د دوبۍ امیر باید خپلې پخوانۍ مېرمنې ته څومره پېسې ورکړي؟

965

په لندن کې د فامیلي چارو یوې محکمې پریکړه کړې ده چې د دوبۍ امیر باید خپلې پخوانۍ مېرمنې او بچو ته یې ۵۵۰ میلیونه پونډ ورکړي. په انگلستان کې د یوې محکمې له لوري د طلاق په قضیه کې د دومره پیسو د ورکړې فیصله ساری نه لري.

Vereinigte Arabische Emirate Scheich al-Maktum Scheidung

د لندن د فامیلي چارو یوې محکمې د دوبۍ امیر محکوم کړی چې لندن ته تښتیدلې پخوانۍ مېرمنې او دوو اولادونو ته یې ۵۵۰ میلیونه پونډ (۶۴۰ میلیونه یورو) ورکړي. د هایکورټ یا لوړې محکمې قاضي فلیپ مور، د طلاق په یوه پریکړه کې شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، ته حکم کړی چې شهزادګۍ هیا بنت الحسین ته ۲۵۱،۵ میلیونه پونډ ادا کړي.

پر دې سربیره د خپلو دوو اولادونو د لګښتونو او امنیت له پاره باید ۲۹۰ میلیونه پونډ هم ادا کاندي. دا لومړی وار دی چې د انګلستان په یوه محکمه کې د طلاق په پروسه کې د دومره ډیرو پېسو د ورکړې پریکړه کیږي.

Vereinigte Arabische Emirate Scheich al-Maktum Scheidungشهزادګۍ هیا (په انځور کې کیڼ لور ته) په لندن کې له خپلې مدافع وکیلې سره

۴۷ کلنه شهزادگۍ هیا د دوبۍ د امیر شپږمه مېرمن او د اردن د پاچا عبدالله دوهم ناسکه خور ده. هغه د ۲۰۱۹م کال په دوبي کې هغه مهال د نړیوالو د توجه وړ وگرځیده چې له خپلو دوو ماشومانو سره بریتانيا ته وتښتیده. کله چې امیر بیرته دوبۍ ته د خپلو دوو ماشومانو د ستنیدو غوښتنه وکړه، نو هیا د ماشومانو د پالني او مراقبت له پاره محکمې ته عریضه وړاندې کړه. پر دې سربیره هغې غوښتنه وکړه چې ماشومان د محکمې تر سرپرستۍ لاندې پاتې شي.

همداشان شهزاداگۍ له احتمالي حملو څخه د خپل خوندیتوب له پاره هم عریضه وړاندې کړه. له دې کبله اوس محکمې امیر ته حکم کړی چې د خپلې ۱۴ کلنې لور او همداشان د نهه کلن زوی له پاره یوازې د ژواندانه لگښتونه ور نه کړي، بلکې د ماشومانو امنیتي لگښتونه هم پر غاړه واخلي.

ټینګ امنیتي تدابیر

قاضي فیلپ مور، په خپله پریکړه کې ویلي دي چې «د هغوی مقام او د ترهګرۍ او تښتونې د عامه ګواښونو په پام کې نیولو سره هغوی په ځانګړې توګه آسیب پذیره دي او ټینګو امنیتي تدابیرو ته اړتیا لري، څو په دې هیواد کې یې امنیت خوندي وي.» زیاته شوې ده چې اصلي ګواښ چې ماشومان ورسره مخامخ دي، د امیر له لوري دي، نه د کومو بهرنیو سرچینو له لوري.

Vereinigte Arabische Emirate Scheich al-Maktum Scheidung

د متحده عربي اماراتو دغه جگپوړي چارواکي د خپلې پخوانۍ مېرمنې د ازارولو او تعقیبولو تورونه تل رد کړي. خو په اکتوبر میاشت کې د لندن یوه محکمه دې نتیجه ته ورسیدله چې د اولادونو د پالنې او سرپرستۍ د شخړې په ترڅ کې شیخ د خپلې پخوانۍ مېرمنې گرځنده تلیفون څارلی دی.

یوه بل قاضي اندریو مک فارلن، تیر کال په یوه بله پریکړه کې ویلي ول چې امیر د خپلو دوو لوڼو چې له یوې بلې مېرمنې دي، د تښتولو امر کړی وو. شهزادګۍ شمسه په ۲۰۰۰م کال کې له کمیبرج څخه دوبۍ ته بیول شوې وه.

ویل شوي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې د شمسې د بلې خور لطیفې، د تېښتې مخه نیول شوې وه او په زوره بیرته دوبۍ ته راوستل شوې وه. تر هغه وروسته بیا د نوموړې هیڅ درک نه وو. سږکال داسې انځورونه خپاره شول چې پکې لطیفه د خپلې یوې بلې دوستې سره د هسپانيا په پلازمینه مادرید کې لیدل کیده، چې په دې سره د هغې د برخلیک په هکله نور گونگوسي راپورته شوې.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.