افغانستان: واورو او بارانونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

591

د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې واورو او بارانو ځاني او مالي زیانونه اړولي. د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ځینو ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی وو. په دې منځ کې ځيني تړل شوې لارې بيرته پرانيستل شوي دي.

 

د ورښتونو له کبله په تېره یوه اونۍ کې شا او خوا لسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او سلګونه کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي. په بدخشان ولايت کې اووه کسانو او په نیمروز ولایت کې بيا دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د ټول ګټو وزارت وایي، دوی خپلو اړوندو سېمه ایزو ادارو ته امر کړی چې په ولایتونو کې غځېدلي لارې د قراردادي شرکتونو په مرسته د ترافیکو پر مخ خلاصې کړي. د طالبانو د ټول ګټو وزارت ویاند حمید الله مصباح دویچه وله ته وویل: «د ټولګټو وزارت ټولو ریاستونو ته امر کړی دی چې د واورې او سېلابونو له امله بندې شوې لارې او کوتلونه د ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو سره په همغږي ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ خلاصې کړي.»

د لارو تړل کیدل

د طالبانو د ټول ګټو او طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو د معلوماتو له مخې په ۲۲ ولایتونو کې ورښتونه شوي چې ځینو کې لاهم د وارې او باران ورښت دوام لري.  دوی وایي، ځینې لارې یې  د موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصې کړي دي. د دغه وزارتونو په حواله په د بامیانو ولایت د حاجي ګک، دشت دېواني، بازار سیاه، پنجاب، اوتقول، کرمان، ورس، قوناق کوتلونه او لویې لارې د تګ او راتګ لپاره بندې دي چې د خلاصون لپاره یې د ټول ګټو وزارت له خوا کار دوام لري.

همدا راز زیاته شوې چې په دایکندي ولایت کې د واورې ورښت دوام لري او د تمزان کوتل لاره خلاصه شوې خوځینې نورې لارې یې لا هم د ترافیکو پر مخ بندې دي چې د پاکولو او پرانیستلو کار یې روان دی.

Mazar-e Scharif Afghanistan Hochwasser Überschwemmungپه ځینو سيمو کې سېلابونو کورونه ويجاړ کړي دي

همدا راز زیاته شوې چې د غور ـ هرات لاره بيرته پرانیستل شوې.  په بدخشان ولایت کې هم د واورې ورښت دوام لري او د کوهستان، راغستان او ارغنجخوا والسوالیو لارې بندې دي.

ويل شوي چې د سالنګ لویه لاره د موټرو پر مخ خلاصه ده او موټر کولای شي د ځنځیر او چاین په تړلو سره تګ او راتګ وکړي. د دغه وزارتونو په حواله په شمالي سالنګ کې د واورې کچه ۱۲۰ او په جنوبي سالنګ کې بیا ۱۶۵ سانتې مټره ښودل شوې ده.

په کابل، تخار، غزني، میدان وردک ، سرپل، پکتیکا، زابل ، کندهار، لوګر، پکتیا، کندوز، بادغیس، اروزګان، نېمروز او نورستان ولایتونو کې ورښتونه دوام لري او ځینو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.»

له زیانمنو کورنيو سره مرسته

په دغو ولایتونو کې له ځینو زيامنو کورنيو سره د نړیوالو موسسو له خوا د څو ورځو خوراکي او غیر خوراکي مرسته شوي دي. خو يادې کورنۍ وايي چې دا مرستې ورته بسنه نه کوي او طالبانو هم تر اوسه دوی سره مرسته کړې نه ده.

د کندهار ولایت یو تن اوسېدونکی چې د سېلابونو له کبله ورته مالي زیان اوښتی وایې: «د نړیوالو موسسو له خوا بېړني مرستې وشوې خو د طالبانو اړوندې ادارې تراوسه دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي مرسته کړې نه ده. زما کورنۍ له کورنۍ سره شوې مرستې يوازې د څو ورځو لپاره بسنه کوي ښايي له ډېرو ستونزو سره مخ شو.»

خو د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت د بېړنیو عملیاتو مرکز رئیس احمد خان ناصر له دویچه وله سره په خبر کې وویل: «د اولیه مرستو په اړه باید ووایم چې زیامن خلک ورته جدي اړتیا لري. په زیاتره ولایتونو کې موږ خوراکي او غير خوراکي منابع انتقال کړي دي او د ولایتې کمېټې له خوا ځینو سره مرستې هم شوي او ځینې نور هم په پلان کې دي.»

د اورښتونو له کبله تر اوسه پورې نږدې لس تنو ته مرګژوبله اوښتې ده او سلګونه کورنۍ د سیلابونو او واورې ښوېدنې له کبله له خپلو مینو بیځایه شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.