د کار نړیوال سازمان: نیم میلیون افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي

533

د کار نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره، څه باندې نیم میلیون افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. دغه سازمان اندېښنه ښکاره کړې ده چې د له کار نشتوالی سره به د کارګرو ماشومانو شمېر ډير شي.

د کار نړیوال سازمان (ILO) په خپل رپوټ کې وايي چې د بې کارۍ بحران د افغانستان اقتصاد او د کار بازار سخت ځپلی دی. په افغانستان کې د بې کارۍ موجود بحران، تر ټولو ډېر ښځینه کارکوونکې چې اوس په کور کې کښېنول شوي او د حکومتي او غیرحکومتي ادراو، شرکتونو او سازمانونو کارکوونکي چې اوس بې کاره او یا یې معاشات نه دي ترلاسه کړي، له شدیدو ستونزو سره مخ کړي دي.

ډېر شرکتونه پر خپلو پښو د دريدلو او له ورشکستګۍ څخه د ژغورني په خاطر تر سخت فشار لاندي دي او له بلې خوا هره ورځ په زرونو افغانان له خپله هیواد څخه د وتلو په حال کې دي.

د کار نړیوال سازمان چې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګه ده، د ټولو انسانانو له پاره د کاري معیارونو د لوړولو او مناسبو کارونو وړاندې کولو له پاره کار کوي. دغه سازمان وايي چې تر راتلونکي جون میاشتې به په افغانستان د خرابو کاري شرایطو په دلیل په ډېر احتمال د ۷۰۰ زرو او ۹۰۰ زرو تر منځ کسان خپل کارونه له لاسه ورکړي.

Türkei | Afghanische Flüchtlinge in der Provinz Vanد بيکارۍ او بد اقتصادي وضعت له کبله هره ورځ په زرونو افغانان له خپله هیواد څخه بهر وځي

په افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي بحران په اګست مياشتې کې د طالبانو په واکمنیدو او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره رامنځته شوی. لاملونه يې ډیر دي چې د هغې له ډلې يو هم افغانستان ته د نغدو پيسو کمښت دی. د لسیزو دوامداره جګړه، وچکالي او د کرونا وبا هم د بې کارۍ او اقتصادي بحران له لاملونو څخه دي. پر دې سربیره واشنګتن د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د افغانستان د شاوخوا ۹ میليارده ډالرو په ارزښت شتمني بنده کړې ده.

په عین وخت کې نړیوالې ټولنې هم د طالبانو په واکمنیدو سره خپلې مرستې تر ډېره درولي او تمایل نه لري چې له طالبانو سره د هغوی د تیري شل کلني سابقې په خاطر کار وکړي.

په افغانستان کې د کار د نړیوال سازمان یو ارشد همغږی کوونکی، رحیم بهزاد په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې «په افغانستان کې وضعیت ډېر خطرناک دی چې د ثبات او بیرته رغولو له پاره يې عاجلو مرستو ته اړتیا ده.»

Logo ILO International Labor Organizationد کار نړیوال سازمان (ILO) انديښنه ښکاره کړې ده چې د له کار نشتوالی سره به د کارګرو ماشومانو شمېر ډير شي

د اسوشتید پریس په حواله، په ۲۰۲۰م کال کې له هرو پنځو افغان مېرمنو څخه یوې يې کار ته لاسرسی درولود، خو اوس په ځينو سیمو کې ښځې له کار کولو څخه منع شوي دي. د نجونو له پاره د زده کړو شرایط هم محدود شوي، خو طالبانو په وروستيو کې هیله مندي ښودلې ده چې د مارچ مياشتي په پای کې به وشي کړای چې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې ۸.۷ میلیونه خلک له لوږۍ سره مخ دي. له نړيوالې ټولنې څخه د کار نړیوال سازمان غوښتنه د افغانانو د ملاتړ له پاره تر ټولو تازه غوښتنه ده. تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش د افغانستان له پاره د ۵ ميليارده ډالرو بشري مرستې غوښتنه وکړه.

خو له دې ټولو سره سره، په ځینو برخو؛ لکه: هوايي ډګر، ګمرک، عامې روغتیا او معارف په څير ادارو کې اوس هم افغان ښځې خپلو دندو ته ځي.

Afghanistan | Afghanische Aktivistinnen protestieren gegen Taliban-Beschränkungen in Kabulپه کابل کې افغان میرمنې د لاریون پر مهال دوی له طالبانو خپل حقونه غواړي

د تیرو دوو لسیزو په جریان کې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې حضور درولود افغان ښځو په سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه درولودل، په داسې حال کې چې تر هغه دمخه د طالبانو په لومړنۍ دوره کې ښځې په حاشیه کې وې.

د کار نړیوال سازمان اندېښنه ښکاره کړې چې په افغانستان کې د کار کمښت به د دې سبب شي چې د کارګرو ماشومانو شمیر لاپسې لوړ شي. د افغانستان څه باندې يو ميلیون ماشومان د ۵ او ۱۷ کلونو تر منځ عمرونه لري. دا په داسې حال کې ده چې ډېر ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري. په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د يوې تر سره شوې سروې مطابق، د ۱۰ افغان ماشومانو څخه یوازې ۴ يې ښوونځيو ته ځي.

د کار نړیوال سازمان په رپوټ کې ويل شوي دي چې د ملګرو ملتونو موسسات له افغان شرکتونو او تجارتي اتحاديو سره کار کوي تر څو د افغانستان له پاره اړينې مرستې او خدمات چمتو کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.