د یو ښه اصولي تدریس په هکله

سید عبیدالله نادر

1,162

د ټوپک پرځای بچیانو ته قلم او کتاب په لاس کې ورکړئ ، دوی د جګړې او شخړو پرځای د علم او معرفت خواته وهڅوئ ، ځکه مونږ د دوی د روښانتیا مسوول یاستو ، د دوی د بیدارولو او جرأت ورکولو حق پر مونږ دی ، مونږ باید خپلي تجربی دوی سره شریکې کړو ،چې په راتلونکي کې دوی ته د لارې څراغ وګرځي ،چې دوی زمونږ او خپلو تجربو په رڼا کې ،د یو روښانه راتلونکی په لور درانه او استواره قدمونه کیږدي ، باید د جنګ او جګړې نه په انتباه کې دوی ته لنډې کیسی ، وجیزې ، ادبی ، تعلیمی ، تربیوی ، او یا هغه مطالب هم چې د اَمن او سولي پیغام په کې نغښتی وي ،او دا مطالب باید تل تعلیمی ، تربیوی ،اصلاحی، اخلاقی ،انتباهی ، او د علم او معرفت د پاره د هڅونې بڼه ولري ، په کار ده چې د داسو مطالبو سره د دوی ذهنونه آشنا کړو ،او د داسي مطالبو څخه په تدریسی مطالبو کې ډه ډه وکړو لکه (با با ټوپک لري ، ما ما ټو پک راوړ،دا دا ټوپک په اوږه راغی،ما ما په ټوپک جهاد کوي ) داسي متنونو څخه چې دوی د جنګ او بربادۍ خواته هڅوی ډه ډه وکړو ، دوی ته باید د ښه تعلیم او تربیی تر څنګه د زړور تیا جرأت او اوسیلی درس ورکړو ، ځکه زمونږ ننې لویه بدبختي د تعلیم او تربیی ضعف دی ، او د یو نا سالمی تربیی زیږنده ده یانې د تعلیم او تربیی بڼه  زمونږ په هیواد کې ډیر ضعیفه ده ،په کار ده چې ، د تعلیم او تربیی سیستم په عصری علومو بدل کړو ،په دې لاره کې مونږ مجربو او فدا کاره استادانو ته هم ضرورت لرو .

چې شپه او ورځي د نه ستړی کیدونکو کوششونو تر څنګه په زده کونکو هر اړخیزه مهربانی ولري ،چې د ښه مطالبو د پیدا کولو سره چې په اصول تدریس کې موجود دي، نور مطالب هم چې د روښانتابه بڼه په کې وي پیدا کړي، چې د زده کونکو زړونه او ذهنونه پری روښانه کړي ،یانی مطالب هغه مطالب واوسي چې د وخت او زمان ورته اړتیا ده ،چې هغه مطالب علمی ، تربیوی ، اخلاقی ، اصلاحی ، انتباهی تصوفی ، فلسفی ، او د علم او معرفت په هڅونه کې اوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.