په لوګي تور د شیطان ورور

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

1,252

په لوګي تور د شیطان ورور

د ماشومانو د پاره لنډه کیسه

یوسرتیری د جګړې نه راستون شو اونوم يې جمرود و. اوس نو جمرود بیکاره و اود ژوند د پاره يې پیسې هم نه لرلې، نوځکه ډ یر خپه اوغمګین و او په دې سوچ کې ډوب شو چې څه باید وکړي؟ جمرود یوه ځنګل ته ولاړ اوهلته د یوه کوچني سړوکي سره مخامخ شو. دا وړوکی سړوکی په حقیقت کې شیطلن و. شیطان د جمرود نه پوښتنه وکړه چې ولې دومره خپه دی؟ جمرود ورته و ویل چې وږی دی، پیسې نه لري، نو ځکه دخوړلو له پاره څه رانیولی هم نه شي. شیطان ورته و ویل چې ته کولی شې زما نوکر شې. ۷ کاله مې نوکري وکړه. تر هغه وروسته به بیا ازاد سړی وې. خو د دې ۷ کالونو په موده کې دځان مینځلو او ګمنځولو اجازه نه لرې. پزه به هم نه پاکوې. ویښته اونوکان به لنډوې او دسترګو د پاکولو اجازه هم نه لرې. جمرود د څه فکر کولو نه وروسته دشیطان غوښتنه ومنله او ور پسې دوزخ ته ورسره روان شو.

شیطان او جمرود دوزخ ته ورسیدل. په دوزخ کې ډ یرغټ غټ دیکونه په نغریوبار دي. دیګونه سر پوښونه لري. دهر د یګ لاندې اور بل دی. شیطان جمرود ته و ویل: په دیګونو پورې اور بل کړه. پاک کاري وکړه. چټلۍ د باندې وغورځوه. د د یګ منځ ته ونه ګورې. او که نه جزا به در کړم.  شطان داڅه جمرود ته و ویل او لاړ.

جمرود کار پیل کړ: جمرود د یګونو لاندې اور ولګاوه. جمرود پاک کاري وکړه. جمرود خځلې دباندې وغورځولې. څه موده وروسته شیطان بیرته راوګرځیده. جمرود لګیا دی په کار کې زیار باسي. له دې امله شیطان ترې خوشاله دی اوبیرته ځي.

جمرود خپل کار سرته ورساوه. اوس نو جمرود ډ یر په تلوسه کې دی: جمرود غواړي چې ارو مرو د د یګ منځ وکوري. خو شیطان له دې کار نه منه کړی دی. جمرود سره له دې هم په ډیر احتیاط د د یګ سر پورته کړا د د یګ د ننه يې وکتل. په دیګ کې یوسرتیری ناست دی. دا سرتیری یو بد انسان دی. جمرود دا سرتیری له پخوا پیژنده او ورته ويې ویل: پخوا زما برخلیک ستا په لاس کې و. اوس ستا برخلیک زما به لاس کې دی. جمرود سرپوښ بیرته په د یګ کیښود. او نور لرګي يې هم ور پسې کړل. اور زور واخیست.

اوس نو جمرود غواړي چې دنورو دیګونو منځونه هم وګوري. نوپه ډیراواري يې د دوهم دیګ سرپورته کړاو د د یګ منځ ته يې وکتل: په دې دیګ کې هم یو سرتیری ناست دی. دا سرتیری هم یو بد انسان دی. جمرود دا سرتیری هم له پخوا پیژنده او ورته ويې ویل: پخوا زما برخلیک ستا په لاس کې و. اوس ستا برخلیک زما به لاس کې دی. جمرود سرپوښ بیرته په د یګ کیښود. او یو غټ لرګی يې په اور کیښود. اور زور واخیست.

اوس نو جمرود غواړي چې د دریم دیګ منځ هم وګوري. نوپه ډیر اواري يې د دریم دیګ سر پورته کړاو د د یګ منځ ته يې وکتل: په دې دیګ کې هم یو سرتیری ناست دی. دا سرتیری هم یو بد انسان دی. جمرود دا سرتیری هم له پخوا پیژنده او ورته ويې ویل: پخوا زما برخلیک ستا په لاس کې و. اوس ستا برخلیک زما به لاس کې دی. جمرود سرپوښ بیرته په د یګ کیښود. او غټ غټ لرګي يې په اور کیښودل. اور زور واخیست.

جمرود اوه کاله په دې ډول دشیطان نوکري وکړه. جمرود ځان نه مینځي. جمرود ویښته نه ږمنځوي. جمرود پزه نه پاکوي. جمرود ویښته نه جوړوي. جمرود نوکان نه لنډوي. جمرود سترګې نه پاکوي.

اوه کاله تیریږي. شیطان بیر ته راځي. شیطان د جمرود نه پوشتنه کوي: تا څه وکړل؟  جمرود وايي: اور مې بل کړ. پاک کاري مې وکړه. ځخلې مې دباندې وغورځولې.

