د بایډن پېغور

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

737

د بایډن پېغور
پېغور که وي، خو همدا دای:
بایدن د اونۍ د یومیلیارد دالرو لګښت او داچې افغانستان د سترو قدرتونو هدیره ده په څنګ کې وای: یو لامل داهم دی، چې افغانستان د یوه یووالي حکومت لاندې نه شي اداره کېدی.
دا یو پېغور دی، چې ګوندي افعاني ټولنه سره پاشلې او یو ملت نه شي کېدی. دا داسې برېښي، چې امریکا له افغانستان څخه یوه یوګسلاویه او ان چې نوره بدې ټوټه کونې پلان لري. ساده خبره بهیې نه بولو.
دا یو پېغېور دی، چې باید ډېر جدي وګڼل شي. امریکا له دې لارې خپل غچ اخلي
نو څه باید وکړو؟
که غواړو د بایدن خبره رېښتیا نه شي، نو دموږ لپاره په لومړي قدم کې څه غوره دي؟
لومړی: د تالب سره پوره ستونځې شته.
که د امریکا پېغِور غواړو رېښتیاشي، نو باید له هرې خوا تالب ځانله شي او پخپله د ورو ورو ماتې سره مخامخ شي او که نه، نو:
دویم: د دوي سره د ګډکار شونتیا شته او هغه څنګه کېدی شي:
د مخه یوه غوره یادونه: که هیواد ته غواړو کار وکړو او د بایډن پېغور ته مو د افغانانو د هيلو سره سم ځواب ویلی وي، نو باید سره یو موټی شو، چې تالب څوک غواړی او که نه، ځانونه پورې ونښلوو او دموږ له دوي سره د ګډ کار لپاره مخه پرانیزو او د ابادۍ او د یو موټی هیواد د ساتلو لپاره هېڅ یو کار، چې دا ټولنه یې غواړي، ځانونو ته عیب او پېغور ونه ګڼو. هیواد له هر څه غوره دی. دا دې هم په ګوته وي، چې له هیواد څخه د باندې افغانان، که په ګېډه ماړه وي، خو د هیواد مینه په بل هیواد کې نه شي میندلی، دا به یو بل ته پېغور هم نه ورکوو او نه وي، چې ته هلته یا دلته یې، یواځې هلته به دا کار کوو، چې کوم یو څرګند د هیواد د ناابادۍ په لور ګامونه پورته کړي وي.
دریم: موږ به تل هڅېږو او د خآن د ملاتړ سره، چې تالب دې ته په پای کې راوهڅولی شو، چې د موږ د سیاسي او مسلکي کسانو د کار لپاره لار اواره کړي. ساده به یې ووایم، چې دا موږ نه وایو، چې تالب دې دا او هغه وکړي، خو موږ به نه ستړیکېدونکی ډول دابیا ورته وړادیز کوو. که مو دا د ځان سره وویل، چې ماته یې دا پېغور راکړ او دا یا دا خبره یې راته وکړو، نو بس دی، بیا نو کار ،،خروپ،، دی.
یو فکر باید څانونو کې وروځو، چې د هیواد لپاره هر څه کوو او بس.
څلورم: راځۍ، چې ټول مسلکي کسان د خپل توان سره د خپلو کارونو وړاندیز وکړو او دا تل بېرته تازه کړو، چې دا یا هغه کار کولی شم. د اوسني تخنیک په توان داسې کارونه اوس ډېر دي، چې د نړيوال جال له لارې کېدی شي او اوس نړۍ د نړیوالې ناروغي پهوخت کې هم له همدې کور له کاره ټول کارونه سرته رسوۍ او هغه کارونه، چې په هیواد کې کیږي، هغو ته هم د هیواد او ځان د توان سره چمتو باید و اوسو او وړانیز یې وکړو.
باید ومنو، چې د یوه کار مسؤل څه غواړي او د همغه سره ځانونه چمتو کړو.
دا اسان کار نه دی، خو د هیواد لپاره به هېڅکار ستونځمن نه وي.

دا بیا په یاد راوړم، چې که طالب مو ښه نه راځي،نو دا اوس خو داسې برېښي، چې په جنګ یې له منځه نه شو وړلی، پرته له دې، چې د بایډن خبره رېښتیا شي

د ما د ځان وړاندیز:
د شمېرپوهنې په اړه، چې ماته هرڅه راوسپارل شي، زه به هغه که د لوي څښتن خوښه وه سرته رسوم. له لرې یا افغانستان کې. زوړ یم، ځان لپاره به ګټه ونه کړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.