د ظرفيت خلا

قدرت الله هېوادپال

878

د اقتصاد نړيوال فورم يوه څيړنه وايي چې په راتلونکو څو لسيزو کې به د نن ځوانان په داسې مسلکونو کې کار کړي چې نن هیڅ نشته، يعنې داسې مهارتونه بايد د داسې صنعتونو لپاره زده کړي چې هغه صنعتونه اوس په ډيرو لومړنيو پړاوونو کې دي. تاسې ښايی د الوتونکو ټکسيانو، پر کاربن چليدونکو الوتکو، مصنوعي ځيرک ماشينونو، کرپټو او نورو داسې ډيرو ټکنالوژيو لپاره خلک څنګه روزئ.

نړۍ د ظرفيت له ستونزې سره مخ ده، او افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې دا ستونزه پکې له ټولو جدي ده، هر کله چې موږ له ظرفيت څخه غږيږو نو هلته مهارت، پوهه او اخلاق درېواړه يادوو. دلته خلک پر ظاهري ښود او فکر ورته والي استخداميږي، ښايي فکري يا سياسي ورته والی د ځينو لپاره مهم وي خو په ډيرو مسلکونو کې دا يو فرعي اصل دی.

وايي د زرو قدر پر زرګر وي، د ظرفيت ارزول خپله يو مهارت دی، که چيرې تاسې ادارې مشر نااهله وټاکئ، يا اساسي پریکړه کوونکی مو ظرفيت ونه لري، نو ډير ښايي هغه داسې خلک له ځانه راتاوو کړي چې د هغې ورسپارل شوو دندو اجرا توان ونه لري.

د مشرۍ يو تر ټولو مهم اصل پر مشر اعتبار دی، يا د مشر په مقتديانو کې دا باور دی چې مشر هر څه کړي هغه د ادارې او د دوی په خير دی، او د دې اعتبار لاسته راوړلو يو تر ټولو اساسي شرط دا باور دی چې کار به اهل ته سپارل کيږي يا هغه چا ته چې دا چارې سپارل کيږي هغه له يوې منلې اعتبارې او رڼې پروسې راتير دي، که په ړنده توګه خلک ګمارل کيږي نو بيا دې دا تمه نه وي چې خلک دې دا پريکړې ومني.

white cigarette stick on black textile

د ظرفيت خلا يوازې دا نه ده چې نن ده، دا په راتلونکې کې هم شته، او د نن خلا هم داسې نه ده چې په دې يوه کال کې رامنځ ته شوې ده، بلکه د پخوانيو کړنلارو نواقص دي چې موږ يې اوس اغيزې وينو.

نړۍ د اتکا په لور روانه ده، ځينې ټکنالوژي لري، ځينې ماهره کاري ځواک لري او ځينې بيا وسايل لري، ځينې سيسټمونه لري، پر نړۍ د امريکا د اغيزې يو تر ټولو ستره وسيله پر نړيوال مالي نظام د هغوی واکداري ده، د نړۍ تقريباً ټول بانکي نظام د امريکايانو په لاس کی دی، چين، روس، هند او د نړۍ نور ستر هيوادونه له خپل ستروالي سره بيا هم د هغوی له مالي او بانکي سيسټمه ځان نشي خلاصولای.

افغانستان کاني زيرمې لري، هر دولت پرې وياړي، خو تر اوسه پر هغه مهارتونو جدي کار نه دی شوی چې له دې زيرمو د کار اخیستو سبب شي، دا په چف نه کيږي، وايي د خوب او برياليتوب تر منځ لوی توپير د عمل دی، که چارواکي غواړي چې له دې زيرمو ګټه واخلي، بايد اړونده مهارتونه وپيژني او خلک پکې وروزي، او دا وخت نيسي.

لکه چې ومو ويل، په ظرفيت کې مهارت، پوهه او اخلاق دريواړه راځي، يو څوک به ښه مهارتونه او اړونده پوهه لري، خو د دندې اخلاق به ونه لري، نو بيا هم د دندې ظرفيت پکې نه شته، تاسې له يوه چارواکي سره مخ کيږئ، سره لدې چې ښايي مسلکي پوهه او مهارت به ونه لري، خو اړونده اخلاق به يې ډير ښه وي، او ستونزه به مو له نورو سره پر مشوره حل کړي، دا ښايي له هغه چا ډير ښه وي چې مهارت او پوهه ولري، خو د دندې کبر اخيستی وي، او اړونده اخلاق ونه لري.

ظرفيت فردي، اداري او ملي اړخ لري، په فردي توګه نړيوال کال نوی کيږي، اوس مې څوک پدې کافر نه کړي، چې د عيسويانو کال مو نړيوال کړ، خو په نړيواله توګه د وخت ټاکلو همدا معيار دی، دا کال نوی کيږي، ډير ښايي ځان لپاره ژمنې وټاکي چې راتلونکي کال کې به څه کړي.

په فردي توګه، بايد خپل ظرفيت ښه کړئ، د تعليمي نظام يو تر ټولو لویه نيمګړتيا دا ده، چې تعليم او پوهه يې له وخت او ځای سره تړلې ده، درس به يوازې هغه وخت واياست چې په پوهنتون کې ياست يا خاص وخت کې چې کله شاګردان ياست، کله چې له پوهنتونه يا ښوونځي فارغ شئ، نو ښوونکو او ازموينو مو له کتابونو زړه دومره تور کړی وي، چې بيا د کتاب راخيستل خلکو ته د وخت ضياع او د جنګ خبره ښکاري.

