سیاسي لیکنې د ادبي لیکنو په شان نه دي چې تخیلي او هنري برخه یې درنه وي ، سیاسي لیکنې باید د عیني واقعیتونو، ثبوتونو او کله کله د سیاسي ریاضي او ساینسي تجربو پر دلایلو ولاړې وې. ډېر ځله باید د شخص هغه شخصي عملونه یا خصلتونه ، چې له سیاسي پېښو سره تړاو لري هم په ښه ډول تحلیل او وارزول شي . څوک حق نه لري چې د یو چا شخصي حریم ته ور داخل شي ، یو لیکوال حق لري چې د سیاسي شخص د ژوند هغه برخه و څېړي چې د ده له سیاسي چلند سره مستقیماً اړیکي لري ، که څوک د یو چا سیاسي شخصیت هم ارزوي حق لري ، خو اخلاقي پولې باید ړنګې نه کړي. خو اوس زموږ په ټولنه کې دوه طبقې خلک تر ټولو زیات دي: یو کرکټپوهان او بل سیاستپوهان . کله چې د کرکېټ لوبه بایلو ، نو بیا له یوې مخې کرکېټ ټیم ته کنځلې شروع شي، نیم ولس مو کرکېټپوهان او کرکېټشنونکي شي ، خبره دومره ترخه شي چې د کرکېټیانو شخصي حریم ته ور ننوزي او د هغوی ټولې بریاوې د سترګو په رپ کې تېرې او هېرې کړي. خو کله چې کرکېټ ټیم بریا تر لاسه کړي بیا نو دوی د خوشالۍ په څپو کې دومره ډوب شي چې د خپل ټیم څرګندې نیمګړتیاوې یې هم له یاده ووځي.
په سیاسي ډګر کې هم همدا حال دی، په افراطي بڼه د یو چا ستاینه او په معکوس ډول د یو چا غندنه، اوس زموږ د سیاسي لیکنو کلتور دی.هر څوک سیاستپوه او هر څوک سیاستوال دی. د دې ډول خلکو اکثرو لیکنو ته چې وګورې ، نو د املا او انشا معیار خو یې څه کړې چې د لیکوالۍ له ابتدایي اصولو هم خبر نه دي، خو مسله به یې ډېره غټه رانیولې وي. څرنګه چې سیاسي منطق یې کمزروی وي ، د دلایلو له فقر او معلوماتي خلا سره مخ وي ، نو یو دم کنځلو ته اړم شي، کنځلې نو دلته د اکثرو دې ډول لیکونکو د خبرو منځپانګه جوړوي.
په دې تېرو څو کلونو کې د دې ډول لیکنو او ویناوو کلتور عام شوی، چې یوه بېلګه یې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د جمهوریت په نامه او یا د هغه تر چتر لاندې د یو ایتلافي حکومت تر سقوط وروسته د ځینو کسانو تر منځ په مجازي نړۍ کې ترخې او تروې ناندرۍ دي . په تېره بیا په دې دوو ورځو کې د انګلستان له لوی درستیز سره د ډاکټر غني د مرکې ، یا په حقیقت کې د هغه د تفصیلي لیکنې په باب د دوو متضادوو خواوو افراطي څرګندونې . دې نظریاتو کې دومره افراط او تفریط لیدل کېږي چې له ورایه په کې د عقل په پرتله د سیاسي لامنطقۍ څپې څرګندېږي . حقیقت خو دا دی چې غني خو څه ملایکه نه ده چې هېڅ خطا او ګناه دې و نه لري ، که دی کومه فرښته وي ، نو بیا یې د دې فرضیې مطابق څه کول چې سیاست ته یې دانګل؟ له بل پلوه غني بیا دومره ګناه ګار هم نه دی چې په خپله ټاکل شوې ساحه ، سیاسي چاپېریال او د واک په زماني او مکاني محدوده کې یې دې وطن ته هېڅ هم نه وي کړي. زما په فکر غني او د هغه تر وزره لاندې کاري ټیم کې نیمګړتیاوې هم وې او تر یو حده یې بریاوې هم لرلې چې په دې لیکنه کې یې لنډه یادونه کېږي ، خو مخکې تر دې چې د غني د حکومت ښېګڼو او بدګڼو ته لاړ شو ، ښه به وي چې د ده د شخصیت پر بېلابېلو خواوو هم یو څرکنده نظر واچوو ، ځکه چې د ده د شخصیت دا اړخونه د ده د حکومت له کړیو کارونو سره تر یو حده مستقیم تړاو لري:
