د روغتيا د نړيوال سازمان له کرونايي »سونامي« خبرداری ورکړ

614

د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) عمومي رئيس تدروس ادهانوم د کرونا د نوې بڼې اوميکرون له کبله د کرونا د نوو پيښو له »سونامي« څخه خبرداری ورکړ. د اومیکرون ډول کرونا په ټوله نړۍ کې په خپریدو ده.

د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) عمومي رئيس تدروس ادهانوم، د کرونا د اوميکرون بڼې په هکله ويلي: »زه په لوړه اندازه اندېښمن يم چي په چټکۍ سره سرايت کوونکې د اوميکرون بڼه به د سونامي په څیر زياتي د کرونا نوي پيښي رامنځته کړي، په داسي حال کي چي د ډېلټا بڼې گردش لا هم ادامه لري.«

د روغتيا د نړيوال سازمان د دغه مشر په وينا په داسي حال کي چي د کرونا پاندمي له کبله تر مخه لا د هيوادونو روغتيايي نظامونه او پرسونل تر داسو سختو فشارونو لاندې دی چې د سقوط په درشل کې ولاړ دي، د اوميکرون بڼه به دغه نظامونه د لا زياتو لويو ننگونو او فشارونو سره لاس او گرېوان کړي.

اوميکرون د برلاسيتوب په حال کې

د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د اروپا د څانگي مشرې، کاترين سمال وود، و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي انتظار کيږي چي اوميکرون بڼه به په اروپا کي په »لوړ شمير و روغتون ته د مريضا د رسېدنې« لامل سي. د هغې په وينا دا له دې کبله چي د کرونا د دغه بڼي ويروس له کبله د ناروغه سوو انسانانو شمير د دوو تر درو ورځو پورې دوه چنده کيږي. سمال وود زياته کړې ده چې و روغتونونو ته به ځکه زيات شمير ناروغان مجبور سي، ولې چې د نوو پيښو شمير د چټکۍ په حال کې په لوړېدو دی.

په عين حال کې په نړيواله توگه په يوه اونۍ کې د کرونا ويروس د نوو پيښو شمير ۶،۵ مليونو او په دې توگه د پانډمي له پېل راهيسي تر ټولو هسکې څوکې ته رسېدلی دی. د دسمبر مياشتې د ۲۲ او ۲۸ نېټې تر منځ په نړيواله توگه هره ورځ تر ۹۳۵ زرو څخه زیاتې د کرونا نوې پيښې ثبت سوي. دغه شمير د مخکینۍ اونۍ په پرتله ۳۷ سلنه زيات دی. دغه شمیرې د فرانس پرېس خبري آژانس د چارواکو په حواله خپاره کړي دي. اټکل کيږي چي په کرونا د مبتلا کېدو هغه پيښې چې نه دي ثبت سوي، هغه به لا زياتي وي.

په زياته په اروپا او د امريکا په متحده ايالاتو کې د کرونا د نوو پيښو شمير په چټکۍ سره مخ په زياتېدو دی. په دې ترڅ کي پر يو وخت له زياتو اروپايي هيوادونو څخه د تر ټولو جگو نوو ثبت سوو پيښو خبرونه ورکول سوي دي. د مثال په توگه په فرانسه کې په يوه ورځ ۲۰۸ زره نوي د کرونا پيښي ثبت سوي چې د پاندمي له پېل راهيسې دا تر ټولو لوی شمير دی. په بريتانيا کې بیا په يوه ورځ ۱۸۳ زره نوي د کرونا پيښې ثبت سوي چې دا هم په دغه هيواد کې په يوه ورځ د ثبت سوو پيښو تر ټولو لوړ شمير دی. په دغه هيواد کي په روغتونونو کې تر درملنې لاندې د کرونا ناروغانو شمير تر ۱۰ زرو جگ سوی دی.

د ۲۰۲۲ کال له پاره محتاطانه خوشبيني

د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د کرونا بحران تر ټولو لوړ پوړي انسجام کوونکي، مايک راين بيا اټکل کړی دی چې د کرونا پاندمي توند پړاو ښايي په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې پای ته ورسيږي. د هغه په وينا البته د کرونا ويروس به بيا هم په گردش کې پاته وي او له منځه به ښايي نه وي تللی.

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ادهانوم پر دې ټينگار کړی دی چي د ۲۰۲۲ کال تر نيمايي پورې په هر هيواد کې د ټول نفوس ۷۰ سلنه واکسين کول ډېر مهم کار دی. د هغه په وينا که په ياده اندازه انسانان د کرونا ضد واکسين سي، نو بيا ممکنه ده چې دغه پاندمي حد اقل د ناروغۍ د سختو جريانونو له پړاو څخه را ووځي. نوموړي پر ټولو هيوادونو ږغ وکړ چې خودغرضي دې نه کوي بلکې د واکسين د عادلانه ويش په ترڅ کې دې مرسته وکړي.

يوه اونۍ تر مخه لا د روغتیا د نړيوال سازمان له ۱۹۴ غړو هيوادونو څخه نيمايي يې داسې هيوادونه ول چې پکې حتی ۴۰ سلنه نفوس يې لا هم واکسين نه ؤ ترلاسه کړی. په دغو کې ۴۰ داسې هيوادونه سته چې حتی د نفوس لسمې برخې يې لا هم واکسين نه ؤ ترلاسه کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.