د افغانستان ملي موزیم بيا د لیدونکو پر مخ پرانیستل شوی

680

د افغانستان ملي موزیم یو ځل بیا د لرغونو آثار په ښودلو سره د سیلانیانو پر مخ خلاص شوی دی. ظاهراً د طالبانو د حکومت دغه اقدام د دوی د مخکنۍ واکمنۍ په پرتله د دوی په سیاست کې د یو ښکاره بدلون راتلو ښکارندويي کوي.

د افغانستان ملي موزیم

په کابل کې د افغانستان په ملي موزیم کې ته راغلي سیلانیان هڅه کوي چې د آثارو د نندارې خونو ته خپله لاره پرانیزي. دوی ټول افغانان دي. دوی غواړي د افغانستان په ملي موزیم کې ايښي آثار چې د تيږې توږدنې له دورې څخه نيولې تر لرغونو سیکو، اشعارو او مذهبي توکي دي، وويني.

موزیم ته په راغلو کسانو کې یو هم ۶۵ کلن سید رحمت الله دی. هغه د تورو يوه مجموعه ګوري چې ۲۰۰۰ کاله زوړ تاريخ لري. رحمت الله په ډېر دقت او شوق د دغو تورو تر کتلو وروسته د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا په داسې انسانانو کې جوړې شوي چې د هغوی د تاريخ د ارزښت ښکارندويي کوي.«

رحمت الله زیاتوي: «ما غوښتل چې د خپل هیواد د تاريخ په اړه ډېر معلومات ولرم. دا [هیواد] زما په زړه کې يو خاص ځای لري.«

په کابل کې د افغانستان ملي موزیم په اګست مياشتې کې قدرت ته د طالبانو تر رسیدلو درې میاشتې وروسته په نوامبر مياشت کې بیرته د سیلانیانو پر مخ پرانيستل شوی. دغه اقدام د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا شوی دی.

شل کاله مخکې طالبان او ننني

Afghanistan | Buddhistische Kunst aus Haddaپه موزیم کې ځينې آثار د طالبانو له نظريې سره په تضاد کې دي خو د موزیم مشر وايي چې د ممانعت له پاره يې کومه هڅه نشته

د فرانسې خبري آژانس په حواله، طالبانو پر افغانستان د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر وخت چې دغه دوره د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، په موزیمونو کې د مجسمو په څير توکي ویجاړول، له بل لورې په زرونو توکي لوټ شول چې هيڅکله بیرته ترلاسه نه شول. طالبانو په هغې دوره کې په بامیان کې د بودا ۱۵۰۰ کلنې لويې دوې مجسمې هم ويجاړې کړې چې په پراخه کچه يې غبرګونونه هم له ځانه سره درولودل.

نن ورځ هم د کابل په ملي موزیم کې ځينې ښکاره ايښي آثار، اساسا د طالبانو د رادیګال ايډيالوژي سره په ټکر کې دي، لکه د لوښو هغه مجموعې چې ورباندې د انسانانو او حیواناتو انځورونه وښکل شوي دي.

خو طالبانو اوس د کابل پر ملي موزیم باندې خپل ساتونګي ګومارلي تر څو يې د داعش ډلې جنګيالیو د بالقوې برید څخه حفاظت وکړي.

د موزيم مشر، عین الدین صداقت په خبره، داسې هيڅ هڅه نه ده شوې چې د نمايش له پاره ايښودل شوي شیانو باندې دې محدودیتونه ولګول شي.

۳۵ کلن صداقت د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې يوازې «۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې نندارې د اسلامي میراث» پورې تړاو لري.

په سیاست کې نرمښت

طالبان وايي چې د مخکنۍ دورې په پرتله ېې په سیاست کې نرمښت راوستلی، د ملي موزیم بیرته پرانستنه هم یوه بیلګه ده چې دغه ډله چې په سخت دريځې باندې هم یادیږي، غواړي ښکاره کړې چې په سیاست کې یې نرمښت راوستلی او د پخوا په پرتله عصري سیاست تعقیبوي.

Afghanistan I Afghanisches Museum zur Zeit der Taliban
د طالبانو حکومت د موزیم په پرانیستلو سره ښيي چې دوی د پخوا په پرتله په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی دی

رپوټ وايي په خپله د طالبانو کسان هم موزیم ته د سيل له پاره ورځي. د ملي موزيم مشر په دې اړه زیاته کړه: «موږ د طالبان څخه هم لیدونکي لرو، هغوی کله کله په ډیر لوړ شمیر کې د موزیم لیدو ته راځي.»

د افغانستان ملي موزيم په دې وياړي چې د ۱۸مې او ۱۹مې پيړۍ جواهراتو یوه ټولګه لري.

په سیلانیانو کې ښځې هم شته

موزیم ته د راغلو سیلانیانو په ډله کې ۲۴ کله ذهره چې نه غواړي خپل بشپړ نوم يې وښيي وايي: «زه دلته راغلې يم چې دغه جواهرات ووینم، چې د پخوا وخت لاکتونه او ګوشوارې څه ډول ول.«

دغه افغان میرمن چې د ناروې د مهاجرت شورا له پاره کار کوي، زياتوي: «زه غواړم د پخوانيو زیوراتو او د اوسنیو زیوراتو چې موږ يې کاروو، ترمنځ تفاوتونه ووینم.«

خو د موزیم څخه د لیدونکو کسانو ورځنۍ شمیر د پخواني حکومت په پرتله له سلونو څخه کم دی. خو په افغانستان کې ميشت یو بهرنی وګړی بیا لږ تر لږه د کلتوري مسائلو په اړه د طالبانو اوسني سیاست ته خوشبيني ښکاره کوي.

د طالبانو په اړه د يوه بهرني نظر

فليپ مارکویس په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پيژندنې په برخه کې رسمي استازی دی. هغه ټينګار کوي چې «په اوس وخت کې د لرغونو آثارو په اړه د طالبانو کلتوري سیاست ډير مثبت او ریښتينی ښکاري.»

خو دا چې په راتلونکې کې به څه پيښيږي فليپ يې په اړه وايي چې «دا به احتمالا د نړیوالې ټولنې له غبرګون سره تړلې وي» چې هغوی د طالبانو دغې غوښتنې په اړه چې ځنډولې مرستې يې بيرته پیل کړي، څه کوي. هغه زیاتوي چې خپلې ځنډولې مرستې پيل کړي. هغه زیاته کړه چې د دغه ډول مرستو درول به کلتوري څانګه او د سیاست نورې برخې د شاتګ له خطر سره مخامخ کړي.

ټول کلتوري بنسټونه نه دي خلاص

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستيتيوت، چې د افغانستان یو بل مهم کلتوري بنسټ دی لا تر اوسه تړلی پاتې دي. د دغه انستيتيوت مشر احمد ناصر سرمست دی چې د خپل سلونو همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو سره له هیواده وتلی دی.

د رپوټونو په حواله، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت استادان او ښوونکي او د دوی د کورنیو غړي چې شمیر يې نژدې ۳۰۰ تنو ته ښودل شوی پرتګال هیواد ته رسیدلي دي.

افغانستان واک ته د طالبانو په رسيدلو سره له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او نړیوالو هم تر ډیره خپلې مرستې له دغه هیواد سره درولي دي. د طالبان حکومت چې لا تر اوسه په رسمیت نه دی پيژندل شوی، هڅه کوي چې په بهر کې د افغانستان د میليارډونو ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمنۍ آزاده شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.