ډاکټر غني ، نږدې څلور لسیزې له خپل وطنه لرې پاتې شوی و، مېرمن یې هم بهرنۍ وه او اولادونه یې هم بهر کې زېږېدلي وو ؛ په واقعیت کې سل په سلو کې له دې وطنه پردي وو، ده خپله هم په دې موده کې ډېر افغاني خصوصیتونه بایلولي وو ، ان خپله ژبه یې هم ډېره کمزورې شوې وه ، په دې مانا چې کومه تېزه ، خوږه ، تېره او پسته ژبه چې د یو سیاستوال لپاره په کار ده ، هغه ژبه ده سره نه وه، د ده د لیک او وینا لومړۍ ژبه انګلیسي وه ، کله چې به یې په پښتو خبرې کولې ، نو انګلیسي مفاهیم به یې په ذهن کې په انلاین ډول پښتو ته رااړول ، په همدې خاطر یې هغه مفهوم پښتو کې نه شو افاده کولای چې ده غوښته مخاطب ته وړاندې کړي ، ځکه به یې د وجود د غړو ژبه ( باډي لنګوېچ) د وینا له ژبې سره واټن درلود، لاسونه به یې خوځېدل خو غږ به یې وروسته ورسره ملګری کېده ، د حرکاتو او غږ تر منځ یې لږ تر لږه یو دوه ثانیې واټن و، نورمال وګړي دومره واټن نه لري. غني عملي سیاست ته تر داخلېدو یوه اوږده فزیکي ناروغي زغملې وه ، دې ناروغي د ده اعصاب کمزوري کړي او اوسېله یې ورته ټيټ حد ته رسولې وه ، ان تر دې چې د عادي اجتماعي نزاکتونو او کلتوري اخلاقو د مراعتولو تاب یې نه درلود.غني د خپلې ټولنې له دودیز حوړښت سره کلتوري واټن هم پیدا کړی و، د افغاني ټولنې د سیاسي او مذهبي جوړښت او په تېره بیا د دې زمانې د سیاسیونو له ارواپوهنې سره پوره بلد نه و ، طبیعي متحدین او غوړه مالان یې سم نه پېژندل. پر ځان ډېره غره وه ، د ځان پر ستاینه نه مړېده ، د قدرت او شهرت هم ډېر شوقي و ، قومي او ملي شخصیتونو او هغو خلکو سره یې چندان جوړه نه وه چې څه ناڅه ولسي بېز یې او علمي منطق یې درلود او بیا د ده د ځینو نامعقولو خبرو د رد ځواک یې درلود ، رواني توازن یې هم یو څه کمزوری و، دویمې خبرې سره یې د اواز تون بدلېده ، پر مجازي نړۍ یې ډېره ډه ډه لګوله ، د ځمکنیو واقعیتونو په انډول یې هوایي دهلېزونو ته پاملرنه زیاته وه ، بې نسبه ، بې ریښې او غوړه مال خلک یې ډېر خوښېدل ، په تېره بیا داسې کسان چې دی ورته کنځلې وکړي او هغوی بیا بېرته په سرټیټۍ او خندا غبرګون وروښیي ، له یوې مخې یې نږدې ټول هغه کسان یو ځل یا څو ځله دګلي او کنځلي چې ده سره یې نږدې کار کاوه او ده ته نږدې کسان ګڼل کېدل ، هغوی ته ده سره کار کول او د خپل مقام ساتل ان د ناموسي کنځلو په بیه تمام شوي دي.ډاکټر غني اساساً یو ښه سیاستوال نه و ، خو یو ښه سیاستپوه ګڼل کېدی شي ، عیناً د پوهنتون د اقتصاد یو استاد چې د اقتصاد درس ورکوي ، خو خپل اقتصاد یې تر ټولو کمزوری وي.