ذهني فشار د هډوکو د کمزورۍ لامل هم کیږي

ډاکټر خپلواک

773

 عامه ناروغي ګرځېدلې ده، چې د نړۍ هر دریم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.

په انسان کې یوه ناروغي هغه مهال زور اخلي کله چې ناروغ له ذهني فشار سره مخ شي او په وړو خبرو اندیښنې کوي، دداسې کسانو لپاره بد خبر دادی چې دوی د هډوکو کمزورۍ سره مخ کیږي.

د یوې تازه ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په پرلپسې ډول په ذهني فشار او اندیښمن اخته کسان په بدن کې د ویټامن ډي کچه کموي چې له کبله یې هډوکي کمزوري کیږي.

پوهان وایي چې میرمنې د نارینوو په پرتله زیاتې د ذهني فشار ښکار وي، همدغه لامل دی چې د میرمنو هډوکي هم د نارینوو په پرتله کمزورې وي، د څیړنې سره سم ویل شوي چې دغسې کسانو کې د هډوکو ماتېدلو ګواښ درې چنده زیات وي.

څيړونکي زیاتوي، هغه کسان کوم چې د اوږدې مودې لپاره د ذهني فشار ښکار وي په بدن کې د بېلا بېلو مادو توازن خرابوي، چې اغیز یې پر بندونو او هډوکو کیږي.

له دې وړاندې هم ځینو څیړنو ثابته کړې چې ذهني فشار، د ستړیا احساس او یوازې والی په هډوکو کې بېلا بېل منرالونو کچه ټيټوي چې ددوی د ژوند په فعالیت اغیز کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.