د امن کورونو ښځې: خپلوان مو نه ساتي، که دا ځای هم بند شي چیرته به ځو

688

فاطمه چې اوس ۲۲ کلنه ده په ۷ کلنۍ کې یو داسې زوړ سړي ته چې د هغې د نيکه په څير وو، واده شوه. هغې په خپل ژوند کې د جنسي تيري، وهلو ډبولو او سختې لوږې په څير تاوتريخوالي زغملي، آن تر دې چې تصمیم يې ونيوه ځان وژنه وکړي.

فاطمه په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکي بهيږي د خپل د هغه وخت د وهلو ډبولو ترخې خاطرې یادوي چې ایله د لسو کلونو وه. فاطمه وايي يو ځلې پر يوه دیوال پورې ووهل شوم او زیاتوي: «په دېوال کې مې سر پر يو ميخ ولګيد… نژدې مړه شوې وم.»

فاطمه چې اوس ۲۲ کلنه ده، په افغانستان کې د تاوتريخوالو سره د مخ شوو ښځو له پاره یوه سرپناه یا د امن په کور کې اوسيږي. دغه سرپناوې اوس د طالبانو په حاکمیت کې هم خلاصې دي. اما فاطمه هره شيبه د دې وېره لري چې کیدای شي د اوسیدو دغه ځای هم یوه ورځ له لاسه ورکړي.

د تاوتریخوالو سره د مخ شوو ښځو له پاره يو څو کورنه د ښځو د حقونې مخکې افغان فعالې محبوبه سراج له خو پر مخ وړل کيږي. خو هغه په دغو کورنو کې د میشتو ښځو د راتلونکې په اړه انديښمنه ده چې داسې ځای نشته چې هغوی ورشي.

که چیرته دا ډول کورونه وتړل شي، د فاطمې له پاره بل داسې ځای نشته چې ورشي. هغې له خپلې کورنۍ سره راشه درشه له لاسه ورکړې، ځکه خپلوانو يې غوښتل فاطمه د دې له پاره چې د هغوی نوم يې بد کړی، ووژني.

د فاطمې غم په افغانستان کې د ميليونو کسانو سره شريک دی، هغه هيواد چې ښځې په کې د لسیزو راهیسې له خپلو حقونو څخه هم محرومې دي. لامل يې پلار یا نارينه واکي، فقر، د تعلیم کموالي او نور ناوړه دودونه ښودل کيږی.

«۸۷ سلنه افغان میرمنې د تاوتریخوالو تجربې لري»

Afghanistan Taliban Suhail Shaheen, Sprecher der afghanischen Talibanپه دوحه کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وايي که افغان میرمنې تاوتریخوالو سره مخ کیږی کولای شي محکمې ته عارضې شي

د ملګرو ملتونو سازمان په حواله، د افغانستان ۸۷ سلنه میرمنې له ډلې ځينې د فزيکي، ځينې د جنسي زورونو او يا هم د رواني تاوتريخوالو تجربې لري. اما د دومره ډيرو ستونزو په موجودیت کې افغانستان چې ۳۸ میلیونه نفوس لري د طالبانو تر واکمنيدو د مخه يې يوازې ۲۴ د امن کورونه درلودل.

د دغو امن کورونو تقریباً ټول مالي تمويل د نړيوالې ټولنې له خوا کیده. له بل لوري ډيری ځايي خلک بیا دغو کورونو ته په ښه سترګه نه ګوري.

ځینو غیردولتي سازمانونو چې دغه هستوګنځایونه یې اداره کول، د طالبانو له راتلو د مخه يې خپل کارونه چټک کړل. هغه دا چې د وضعیت په خرابیدو سره يې ښځې له ناامنو ولایتونو لویو ښارونو ته انتقال کړې.

د دا ډول یوه سازمان مشرې يې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو مخکې له هغو کورونو د ښځو راوښکل پيل کړل چې په بې ثباته ولایتونو کې ول. هغې زیاته کړه چې د دغو ښځو څخه ځېنې یې بیرته د هغوی خپلو خپلوانو ته وسپارل شوې په دې هیله چې ګوندې هغوی به ېې د غچ اخستونکو خپلوانو څخه ساتي او پاتې نورې يې د لويو ښارونو مرکزونو ته ولیږدول شوې.

لويو ښارونو ته د ښځو انتقال

د سازمان مشره چې نغواړي خپل او د سازمان نوم يې خپور شي وايي چې د کابل تر سقوط مخکې کله چې د طالبانو حملو زور واخیست او وضعیت مخ په خرابیدو شو، شاوخوا سل ښځې کابل ته انتقال شوې. د دې له پاره چې د طالبانو په واکمنۍ کې دغه سازمان څنګه فعالیت وکړي دغه میرمن وايي: «موږ باید له سره کار پيل کړو.»