اشرف غني د یو سیاسي کادر په انډول یو ښه علمي کادر و ،پخوا یې هم د ډېر سخت سیاسي مزله تجربه نه وه څکلی ، نه یې د چا تندی مات کړی او نه یې خپل تندی ، چې دلته د دې ټولنې د سیاست یوه ځانګړنه وه ، په چا مات کړی دی ، ډېر عمر یې په کاري او علمي محیط کې تېر کړی دی. دا د ده د شخصیت نیمګړتیا نه ده ، خو زموږ د ټولنې له سیاسي چاپېریال څخه د لرېوالي په مانا ده. نورې نیمګړتیاوې به هم لري چې دلته یې یادول ضروري نه برېښي. خو له دې نیمګړتیاوو سره سره پوښتنه دا ده چې غني کې نو کوم کمال و چې دا نیمګړتیاوې یې وروپوښلې او تر خپلو سیالانو یې وړاندې کړ؟ اشرف غني د نړۍ په لومړۍ درجه تمدني حوزه کې را لوی شوی ، هلته یې عصري علوم زده کړي وو ، نړیوالو اقتصادي مراکزو کې یې کار کړی و ، د نړیوالو پر ژبه او نزاکت پوهېده ، علم ، پوهه او تجربه یې نوي (اپډېټ ) وو ، د متواتر کار اوسېله یې لرله ، د خبرو پر مهال یې د وخت نزاکت په پام کې نیوه ، نه یې مخاطب ته تر حده زیات وخت ورکاوه او نه یې ځان ته ، هېواد سره یې فردي مینه لرله ، د ابادۍ سخت مینوال و، د الفاظو په انډول یې د علم زېرمه زیاته وه ، ځینو وختونو کې یې سیاسي جرات هم لاره ، پر نړیوال سټېچ یې د خپل هېواد ښه استازولي کولی شوه ، د نړۍد مشرانو په غونډو کې د ګډون پر مهال پرې افغانانو ویاړ کولای شو ، د وطن له اقتصادي ښېرازۍ سره یې مینه وه او ګڼ شمېر نورې ښېګڼې چې ضرور نه ده ټولې په دې لیکنه کې راشي . همدا ښېګڼې وې چې د ده د شخصیت کمزورې برخې یې له عامه ذهنیت څخه تره یوه حده پټې کړې وې.
که غني هر څومره نیمګړتیاوې او ښېګڼې درلودلې ، حقیقت دا دی چې یو خاص حالت او چاپېریال د دې سبب شو چې ډاکتر غني واک ته ورسي . رښتیا خبره خو دا ده چې نه کرزی صیب او نه ډاکټر صیب غني د ولس د طبیعي بهیر له لارې واک ته رسېدلي دي ، امریکایانو د ط .ال . بانو نظام ختم کړ، له غربه یې خپل ملګري راوستل ، د ټاکنو لپاره یې نسبي شرایط برابر کړل ، یوه خوا د شمالټلوالې کاندیدان وو ، چې اقلیت محوره پالیسي یې لرله او بله خوا دوه واره کرزی او دوه ځلې غني نوماندان شول ، څرنګه چې کرزی او غني دواړه اکثریت پښتنو ته منسوب وو او فکر یې هم د ټلوالې د نوماندانو په انډول پراخ و ، نو ځکه دوی د ټاکنو ګټونکي شول ، ټاکنې که پاکې وای او که ناپاکې وروستۍ نتیجه یې همدا راوتله ، د اکثریت نړیوالو او د اکثریت هېوادوالو وروستۍ غوښتنه او دکار نتیجه همدا وه، که د کرزي او غني پر ځای بل هر پښتون کاندید هم پر همدې دریځ ولاړ وای ، د ټاکنو نتیجه به همداسې وای ، کېدی شي د دوی خپلو مهارتونو هم یو څه رول لرلی وي ، خو پښتانه د جبري مجبوریت پر داسې یوه کرښه ولاړ وو، چې له دې مجبوریته دې کاندیدانو د موقتي او تصنعي محبوبیت په توګه کار واخیست او بیا درباري غوړه مالانو دوی ته داسې تصور ورکړ چې ګنې دا ولس د زړه له کومې ورسره مینه لري . ډاکټر غني چې جمهور رییس یا ولسمشر شو ، نو ولس او یا یې واقعي استازي له واک او ارګه بهر پاتې شول او دی ارګ ته داخل شو ، کله چې دی له ولسه لرې شو او بیا چې د واک په پای کې پر ده سخته راغله ، نو دی له وطنه بهر شو او ولس په وطن کې پاتې شو.