په د رواغو مینه شهزادګۍ

رڼاګل اریوبزی

1,177

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه
ژباړن: رڼاګل اریوبزی
دالماني سرچینوڅخه
یووخت یوه پاچایوه ډیره ښکلۍ لور درلوده اودا شهزاد ګې د ګل په شان ځلیده ، خو یوازې یوه نیمګړتیا يې درلوده، چې له درواغو نه ستړې کیده او نه ترې مړیده. پاچا دخپلې لور د رواغو ته ډ یر په تشویش کې و او نه پوهیده چې څه وکړي. ده د ملکې سره یو ځای پریکړه وکړه چې شهزاد ګۍ ته به تر هغو دروا غ وايې ترڅو چې نور:

« باور ورباندې ونه کړي، په غوسه شي او و وايي چې: دا رښتیا نه دي. بیا به له دې ناروغۍ نه جوړه شي.» بس نو پاچا، ملکې او په قصر کې نورو خلکو د درواغو تر ټولو ښې کیسې بیان کړې، خو شهزادګۍ هیڅ ونه ویل چې:« دارښتیا نه دی.» نوځکه پاچا په ټوله امپراتورې کې اعلا وکړ چې ټول ځوانان دې شاهي قصر ته ورشي او هر یو دې د درواغو کیسه بیان کړې، که هر چا په خپله کیسه شهزاد ګۍ دې ته راوسته چې و وايي:

« دا رشتیا نه دی.» له هغه سره به واده کوي. د هیواد د ګوټ ګوټ نه ځوانان راغلل او هر یوه په خپل ټول فساحت هڅه وکړه چې دشهزادګۍ له خولې نه دا ټکي را وباسي، خو یو هم په دې کار کې بریالی نه شو. دلته په دې امپرا تورۍ کې د یوه موچي یو ګلالی زوی هم اوسیده چې ځايي خلکو موزې ګک باله. یوه ورځ دی هم قصر ته ورغی او شهزاد ګۍ ته ور وستل شو. په هرکلي کې شهزادګۍ ورته و ویل چې:« که څه هم دورځې پیل ښه نه راته ښکاري، خوسره له دې هم ښکلې ورځ درته غواړم. دلته درې ځوانان راغلي وو، درې واړو ستومانونکې کیسې بیان کړې. که دا حلت دوام وکړي، نوزړه مې غواړي چې څه موده د د مې د پاره سپوږمۍ ته پورته شم.

پلار مې هلته یو کور جوړ کړی دی، داکور دومره لوی دی چې، د هرې کوټې لیدل يې یوه او نۍ وخت رانه غواړي.» موزې ګک ورته و ویل چې:« هغه کور چې زما پلار په لمر کې جوړ کړی دی، لا ډیر لوی دي، دټولو کوټو لیدل يې یوکال وخت رانه ِغواړي.» شهزادګې ورته و ویل چې ډ یر ښه، خو دومره لوی غوایی چې زما پلار يي لري، ستا پلار به يې ونه لري، زموږ دغوایه سر دومره غټ دی چې، دښکرونو تر منځ يې د وښو یوه لویه کراچۍ ځای شوې ده.» موزې ګک ورته و ویل چې:« دا نو زما پلارد غوایه په وړاندې هیڅ هم نه دی. دهغه د ښکرونو تر منځ یوه سلامته غوجل ځا ئید لی شي.» شهزادګۍ ورته و ویل چې:« ښه، ښه، خو د مڼې هغي ونې په هکله څه وايې چې، ما د خپل پلار په باغ کې کینولې ده؟

دا ونه دومره غټې مڼې نیسي چې هره یوه يې د کراچۍ دڅرخ په اندازه غټه ده.» موزې ګک ورته و ویل چې:« دا ونه خو دمڼې دهغې ونې پرتله هیڅ نه دي چې ما پرون سهار د وخته د خپل پلار په باغ کې کینوله. تر ماښام پورې د کلیسا دبرج په اندزه لوړه شوه. زه ور پورته شوم او غوښتل مې چې مڼې ترې راوشکوم. خو ونه لوئیده، لوئید او لوئیده ترڅو چې داسمان وریځو ته ورسیده او تر هغو لا نوره هم پورته شوه. ورپسې سخت باد ولګید او زه يې له ځان سره یوړم، درې ځله يې دمځکې نه راتاو کړم، بیايې پریښود م او زه رالویدم، رالویدم، رالویدم تر څو چې دګیدړ په سوړه کې کیناسم او ته، ګرانې شهزاد ګۍ، هلته نا سته وې اوزما موزې دې ګنډ لې.

شهزادګۍ چیغه کړه چې:« دا رښتیا نه دی.» په دې ډول موزې ګک دشهزادګۍ سره دواده مستحق شو. اوس نو شهزاد ګۍ د درواغو د پاره ډیر وخت نه درلود. موزې ګک اومیرمنې يې په ټوله اونۍ کې یوازې یوځل د درواغو تر ټولو ښکلو کیسو په هکله فکر کاوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.