رپوټ زیاتوي چې طالبان په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کوي چې قرآن د ښځو حقوق او د هغوی محافظت تامينوی، خو په عمل کې بیا دوی متفاوت دي او ورو ورو ښځې له ټولنيز ژوند څخه حذفوي. په حاضر وخت کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نجوني یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځيو ته د تلو اجازه لري او د ګوتو په شمیر ښځو پرته، پاتې نورې مامورانې په کور کينول شوي دي.

Afghanistan Kabuk | Kamerafrau bei Zan TVقدرت ته د طالبانو تر رسیدلو مخکې افغان میرمنې په مختلفو ډګرونو کې فعالیت درلود، اما اوس اکثریت په کور کينول شوي دي

په وروستیو کې طالبانو د ښځو په اړه يوه نوې سپارښتنه اعلان کړه چې له مخې يې ښځې باید له نارينه محرم پرته اوږد سفر ونه کړي.

د طالبانو مشر، ملا هبت الله آخوندزاده تیره میاشت، د ښځو د حقونو په اړه يو فرمان صادر کړې چې په هغه کې اجباري ودونه ممنوع شوي دي. د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د عفوې نړیوال سازمان ته ويلي دي، هغه ښځې چې له تاوتریخوالو سره مخ کیږي کولی شي محکمې ته عارضې شي.

د امن کورونو ناڅرګند برخلیک

طالبان ظاهرا د امن کورونو په اړه بیخي بې تفاوته هم نه دي پاتې شوي، خو هغوی د راتلونکي برخليک په اړه يې تر اوسه رسماً کومه اعلامیه نه ده خپره کړي.

په هغه کور کې چې فاطمه ژوند کوي، ټول ټال په کې شل ښځې اوسیږي. د کور د کارکوونکو په حواله، طالب چارواکي او جنګیالي تر اوسه څو ځله دغه کور ته ورغلي دي.

يوه کارکونکي په دې اړه وويل: «هغوی داخل ته راغلل، کوټې يې وکتلې، وې ليدل چې هيڅ نارينه په کې نشته.» یوه بل کارکونکي بیا وویل: «هغوی وويل چې دا ځای د ښځو له پاره خوندي نه دی، د هغوی [ښځو] ځای کور دی.»

د ورته داستانونو لرونکې ښځې  

دا چې تر اوسه دغه کور نه دی تړل شوی، یوې ښځې ته يې هیله مندي وربښلې ده. د دغه کور لومړني کارکونکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا له هغه څه ډیر ښه دی کوم چې موږ ېې تمه درلوده.»

په دغه کور کې یوه بله ښځه ذکیه وايي چې هغه د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت ته وروسته له هغې عارضه شوه چې د يوه خپلوان له خوا ورته د مرګ ګواښ شوی وو. طالبانو د ښځو وزارت اوس لغوه کړی دی.

Afghanistan | Afghanische Aktivistinnen protestieren gegen Taliban-Beschränkungen in Kabulطالبانو پر افغانستان تر واکمنیدو وروسته د ښځو د چارو وزارت پر ځای د دعوت او ارشاد امر بالمعروف وزارت فعال کړ

۱۷ کلنه مینا او خور ېې هم ورته داستان لري. هغه ۷ کاله مخکې د خپل یو بد ژبي تره څخه اړ شوه چې وتښتي. هغې یاد آژانس ته وويل چې «وزارت زه درواغو ویلو باندې تورنه کړم.»

د امن کورونو د کارکونکو ګواښل

یوازې د امن په کورونو کې میشتې ښځې نه دي چې د خپل ژوند او راتلونکې په خطر کې احساسوي، بلکې د بښنې نړیوال سازمان په خبره، د دغو کورونو کارکونکي هم د «مرګ او تاوتریخوالو له خطر سره مخ دي.»

یو شمیر دغو کارکونکو ویلي دي چې پر ټيلفون باندې د داسې کسانو له خوا چې ادعا کوي طالبان دي، ګواښل شوي دي. دوی وايي دغو کسانو ورته ويلي دي چې د هغو کورونو په لټه کې دي چې له کوره تښتيدلې ښځې په کې اوسیږي.

«خپل پلار مې وویل پروا دې نه کوم»

په دغو کورونو کې میشتې ښځې که څه هم د اوس له پاره خوښې دي چې لږ تر لږه د اوسیدو ځای لري خو د راتلونکې په اړه انديښمنې دي، که چیرته دغه کورونه وتړل شي نو چیرته به ځي.څرنګه چې فاطمه وايي خپلو خپلوانو سره يې رابطه قطع ده، ذکيه هم وايي چې کورنۍ او خپلوان يې هغه نه ساتي.

ذکیه لږ تر لږه د اوس له پاره د اوسیدو ځای لري، خو معلومه نه ده چې دا به تر کله وي. هغه وايي: «زما خپل پلار راته وویل چې زه دې پروا نه کوم.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.