واک ولسي امانت دى که د شخصي امتیازاتو کڅوړه؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

800

په عمومي توګه دولتونو او حکومتونو ته ددې لپاره اړتیا ليدل کيږي چې خلکو ته په ښه ډول اسانتياوې رامنځته کړي، قانون پلی او عدالت قائم کړي، خپلواکي وساتي، د ټولنې د مادی شتمنيو او معنوي ارزښتونو  څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.

موږ دلته د خپلو معتقداتو او کلتوري ځانګړتیاو په چوکاټ کې د ښې حکومتولي په شاخصونو باندي راڅرخيږو. ښه حکومتونه هغه وي چی د ملي مشروعیت له مخې رامنځته شوى وي، د چارو په سرته رسولو کې ملي ګټې خوندي کړي، خلکو ته ځواب ویونکی وي، په جوړښت کې يې روڼتيا او په اجرائاتو کې يې د حساب ورکونې عنصر شتون ولري، د ټولو پرګنو مشارکت پکې مشهود وي، د قانون حاکمیت او عدالت پکې عملاً په نظر کې نیول شوی وي.

ځینې  فلاسفه ښه حکومتولي د یو هیواد د بشري او غیرې بشري منابعو متوازن استعمال او د نړۍ له نورو هېوادونو سره داسې اړيکو پاللو ته وايي چی اوږدمهاله، انډوليزه، ټولګټې، عادلانه اقتصادي او ټولنیزه وده تضمین کړي. که  ددغه تعریف له مخې موږ خبره زموږ په هېواد کې په ښه حکومتولي باندي راوڅرخېږو، نو د اسلام تر اصولو لاندې، د سرچينو عادلانه ويش، متوازن پرمختګ، د قانون حاکمیت، د بشر د حقونو د خوندیتوب او ولسي ملاتړ پربنسټ ولاړ او له نړۍ سره د خپلو حياتي ګټو د خوندیتوب په اډانه کې جوړ سيستم رامنځته کولو ته ښه حکومتولي ويلاى شو.

په نننۍ بدليدونكى عصر کې اقتصادي بازارونه نړيوال شوي دي اقليمي بدلونونه را روان دي په ښارونو باندي د ولسي کډوالي د لوړې کچې له امله فشار دى. حکومتونه يوازې دومره وړتیا نلرى چې پورتني ټولي ستونځې حل کړي، نو مجبوراً په دغه شان حالاتو کې له خپلو وړتیاو ورهاخوا د خصوصي سکتور او مدني ټولنو له ظرفیتونو څخه ګټه پورته کوي او همدغه ګډ کار ته ښه حکومتولي ويل کېږي.

د ښې حکومتولي ځانګړتیاوې؛

ملي مشارکت؛
په عام ډول ټول، سياسي ګوندونه، مدني ټولنې او عام ولس چې په يوه ځانګړي جغرافيه کې ژوند کوي حق لري چې په يو او بل ډول د حکومت په اډانه کې ونډه ولري او په ټولو کړنو باندي يې خبر وي او څار يې وکړي.

په چارو کې روڼتيا؛
د ښې حکومتولي بل شاخص داسې شفافیت رامنځته کول دي چې حکومتي کړنې د قانون په چوکاټ کې د ننه کيږي، خلک د حکومت په پریکړو، د پريکړو په عملي کولو او تګلارو باندي خبر وي.  خلک د حکومت لخوا د سرچينو د عادلانه ويش، د کاري فرصتونو په برابرولو، حکومتي لګښتونو، اقتصادي زيرمو، پراختيايي پروژو، نړيوالو اړيکو څرنګوالى، دولتي خدماتو ته متوازن او عادلانه لاسرسى او نورو برخو په روڼتيا باندې باوري واوسي.