غني له ټولو مشکلاتو او نیمګړتیاوو سره سره نږدې اوه نیم کاله حکومت وکړ ، په دې بهیر کې د بل هر واکمن په شان ګڼې نیمګړتیاوې هم لري او ګڼې بریاوې هم ، چې دلته ورته په لنډیز سره اشاره کوو:
الف- نیمګړتیاوې:
۱-ایتلافي حکومت: تاریخي جبر ، بهرنی فشار، د ده او یا د ده د ټیم کمزوري ، هر څه چې وو،دا ټول دې سبب شول چې د ملي وحدت په نوم یو مزخرف ترکیب رامنځته شي او دا ترکیب بیا د دې لامل شي چې نورو ناخوالو ته لاره اواره کړي . زه ویاړ کوم چې ما پر همغه وخت د دې ترکیب مخالفت وکړ او له غني مې خپله لاره جلا کړه ، ما که څه هم تر ټولو غني ته زیات کمپاین کړی و، خو غني ته مې ویلي وو چې که ټاکنې مو وګټلې واحد او مستحکم حکومت جوړوو ، که مو بایلولې اپوزېشن ته ځو ، نه بل چا سره ایتلافي حکومت جوړوو او نه په ایتلافی حکومت کې ونډه اخلو ، ده دا ژمنه کړې وه خو بیا یې د ژمنې خلاف کار وکړ.
۲-له اساسي قانونه سرغړوای: په سوونو څه چې په زرګونو ځله اساسي قانون تر پښو لاندې شو او خپله جمهور رییس تر هر چا زیات تر پښو لاندې کړ.
۳- غوړه مالي : غوړه مالي د دربار د کلتور یوه اساسي برخه شوه ، هر باشخصیته افغان چې دا رزالت یې نه کاوه، د حکومت له اساسي مقامونو لرې ساتل کېده.
۴-فساد او مافیا: د دولت اکثره اقتصادي رګونه ډول ډول اقتصادي او سیاسي مافیاوو نیولي و او د ډېرو مثبتو پر مختیاوو مخه یې ډب کړې وه.
۵-جنګسالاران او لنډغر:د حکومت یوه غوښنه برخه له غلو ، لنډغرو او جنګسالارانو جوړه وه ، هم یې حکومت خوړ او هم یې د حکومت مخالفت کاوه، هېڅ ډول مسولیت یې نه مانه خو له صلاحیته یې خوند اخیسته.
۶- ټامیان او پرديپال: یو ډول مخلوق چې د ټامیانو په نامه یادېدل له غربه نازول شوي وو، دوی په حکومت کې پراخ اخلاقي فساد او له هېواده د پانګې فرار ته لاره اواره کړه او ګڼ شمېر وطني کادرونه یې له دندو لرې کړل.
۷-جګړه او ناامني: په قصدي ډول د سولې مخالفت کېده ،په پښتونمېشتو سیمو کې جګړه جاري ساتل کېدله او د مخالفینو په نامه پر حکومتي دندو د پښتنو کادرونو د ګومارنې مخه نیول کېدله.
۸-ملي پوځ: سره له دې چې په امنیتي سکتور کې یو څه سمون راغی ، خو د درېواړو امنیتي ارګانو اکثره مسولین د جمیعت او نظار شورا غړي وو، د وطن په انډول تنظیمي ګټو ته ډېر ژمن وو.
۹-اغزن تار: د پاکستان له خوا په ډېره بې شرمې پر ډیورند کرښه اغزن تار تېر شو ، خو حکومت یې نه په نړیواله او نه په کورنۍ کچه پر ضد کوم غبرګون وښود.
