جنسي سوء استفادې ښکار شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک فدراسیون مشر لي لي لئونګ، وویل: «د امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک فدراسیون د هغه تراوما او درد له امله چې قربانیانو د دغه فدراسیون د چلند او ناسمې پاملرنې له امله زغملي دي ژور خفګان څرګندوي.»

نصار اوسمهال خپل د ابدي حبس دوره تیروي. نوموړی د محکمې د درو حکومونو په ترڅ کې له ورزشکارانو او حتی قانوني سن ته نه رسیدو کسانو د جنسي سوء استفادې په جرم په ۱۵۷ کاله بند محکوم شوی دی. نصار د امریکا متحده ایالاتو د جمناستک په فدراسیون او د میشیګن ایالت په پوهنتون کې د ورزش متخصص ډاکتر په صفت د خپلې دندې د اجرا کولو پرمهال د ښځو او ورزشکارانو په جنسي زورونې اعتراف کړی دی.

سلهاوو ښځو د هغو له جملې څخه د المپيک د څانګې قهرمانانو سیمون بایلس، آلی رایسمن او مک کایلا ماروني، نصار په جنسي آزار او زورونې تورن کړی و. د امریکا متحده ایالاتو د میشیګن ایالت پوهنتون دری کاله مخکې قربانیانو ته پر ۵۰۰ میلیونه ډالره غرامت موافقه کړې وه.

قربانیانو ته د پوستونو ورکول

د ترلاسه شوي موافقې یوه برخه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک، د المپيک او پارالمپيک کمیټې خپل د مدیره هیئت ځیني پوستونه د جنسي زورونې د پيښو پخوانیو قربانیانو ته ورکوي. سربیره پر دې په راتلونکي کې له سوء استفادې څخه د ورزشکارانو د ساتنې له پاره لا زیات اقدامات ترسره کیږي.

د شکایت کوونکو وکیل ویلي دي چې د المپیک کمیټه ژمنه ده چې د دغو اصلاحاتو د ترسره کولو له پاره پنځه میلیونه امریکایي ډالره ورکړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.