ناپېيلي او متوازنې بهرنۍ اړیکې؛
په اوسنيو حالاتو او په سيمه کې د جيوپوليتيک وضعیت له مخې متوازنه او انډوليز بهرنۍ تګلاره تيارول ستونځمن کار دى، خو ناممکن نه دى. زموږ کورنيو ستونځو ته په کتو موږ د احساساتو پربنسټ ولاړه او د تقابل د تګلارې په خپلولو کې ناکاميږږو او پاتې کيږو. اړتیا داده چې موږ د پياوړي تجربه لرونکي او په حساسیتونو باندي خبر سياسي ټيم په مرسته داسې متمائله او هر اړخیزه تګلاره ترتیب کړو چې نه له کوم هېواد سره په شخړه کې لتاړ شو او نه هم د ګاونډیو او سيمې د هېوادونو ترمنځ په رقابتونو او تربګنيو کې ښکېل شو.

احتساب؛
حساب ورکول د ښې حکومتولي تر ټولو مهم او اساسي شاخص دى. دغه اصل حکومت مجبوروي تر څو ولس سياسي ګوندونو مدني ټولنو او حتى ذيدخله نړيوالو مالي بنسټونو ته د خپلو لګښتونو، مالي سرچينو او کلنۍ بودیجې د مصرف په هکله حساب ورکړي.

ملي اجماع؛
جوته خبره ده چې په يو هيواد کې مختلف طبقاتي جوړښتونه، قومونه، ګوندونه او مذهبي ډلې شتون لري، چې هر يو يې جدا توقعات او ځانګړي غوښتنې لري. حکومت مسئوليت لرى چې په سترو بدلونونو، پريکړو، اقتصادي پروژو او د سرچينو په ويش د ټولو اتباعو، اقشارو او طبقاتو حقونه او د غوښتې په پام کې نيولو سره خپله تګلاره وټاکي، تر څو هيڅ اړخ د مأيوسي او ناهيلي ښکار نشي.

د قانون حاکمیت؛
ښه حکومتولي د عدالت او انصاف پربنسټونو ولاړ حقوقي جوړښتونو په درلودلو تحقق مومي، تر څو قوانین  پر ټولو خلکو باندي په بې پرې او عادلانه توګه پلى شي. د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خلکو حقونه او مدني ازادي پکې خوندي وي. دغه موخې هغه مهال ترلاسه کيږي چې موږ له هر ډول اداري او مالي فساد څخه پاکه داسې اجرائیه او عدليه ولرو چې سليقوي سيستم پکې د چلن وړ نه وي.

خلاصه:

زموږ ستره ستونزه داده چې موږ  يوازې د کور له عمومي دروازې د ننه توکي او بناوې خپلې ښکاري. واک د ځان جوړولو، اقاربو پاللو او شتمن کيدو طلايي فرصت ګڼو. له کور څخه بهر هر څه راته بې مالکه مال ښکاريږي او په وړاندې يې د هيڅ ډول مسئوليت احساس نکوو. په شخصي ژوند او ځاني کاروبار کې هره شونتیا کاروو. د سمون په تړاو فکر کوو د بدلون هڅه کوو. په نيمګړتياو له سره غوړ کوو،  خو په ټولنيزه برخه، سياسي تګلارو او دولتي کړنلارو کې سليقه کاروو، خپلې شخصي ګټې په نظر کې نيسو او بيځايه دفاع ته اړم يو. د سمون او بدلون، ارزونو او کره کتنو دود نلرو. که واک ته ورسیږو، نو په دولتي امتیازاتو کې داسې تصرف کوو لکه چې شخصي مال مو چې وي. د افسوس خبره داده چې بيا ځانونه واجب الاحترام غيرمسئول او په ولس باندي احسان کوونکي ګڼو.

که مو کله هم د ټولنيز عدالت لپاره مبارزه پيل کړه، ځانونه مو له قانون څخه ښکته کړل، له کور څخه بهر هر ټولنيز او دولتي جوړښت مو خپل وګاڼه، واک مو  امتياز، غنيمت او شخصي ملکيت نه، بلکې د ولس امانت وپيژانده، د نړولو پرځاى مو د سمولو فکر خپل کړ، د ټولنيزو ښېګڼو لپاره مو ملا وتړله او که واک لاس ته راغى، نو ځان مالک نه بلکې امين وګڼو، نو ستونځه تر ډيره حده حل کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.