۱۰-کنځلماري: کنځالماري هم د غني د حکومت د اخلاقي کمزورۍ او پټې پالیسۍ یوه برخه وه ، په مجازي نړۍ کې به د دولت په امکاناتو هر باعزته افغان ته له نومپټو ادرسونو کنځلې کېدلې ، نن چې په مجازي نړۍ کې د کنځلو کوم کلتور دود دی دا تر ډېره بریده د غني د حکومت د عملونو زېږنده ده.
د دې تر څنګ د (( جندر او جوان سازۍ )) په نوم نور ګڼ شمېر مرضونه د دولت رګو ته ننوتل چې نه یې زموږ کلتور سره اړخ لګاوه ، نه د وخت تقاضا وه او نه د ټولنې لومړیتوبونه او همداسې نورې نیمګړتیاوې پسې حسابوه.
ب- بریاوې:
له دې ټولو ستونزوز او مشکلاتو سره سره ځینې پرمختګونه او بریاوې هم وې چې دلته ورته په لنډیز سره نغوته کوو:
۱-ابادي: د جګړې او ورانۍ تر څنګ ابادي هم روانه وه،چې داوبو او برېښنا بندونه او د ګڼ شمېر تاریخي ودانیو بیا جوړونه یې څرګند مثالونه دي.
۲-علمي مرکزونه: که څه هم د علمي کدرونو فرار تم نه شو ، خو په زرګونو دولتي او په سوونو خصوصي ښوونځیو خپل فعالت ته دوام ورکاوه، همدارنګه ګڼ شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونه هم فعال وو.
۳-اقتصادي وده: که څه هم جګړو اقتصادي وده کمزورې کړې وه ، خو له وروستي کاله پرته په نورو شپږو کلونو کې اقتصادي وده تر درې سلنې پورته وه، د اسعارو زېرمه له اته ملیاردو ډالرو څخه نهه نیم ملیاردو ډالرو ته پورته شوه.
۴-نړیواله پاملرنه : د غني په واکمنۍ کې که څه هم د تېرو کلونو په انډول اقتصادي مرستې کمې شوې ، خو بیا هم افغانستان له سیاسي انزوا سره نه و مخ شوی، نږدې سلو نړیوالو سازمانونو دلته کابل کې استازولۍ لرلې او افغانستان د نړۍ تر اقتصادي پوښښ لاندې و.
۵-ملي او تاریخ هویت: په تېرو اوو کلونو کې دې برخې ته ډېره توجه شوه ، د ازادۍ ورځې په شاندارو مراسمو جوړې شوې، د ملي بیرغ ورځ تسجیل شوه، د ملي هویت تذکرې ووېشل شوې او په ځوان نسل کې ملي روحیه پیاوړې شوه.
۶-د تدارکاتو مرکزي کول : سره له دې چې په تدارکاتو کې هم د فساد پوره شواهد شته، خو تر هغه حالته ښه شول چې پخوا وو، دلته تر یوه حده د هغو دولتي او نادولتي جنګسالارانو د فساد مخه ونیول شوه چې پخوا په دې کار کې را ټاله وو، ګڼ شمېر هغه شرکتونه تور لېست ته واچول شول چې په مافیایي کړیو پورې تړلي وو.
۷- رسنیزه او مدني ازادي: سره له دې چې ځینې رسنۍ د هېواد د ملي ګټو خلاف وې خو بیا هم رسنیزه او مدني ازادي دخپل وخت مهم ضرورت ګڼل کېږي او پر ارزښت یې هغه وخت سړی ښه پوهېږي چې دا ازادي محدوده شي. د دې ترڅنګ نورې بریاوې هم وې چې د ټولو یادول یې دلته شوني نه دي.
