طالبانو ننګرهار کې یو کس تر شکنجې لاندې وژلی

437

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د سرجل سیمې یو اوسېدونکی ګل مرجان ادعا کوي چې وړمه ورځ طالبانو دی او د ده دوه ورونه د ښېوې امنیه قومندانۍ ته ورغوښتي او بیا یې تر «سختې شکنجې» لاندې نیولي وو.

آرشیف انځور

ګل مرجان وايي، د ده ورور عبدالمجید چې له لسم ټولګي هم فارغ و، د طالبانو تر شکنجې لاندې وړمه ورځ په امنیه قومندانۍ کې وژل شوی او بیا یې جسد  د دوی کورنۍ ته سپارلی دی.

نوموړی وايي، څو ورځې وړاندې د دوی یو خپلوان، چې د کاپیسا اوسېدونکی او د ده اوښی وو[د مېرمنې ورور]، ښېوې ولسوالۍ کې ځان وژنه کړې وه، چې په تور یې دوی ولسوالۍ ته ورغوښتل شوي وو؛ خو وروسته ورته د وژل شوي د کاپیسا د اوسيدونکي کورنۍ لاسلیک کړی او دوی پاک ثابت شوي وو.

ګل مرجان وايي، اوس یو وار بیا د وژل شوي کس کورنۍ د ښېوې امنیې قومندانۍ ته حاضره شوې، چې امنیې قومندانۍ د سې شنبې پر سهار یو وار بیا دی، د ده منځنی او کشر ورور ولسوالۍ ته ورغوښتل شوي او « سخت» شکنجه شوي دي.

نوموړی وايي، قومندان هغوی ځکه شکنجه کړي ول چې دوی اعتراف وکړي خو دوی وايي: «موږ بې ګناه یو او هغه مو خپلوان وو».

د نوموړي د مالوماتو له مخې، اوښي یې کال وړاندې یوې «عادي شخړه» کې یو کس وژلی وو او بیا یې د دوی کور ته پنا وروړې وه، چې لس ورځې مخکې یې مړی ښېوه کې موندل شوی وو.

ګل مرجان وايي، د ده وضعیت اوس ښه دی؛ خو کشری ورور په « سخت حالت » کې دی. دغه کورنۍ وايي، د ورور تر وژلو او د دوی تر وهلو وروسته هم ورته ګواښ شته او ویره لري، چې نور ضرر به ورورسېږي.

د دوی یو کلیوال عبدالله مجاهد هم دویچه ویله ته وویل، د کاپیسا د اوسيدونکي تر « ځان وژنې » وروسته د هغوی او محمدانور کورنیو تر منځ لیکل شوي وو، چې پر دوی هېڅ ډول شک نه لري.

دی هم وايي چې پرون د محمد انور درې زامن د ښېوې امنیه قومندان ورغوښتي او په شکنجې کې یې یو کس وژلی او دوه زخمیان دي.

د دغې کورنۍ له لوري دویچه ویله ته لېږلیو ویډیوکلیپونو کې ښکاري، چې د وژل شوي کس بدن شین شوی. پر پښو، پوندیو او لاسونو یې لوی او واړه پرهرونه هم ښکاري.

ویډیوګانو کې ښکاره کېدونکي کسان هم ورته زخمونه لري او پر بدن یې د «سختو وهلو، ټکولو نښې» ښکاري. دغه ویډیوګانې پر خواله رسنیو هم خپرې شوي دي.

طالبانو هم ومنله، چې کسانو یې د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د قتل د یوې قضیې په تړاو امنیې قومندانۍ ته د تحقیق په موخه ورغوښتل شوي درې ورونه وهلي، ټکولي چې یو پکې د ډېرې شکنجې له امله وژل شوی دی.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رییس زابلي دویچه ویله ته لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، له دغې پېښې وروسته د ننګرهار امنیه قومندان په امر د ښېوې امنیه قومندان او نور اته منسوبین نیول شوي او او اوس په نظارت خونه کې دي.

افغانستان کې د جمهوریت له پرځولو او طالبانو حکومت راوروسته له ډېرو ولایتونو د هدفي وژنو، د طالبانو له لوري د شکنجو او خلکو په نښه کولو او د تېر نظام د عسکرو او منصبدارانو د وهلو ټکولو رپوټونه ورکول کېږي؛ خو ډېر کله یې طالب چارواکي نه مني او ډېرې پېښې سهوي بولي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.