شیطان وايې: تا خو د د یګ منځ ته هم وکتل. ما خو ترې منه کړی وې! خوتا اورته لرګي هم ور واچول. دا سم کار و. نو ځکه جزا نه درکوم. اوس نو دلته ستا کار پای ته ورسید. ته کورته تللی شې. زه ستا د کار مزدوري در کوم: دایو دچټلې نه ډک دشا بکس. دا واخله او دځان سره يې کورته یوسه. خو ته د ځان مینځلو اجازه نه لرې. ځان به ڼه ږمنځوې. ویښتان به نه جوړوې. نوکان به نه لنډوېوې. او اجازه نه لرې چې سترګې دې ومینځې. که څوک دې وپوښتی چی له کومه ځایه راغلی يې؟  ورته وایه چې: زه له دوزخه راغلی یم. که دې وپوښتي چې ته څوک يې؟ ورته وایه چې: زه په لوګیو تور د شیطان ورور یم. زه یوازاد سړی یم.

جمرود خپل دشا بکس له چټلۍ ډک کړ او لاړ. جمرود خپلې مزدورۍ ته هک پک شو. جمرود ځنګل ته راغی. جمرود غواړي چې چټلي د بکس نه ایسته کړي. جمرود بکس خلاس کړ. خو په بکس کې چټلي نشته. په بکس کې سره زر دي: چټلي په طلا بدله شوه. اوس نو جمرود نیکبخت سړی دی.

جمرود ښار ته ځي. په ښار کې یو میلمستون شته. جمرود غواړې چې په دې میلمستون کې ویده شي. دمیلمستون خاوند دمیلمستون چلوونکی هم دی. دمیلمستون خاوند جمرود میلمستون ته نه ورپریږدي. جمرود ویروونکی ښکاري: جمرود له سره چټل دی. دجمرود نوکان اوږده دي. دجمرود ویښتان اوږده دي. نوځګه دمیلمستون چلوونکی ترې پوښتي چې ته له کوم ځایه راغلی يې؟

جمرود وايي چې: له دوزخه راغلی یم. دمیلمستون چلوونکی بیا پوښتنه کوې: ته څوک يې؟ جمرود وايي چې: زه په لوګي تور دشیطان وروریم. اوزه یو ازاد سړی یم.

د میلمستون چلوونکی په دې خبرو وډارشو. جمرود خپل دشا بکس چې له سرو زرو ډک و، ورښکاره کړ. د میلمستون چلوونکی حیران پاتې شواو جمرود يې په ډیره مهربانۍ خپل ملمستون ته راوغوښت. جمرود ته يې یوه کوټه ورکړه اوتر ټولو ښه ډوډۍ هم ورکړه. جمرود خوري اوچیکي. خو جمرود ځان نه مینځي او نه ږمنځ کوي. تر دې وروسته جمرود ویده کیږي. نیمه شپه ده.

د میلمستون چلوونکی ورو ورو دجمرود کوټې ته ور ننوزي او دهغه له سرو زرو ډک د شا بکس غلا کوي. جمرود ویده دی. نوځکه د میلمستون چلونکي په ور تګ خبر نه شو. په سبا جمرود راپاڅیده. جمرود غواړي چې د کوټې د کرايې پیسې ورکړي. خو د شا بکس يې دسرو زرو سره ورک دی. د میلمستون چلوونکی هم ورک دی.

جمرود خواشینی دی. نو جمرود بیرته شیطان ته ورځي. جمرود شیطان ته وايي:

د میلمستون چلوونکي زما د شا بکس د سرو زرو سره را څخه غلا کړ. ته مرسته راسره کولی شې؟

شیطان جمرود مینځي. شیطان د جمرود ویښتان ور جوړوي او نوکان يې ور لنډوي. شیطان د جمرود پزه پاکوي. او شیطان د جمرود سترګې ور مینځي. اوس نو جمرود بیرته دانسان په شان ښکاري.

شیطان جمرود ته بیادچټلۍ ډک د شا بکس ور کوي. بیا ورته وايي:

د میلمستون چلوونکی ته ورشه. دمیلمستون چلوونکی باید تاته خپل سره زر بیرته درکړي. او که نه نو زه ورځم. او دلته يې له ځان سره راوړم.

جمرود په ښار کې د ملمستون چلوونکي ته ورځي. او ورته وايې:

تا زما سره زر غلا کړي دي.

زما سره زر بیرته راکړه. او که نه شیطان دې له ځان سره وړي. او بیا به ته داسې ویروونکی ښکارې لکه زه چې ښکارید م.

د میلمستون چلوونکی ډاریږي.

د میلمستون چلوونکی جمرود ته سره زر بیرته ور کوي.

سربیره پر دې دملمستون چلوونکی نوره ډیرې پیسې هم ور کوي. او دا ځکه چې دمیلمستون چلوونکی ډیر ډاریږي.

اوس نو جمرود بډای دی. جمرود په لږو پیسو ځان ته یو کمیس رانیسي. او په ټول هیواد کې په سفر کرځي. جمرود دسفرپه بهیر کې ساز غږوي. دا هیواد یو پاچا لري. جمرود د خپل سفر په جریان کې حتی پاچا ته هم ساز غږوي. پاچا دجمرود ساز خوښیږي.  پاچا جمرود ته وايي:

ته کولی شي چې زما د مشرې لورسره واده وکړې. خو د پاچا مشره لور نه غواړي چې دجمرود سره واده وکړي. نوځکه پاچا جمرود ته وايې: ته کولی شې چې زما د کشرې لور سره واده وکړې. د پاچا کشره لور يې مني. او جمرود د پاچا د کشرې لور سره واده کوي. لږ کالونه وروسته پاچا مري. جمرود يې په ځای کښیني. جمرود اوس نوی پاچا دی. جمرد دخپلې میرمنې سره یو ځای ډیر کالون نیکمرغه ژوند تیروي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.