اورمړي؛ یوه هېره شوې ژبه(۴) برخه

څېړونکی: ارباز خان ساپی

948

د اورمړۍ ژبې ژبني جوړښت ته لنډ او ځغلنده کتنه:

د اوازونو برخه:

 د اورمړي ژبې د لوګر او کاڼيګرم د لهجو ترمنځ ډېر ورته والی او بېلتون تر سترګو کېږي. په لوګر کې اورمړي ژبه د فارسي ژبې تر ډېرې او د پښتو تر کمې اغېزې لاندې ده او کاڼیګرم کې اورمړي ژبه بیا د پښتو تر مستقیمې اغېز لاندې ده او هلته پرې د فارسي ژبې هېڅ اغېز نه ښکاري؛ ځکه چې هلته مسلطه ژبه پښتو ده او فارسي ژبه هېڅ ويونکي نه لري.

“برګستا” ګرامر، چې په کاڼيګرمي اورمړي بنا دی، نو هلته یوځای لیکوال لیکي، چې ددې ژبې د تورو تلفظ په اوسنۍ پښتو سره ادا کېږي.

د واولونو د تعداد په برخه کې د لوګر او کاڼیګرم په لهجو کې توپیر موجود دی. ایفیموف په خپل کتاب ” The Ormuri Language in Past and Present” کې د اورمړي ژبې واولونه شپږ ښودلي چې زورکی پکې نشته؛ بل خوا بیا مارګنستېرن د خپل کتاب ” Indo-Iranian frontier languages” په ۳۲۰مخ کې او په برګستا کې اووه ښودل شوي دي، چې زورکی هم پکې شامل دی.

خو د دوی وېش یو څه د تامل وړ ځکه برېښي، چې دوی دلته کُلي پرېکړه کړې ده او لهجې یې له پامه غورځولي دي. د اورمړي ژبې د واولونو په برخه کې د لهجو په پام کې نيول خورا اړين دي. ځکه چې دواړه لهجې له بېلابېلو ژبو اغېزمن دي او دا اغېز یې په واولونو کې خورا څرګند دی.

د کاڼیګرم په اورمړي کې د واولونو شمېر د پښتو له واولونو سره یو برابر دی او حتا د ادا او تلفظ په برخه کې هم سره ورته دي، خو د لوګر په لهجه کې واولونه شپږ دي او زورکی پکې نشته.

د واولونو په برخه کې:

 د / ā/ تلفظ:

پورتنی غږ په لوګري اورمړي کې د فارسي غوندې د ګرد واو /å/ په شکل ادا کېږي؛ خو په ګاڼيګرمي اورمړي کې د پښتو په څېر په / ā/ سره ادا کېږي:

لوګري اورمړي کاڼیګرمي اورمړي پښتو معنا

Måx māx موږ

Tsar tsār څلور

د زوکي / ə/ تلفظ:

زورکی د لوګر په لهجې کې نشته. دلیل یې دا دی، چې د لوګر اورمړي له فارسي ژبې څخه په بشپړ ډول متاثره ده او دا چې په فارسي ژبه کې زورکی نشته، نو د لوګر اورمړي هم ترې بې برخې ده. بل خوا د کاڼيګرم اورمړي د پښتو تر مستقیمې اغېزې لاندې ده، نو پښتو چې د زورکي غږ لرونکې ده، په کاڼیګرمي اورمړي کې هم دا غږ پاتې دی.

ما مخکې هم یادونه وکړه، چې اوس په وزیرستان کې د ارومړي ژبې د پایښت په پار یو حرکت پیل شوی دی. اوسمهال هلته اورمړو د عربي لیکدوده په ګټې اخیستنې یو لیکدود رغولی دی، چې د پښتو، فارسي او اردو ځينې شکلونه پکې لیدی کېږي.

د کانسونېنټونو په برخه کې اورمړي ژبه د پښتو، فارسي، عربي او اردو ژبو پر وړاندې درې خاص غږونه لري. او هغو غږونو لپاره یې ځانګړي شکلونه هم جوړ کړي دي او هغه غږونه دا دي:

د (ݫ) غږ او توری: دا اواز د پښتو د (ز)/z/  او (ژ) /ž/ اوازونو ترمنځ ادا کېږي. (پوپلزی، ۲۰۱۹: ۴)

د (ڒ) غږ او توری: دا اواز د پښتو د (ښ)/ x̌/  او (ر) /r/ اوازونو ترمنځ ادا کېږي. (پوپلزی، ۲۰۱۹: ۴)

د (ݭ) غږ او توری : دا اواز د پښتو د (ش)/ š/  او (ص) /s/ اوازونو ترمنځ ادا کېږي. (پوپلزی، ۲۰۱۹: ۴)

 دلته زه نور په اوازونو نه راڅرخم ځکه له اصلي موضوع مو لرې کوي.

مورفولوژي (د خپلواکو مورفیمونو نوميزه برخه):

په اورمړي ژبه کې د جنس مسئله:

ځینې ژبپوهان وايي، چې لرغونې اورمړي کې درې جنسه، چې نرينه، ښځينه او منځګړی یا مخنث، موجود ول او وروسته بیا د وخت په تېرېدو سره په دې کې بدلون راغی.

د اورمړي ژبې په لوګرۍ لهجه کې یوازې یو جنس موجود دی او هغه د فارسي په شان مخنث دی؛ خو په کاڼیګرمي اورمړي کې لکه د پښتو غوندې دوه جنسه موجود او هغه نرينه او ښځينه دي. موږ په پښتو کې نرينه او ښځينه جنسونه د یوې کلمې له وروستي فونیم پېژندلی شو، چې کاڼيګرمي اورمړي کې هم همدا شان، چې دا خاصیت یې له پښتو اخیستی دی.

جنس فونیم اورمړي ويي

له پښتو معنا سره

ښځينه ā- /sorā/ (ښوروا)؛ /halwā/ (حلوا)؛ /mirgā/ (مرغۍ)؛ /dzarkā/ (ښځه)

a-/mewa/ (مېوه) ؛ /boma/ (ځمکه) ؛ /wəna/ (ونه)؛ /kanda/ (کنده، خندق)

-i/sopi/ (شادي، بیزو)؛ /šipi/ (شيدې)؛ /morɤāwi/ (مرغاوۍ) ؛ /nwar̥i/(نوړۍ)

په دې برخه کې ځینې استثناوې هم شته، چې هغه کلمې بیا نرینه دي، کله: /gari/ (غر)؛ /hāti/ (فیل)؛ /toti/ (طوطي)؛ /māyi/ (کب، ماهي)

-o/šino/ (پالک)؛ /čiyo/ (چت)؛ /šiyo/ شپه

نرینه āy- /srāy/ (سرای)؛ /gāy/ (کټ)؛ /māy/ میاشت

خو په اورمړي ژبه کې /rāy/ (لار) او /qāy/ (کانګې) ښځینه کلمې دي.

-ay/laštay/ (لښتی)؛ /koway/ (څاه)؛ /ɤonḍay/ (غونډۍ)؛ /ɤaray/ (بخارۍ)

خو په ارومړي ژبه مې /xay/ (میدان) ښځينه کلمه ده.

-Consonant/gap/ (تیږه، ډبره) ؛ /šor/ (ښار)؛ /milez/ (مڼه)…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.