د ملا او پښو دردونه، تداوي او حل لارې

ډاکټر خپلواک

1,344

دلته د دوه ناروغيو څخه بحث کوم يوه د ملاتير ياستون فقرات دوهم د پښي عصبي رګ څخه

د ملاتير يا ستون فقرات:

 په ملا تير يا ستون فقرات کي پنځه داني مهري دي چه دلومبر ورتيبرا lumber vertebra په نامه سره ياديږى  هر دو مهرو ترمنځ يو يو ديسک شتون لري چي د اديسک د نرم نسجو څخه جوړ شوى چي د دو مهرو ترمنځ دبالښت وظيفه اجراکوى .

ددى ديسک شاوخوا ديوى مقاومت لرونکى ارتجاعى پردى په واسطه پوښل شوى دى چي ديسک دپارچه کيدو مخه يي نيولى ده  .

دا ډيسک  ډير مقاومت لرونکى دى چي د وجود دنيمه لوړه خوا ټوله فشار پر همدى ديسک باندي وارد کيږي  د ډيسک   وظيفه داده  چي ستون فقرات ته د ازادحرکت  اجازه ورکوي او د دو مهرو يو دبله سره دټکر مخه نيسى.

خو کله چه انسان چاغ وي يا وزن يي زيات وي يا داچه دروند وزن پورته کړي او يا هم غير منظم حرکت وکړي  پر نوموړي ډيسک زيا ت فشار راځي دفشار په نتجه کي د ډيسک داخلي مواد داباندي وځي
څنګه چي دايسک د ارام مغز سره نژدي موقيعت لري پر ارام مغز او د عصبي رشتو پر ريښو باندي  چي د ارام مغز څخه جلاکيږي فشار وارد کوي دفشا په نتجه عصبي رشتي تاواني کيږي  په ملا يا ستون فقرات او په پښو کي د درد سبب ګرځي دی

دي ناروغي ته په لاتين  lumbar disc herniation وايي  په پښو کي د بي حسي   درد او بي حرکتي سبب ګرځي .

په کوم انسانانو کي زيات ليدل کيږي؟

*  چي سن او سال يي 30او 50 کالو ترمنځ وي
*  په حامله ښځوکي
*   په چاغ انسانانوکي
*   زيا سګريټ استعمال کونکي انسانانوکي
*   فزيکي دروند وزن پورته کونکي انسانانوکي

تداوي :

 *   استراحت : کله چي درد پيداشي بايد څو ورځو لپاره دبستر استراحت وکړي

*   په دوا باندي تداوي:  لکه درد دواګاني او دعضلو نرمولو دواګاني

* فزيکي تمرين او سپورټ دهدايت مطا بق

*  څلورمه مرحله جراحي ده: جراحي هغه وخت پلان کيږي چي په استراحت ,دواګانو او فزيکي تمرين يي تداوي ونسي بيا جراحي په پلان کي نيول کيږي.

خو جراحي يي لږتجربه کاره سړي غواړي ځکه عمليات يي لږ خطري دي چی ناکام جراحي يي وسي د دواړو پښو دفلج خطر ورسره سته  .

پښي د اوږد رګ ناروغي : (sciatic nerve)

د ټولي  پښي په اوږدو کي يوه عصبي رشته  موقيعت لري چي په لاتين ورته سياتيک sciatic nerve او د خلګو په ساده اصطلاح ورته د زنګون رګ يا کله کله غوايي رګ هم ورته وايي خو په اصل کي خپله دا يوه غټه عصبي رشته ده.

دا غټه عصبي رشته دخاصره لګن څخه شروع کيږي دپښو دشا په برخه کي او د زنګون په اوږدو ادامه لري د پښو دتلي ياد پندي  تر برخي پوري رسيږي .

ددي عصبي رشتي درد سياتيک درد په نامه هم ياديږي .

چي عموما  ددي عصبي رشتي ناروغان خپل شکايت داسي بيانوي ((دملا څخه مي درد شروع شي دا درد بيا دزنګون په اوږدو د پښي دشاپه برخه کي تر تلي  پوري ادامه لري)) .دداسي يوجملي افاده کول دهمدغه سياتيک يا د زنګون دعصبي رشتي څخه بحث کوي .

لاملونه يي:

* په ستون فقرات کي دعصبي رشتو د تاواني کيدو څخه کيداشي
* دشکري ناروغي څخه کيداسي
* دارام مغز دالتهاب څخه کيداسي
* په خاصره لګن کي د هډوکو دخراپ کيدوڅخه کيداشي
*  په ورون يا کوناټي کي دغلطي بيچکاري دلګيدو څخه کيداسي
* دبي نظمه حرکت څخه کيداشي

نښي نښانې:

*  دزنګون شخ والي او درد
*  په زنګون کي بي حسي
* دملا څخه تر تلي پوري درد
* په ناسته کي,په ولاړه کي ,په حرکت کي دزنګون درد
* دکار کولو په وخت کي چي کار اوږد وخت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.