خو، موږ ټول بايد په دوامداره توګه پر خپل ظرفيتونو کار وکړو، نوي مهارتونه زده کړو، خپل عادتونه اصلاح کړو، او تر ټولو مهمه خپل کار سره کار ولرو، ښايي ځينو ته دا ښه ښکاره نه شي، چې وايم خپل کار سره کار ولرو، خو انسان چې کله په خپلو چارو کې وروسته پاتې شي نو بيا په نورو کې نقص لټوي، هغوی چې په خپلو چارو کې بريالي وي او پوهيږي چې څه کړي او له ژونده څه غواړي، تر ټولو کمې ګيلې کړي او تر ټولو لږ چاپيريال خپلې ناکامۍ له پاره پړ بولي، او هغوی چې ځان نه په عذابوي هر څه لپاره نور پړ بولي.

که څوک غواړي ښه ترکاڼ شي نو له تنور والا (نانبايي) سره شاګردي نه کړي، که غواړئ بريالي شئ نو ځان پوه کړئ چې په کومه لاره کيږي، اکثره وختونه موږ برياليتوب او راحته ژوند غواړو خو هغه بيې پرې کولو ته تيار نه يو چې دې برياليتوب ته مو رسوي، په نړۍ کې هیڅ وړيا نه دي، هر څومره ژر چې څوک پر دې پوه شي همدومره ژر به يې ژوند آسانه شي.

person holding and testing test tube

ورسره په اداري توګه هم د ظرفيت بحث شته، اداره د يوه هدف لپاره رامنځ ته کيږي، که چيرې دا هدف ترې ورک وي يا سخت وي او هر ځل ترې سترګې پټوي نو بيا هم نه کيږي. دلته چارواکي په دوامداره توګه وايي چې زموږ هيواد لوړ ظرفيت لري، فقير نه دی، موقعيت مو ښه دی، کانونه لرو، او نورې ډيرې پړپړې يې زده دي، خو چې واقعيت ته يې راواړوی دا خبرې له څو لسيزو راهيسې روانې دي.

دلته تر اوسه چارواکي پدې پوه نه شو، چې که له معادنو سره زر هم راباسئ د هغې راويستل مهارت غواړي، داسې ډير هېوادونه شته چې د معادنو له کبله خپل منځيو جګړو ته تللي دي، او داسې هېوادونه هم شته چې معادنو يې د هېواد ولسونو ژوند راحته او متمدنه کړی دی.

ادارې په ښه نيت او سياسي وفاداريو نه چليږي، هوښيار نظامونه پوهيږي تر څو چې د ولس ژوند آرامه وي، هغه بيا دې پسې نه ګرځي چې حکومت څه ګلان کري او د چوکئ شاته څوک ناست دي، هر څوک چې د ادارې مشري ورسپارل کيږي بايد د هغې چوکۍ ظرفيت ولري، او که چيرې په فردي توګه دا ظرفيت ونه لري بايد پدې پوه شي چې خپلې نيمګړتياوې څرنګه د وړ او تکړه کاري ډلې په چوکاټ کې پټې کړي، خو که ټول بې ظرفيته تالي څټي وي، نو بیا اداره له ډيرو زياتو ننګونو سره مخ کوي.

لدې سره ملي اړخ هم مهم دی، د نن په زمانه کې چيرې چې هېوادونه د تکړه کاري ځواک او تجارانو راجذبولو لپاره بې شميره کړنلارې په لار اچوي، په ملي توګه په سياسي او دولتي چارواکو کې بايد دا ظرفيت وي چې نه يوازې خپل بلکې پردي هم راخپل کړي، نور هېوادونه پرديو ته هلته د اوسيدو امکانات او آسانتياوې برابروي، موږ خپلو تکړه اهلو خلکو پسې کوتکې راخيستی دی.

هېواد له افرادو، ادارو او نظامونو جوړ وي، په فردي توګه هر افغان مسؤل دی چې پوه شي څه کولای شي چې دا په خپل مسلک کې د نړۍ له بل مسلکي سره سيال کړي، ستاسې د نن زيار ستاسې د سبا بریاليتوب ټاکي، که نن زحمت نه باسئ نو ښايي د سبا د سختو او ننګونو د ګيلو حق ونه لرئ.

افراد ادارې ټاکي، تکړه او متعهده خلک ځوابده ادارې رامنځ ته کوي، ادارې بايد پوه شي چې څرنګه ماهره کاري ځواک رامنځ ته کړي، بيا دوی پريږدي چې خپل کار وکړي او اوړنده اسانتياوې ورته برابرې او د ناکامئ او برياليتوب په صورت کې يې ملاتړ کړي.

د هېوادونو وده په سياسي او ژمنو په ثبات کې ده، که چيرې د هېواد يو نظام نړيوالو پانګونو ته يو څه وايي او بيا په سبا يې بل نظام راځي او هغه لدې خلکو سره بل ډول سلوک او کړنلارې پر مخ بيايي، نو هغوی چې دلته يې پانګونه کړې ده، ښايي د تيښتې لار ونه لري خو نورو ته ويلای شي، چې دا هېواد به ډيرې زيرمې ولري، خو نظامونه او چارواکي د اوړي جامو په څير هره ورځ کړنلارې بدلوي ښه ده بل چيرې ولاړ شئ.

د هېواد د ودې ظرفيت تر ډيره د چارواکو تر ظرفيت پورې تړلی دی.

www.hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.