نتیجه: که دا ټولې خبرې سره راټولې کړه نو نتیجه او نچوړ یې دا راوزي چې که د غني په حکومت کې بریاوې تر نیمګړتیاوو زیاتې وای ، بیا خو نظام دوام پیدا کاوه ، له دې څخه ښکارې چې د نیمګړتیاوو تله درنه وه ؛ ځکه دا اوسنی حالت رامنځته شو.دا خبره هم مهمه ده چې وویل شي ؛ تېر شلکلن حکومت پر بهرنیو مرستو متکي وو ؛ د هغو له خوا جوړ شوی و، کله چې د هغوی مرستې پرې کمې یا بندې شوې ، نو ژر تر ژره ړنګ شو. د غني پر ځای که بل شخص هم وای ، له همداسې یو حالت سره به مخامخېده ، خو دلته یو مسولیت سیاسي مشرانو ته هم راجع کېږي او هغه دا چې که دوی خپله کورنۍ دنده په ښه ډول تر سره کړې وای او په شلو کلونو کې یې د نړیوالو په دې پرېمانه مالي مرستو د خپل هېواد استحکامات ټینګ کړي وای ، کېدی شي داسې یو حالت نه وای رامنځته شوی. اوس چې داسې وشول نو څه کول په کار دي؟؟
وړاندیز: د اشرف غني سیاسي فصل او باب نور ختم دی، څه یې چې له لاسه کېدل او څه یې چې وکړل هغه نور د تاریخ برخه دي، هېڅوک حق نه لري چې هغه ته سپوره او ترخه الفاظ وکاروي او یا د هغه د سپکاوۍ سبب شي او نه یې مینوال د دې حق لري چې د تېر په شان د هغه دومره افراطي ستاینه وکړي چې د هغه د مخالفینو تبر ته لاستی برابر کړي او بیا کنځلو ته اړم شي. بلکې هر څه دې خپل طبیعي مسیر ته پرېږدي. غني پرېږدئ چې تر دې وروسته د یو علمي ، متنفذ شخصیت او اقتصاد پوه په توګه دهېواد په راتلونکې زرغونتیا کې ونډه واخلي ، نه د یو سیاستوال په حیث.
زه وړاندیز کوم چې د هېواد د ملي ، ټولنیزو او علمي شخصیتونو یوه جرګه دې جوړه شي ، نويو واکمنو سره دې خبرې وشي.هېڅ لوری دې پر بل باندې کوم قید او شرط نه ږدي ، غني دې د همدې جرګې له خوا په عزت سره بېرته خپل وطن ته راستون شي. نوي واکمن باید د هغه د ژوند تضمین ورکړي او غني باید په سیاسي چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه وکړي . غني دې له خپلې پخوانۍ ژمنې سره سم په خپل لګښت او یا هم د نادولتي مرستو په واسطه په لوګر کې له وړکتونه نیولې تر پوهنتونه یو لوی علمي کمپلکس جوړ کړي او په تېرو شلوکلونو کې دې د جګړې د ټولو غاړو د قربانیانو اولادونه په دې پوهنتون کې وروزي.زه خو فکر کوم چې غني به د سیاسي ډګر په انډول په علمي ډګر کې ډېر بریالی وي. که بیا نویو چارواکو ترې په سیاسي او اقتصادي چارو کې مشوره غوښتله ور دې کړي ، خو فعال سیاست به یې تیرو تجربو ته په کتو نه ډېر ګټور وي او نه ډېر ممکن. نو ښه لاره همدا ده چې خپل وطن ته ژر تژره راشي ځان ، وطن او خپل مینوال د تېښتې او فرار له دې تاریخي پېغوره خلاص کړي.خپل وطن ګل وطن دی ، یوازې پاچاهي ته یې سړی نه راځي ، غم او خدمت ته هم سړی راځي، خدمت هم یو د سیاست او قدرت له لارې شونی نه دی ، له علمي ډګره هم تر سره کېدی شي .که زه د غني پر ځای وای ، نو همدلته مې همدې ولس ته پوهنتون جوړاوه او ځان ته مې خپل قبر هم برابراوه، وايي چې خپل وطن کې چې د سړي ځنکندن وي ، نو روح یې په ارامه وزي. د مساپرۍ مرګ سخت وي.
جانانه خپل وطن ته راشه!
پردی وطن د مېړو قدر کموینه
Comments are closed.