لیونی به کیسه وکړي (لنډه کیسه) 

لیکنه: محمدشفیق شرفزی

1,375
په یو ښار کې یو سوداګر اوسیدو، چې ډېر مالداره و خو کله، چې مري، په میراث کې یوه ښځه، یو ځوی او ډېره شتمني پرېږدي. ښځه د مېړه شتمني د زوی په روزنه لږوي او، چې کله یې زوی د اته کالو کېږي نو د مېړه لخوا ټوله سرمایه یې ختمېږي.
بله چاره نه وي فقر او ولږه بد شی دی! سړی هر کارته مجبوروي. کونډه مور یتیم بچوړي ته رسۍ او تبر په اوږه کړي او ورته وایي، چې ‘ورځه زویه! له غره خس راوړه او په بازار کې یې وپلوره او په پېسو یې د خوراک لپاره څه راوړه ‘ ماشوم غره ته لاړ شي، لږشان خس راوړي او په بازار کې یې، چې هر دوکاندار ته وړي نو نه یې اخلي ځکه خس ډېر کم وي او څه پرې نه کېږي.  خو بلاخره، یو دوکاندار چې اوړه پلوري، په ماشوم یې زړه وسوزي، ځکه ماشوم د سوداګر یوازینی ځوی وو. ډېر نازولی وو، چې د نازکتوب او نازولتوب نښې پکې له ورایه مالومېدې. خس ترې واخلي او په مقابل کې ورته د دوه ډوډیو په اندازه اوړه ورکړي او د تشویقۍ په الفاظو سره ورته ووایي ‘بچیه! سبا ددې څخه ډېر خس راوړه ډېر اوړه به درکړم ‘ ماشوم تڼاکې لاسونه کور ته ځي او مور ته د اوړو په اړه ټوله کیسه له سره کوی. د مور سترګې له اوښکو ډکې شي زوی په غېږ کې ونیسي او ښکل یې کړي. ورته وایي زویه! بله چاره نه شته کومه شتمني، چې مو لرله ختمه شوه اوس د نفقې پېدا کولو لپاره له تا بغېر بل څوک نه شته، زویه ته مجبور یې چې ځنګل ته لاړ شې او خس راوړې او بازار کې یې وپلورې. ماشوم مور ته وایې مورې! ته تشویش مه کوه سبا له خېره د وخته ځم او ښه ډېر خس کوم او بازار کې د اوړو دوکاندر راته ویل، چې ډېر خس وېسم نو ډېر اوړه به راکړي.
د ماشوم بېچاره همدا پېشه وګرځېده هره ورځ غره ته ځي، خس کوي او په بازار کې یې پلوري. تر دې، چې ماشوم زلمی شي.
اوس یې د مور پخواني غمونه هېر شوي او د زوی همت ورته خوښي ورکړې. هغه اوس د کور هر څه له همدې لارې پوره کوي او خوشاله ژوند لري.
ورځې شپې تېرېږي یوه ورځ ځوان غره ته د خسو پسې ځي په نیمه لار کې پرې باران راځي، پاس په غره خړه ورېځ راخوره شي،  ځوان د یوې لوی ونې لاندې دمه ږدي ګوندې هوا ښه شي او بیا د غره په لور د خسو ټولولو لپاره ولاړ شي، خو د تقدیر له پرېکړې خبر نه دی، چې څه پېښېږي. ځوان خوبوړی شي او همدلته ښه کلک ویده شي. یو وخت چې را ویښېږي ګوري، چې شاوخوا ځایونه بدل دي. ځان سره وایي ‘زه خو په غره کې وم، دا دلته چا راوستم؟ دا خو دسیند غاړه ده! زما رسۍ او تبر څه شول؟ دا کوم ځای دی؟ …. ‘ په همدې سوچونو کې وي، چې ګوري یو سړی اوبو راخستی وي، ځوان اوبو ته ور ودانګي او بوډا له اوبو راوباسي. سپینږیری ځوان ته وایي ‘ستا د مرستې په بدل کې څه درکوی شم؟ وغواړه؟ ‘ زاړه سړي لا دا خبره خلاصه کړې نه وي، چې بله خبره شروع کړي.  ‘ زه په تاپوه یم، چې ته څه غواړې! ځوان ته د ګوتې په اشاره لاره وښایې او ورته ووایي، چې ورشه ددې ښار د بادشاه لور پېغله شوې او شرط یې ایښی، چې که هر چا پوره کړ، نو د هغه لور به ورسره واده کوي. هر شرط، چې یې درته ویلو ورته وایه سمه ده. او تر دې ځایه ځان رسوه زه درسره مرسته کوم.
ځوان لاړ شي او کمالي بوډا د سیند په غاړه منتظر پرېږدي. ځوان شاهي ښار ته ننوځي او بلاخره دربار او بادشاه پېدا کړي او د لور خواستګاري یې وکړي. بادشاه، چې ځوان ته وګوري، ډېر په غوسه شي، خو وزیران یې د غوسې کابو کولو لپاره ورته ووایي، چې یو شرط ورته ووایي، پوره کوی خویې هسې هم نه شي شرط پسې یې ولېږه، همداسې به ورک شي، له وژلو یې دالاره ښه ده.
بادشاه ځوان ته ووایي ‘ښه ځوانه! زما درې شرطونه دي، که دې پوره کړل شهزادګۍ سره به واده وکړې او که دې پوره نه کړل په دار دې ځړوم ‘ ځوان د بوډا د هدایت سره سم وویل درسته ده بادشاه صاحبه لمړی شرط دې راته ووایه! بادشاه ووایي لمړی شرط دادی، چې ته به شل اوښه د سرو زرو بار د ولور په طور راوړې! بیا به دوېم شرط درته وایم ‘ ځوان، چې شرط واوري لاره ترې ورکه شي او په منډه منډه د بابا خواته راشي. بابا ته د بادشاه کیسه وکړي سپینږیری بابا ډاډ ورکړي سیند کې لاس ښکته کړي او ورته ووایي ‘هن، دا پړی لاس کې ونیسه او شاته مه ګوره، ورځه شل اوښه بار سره زر ورکړه او بل شرط ترې راوړه ‘ ځوان همداسې وکړي او بل شرط راوړي. بزرګ بابا ته ځوان دوېم شرط کې وایي، چې بادشاه ترې سل پسونه، چې یو رنګ او ټول یوشان وزن ولري غوښتي! بزرګ بابا سیند ته لاس کړي یو پسه له سیند څخه راوباسي او ځوان ته وایي دا مخکې کړه او سل پسونه درپسې دي ورځه ځنډ مه کوه. کله، چې د بادشاه دوېم شرط پوره کړي ټول وزیران او درباریان حک پک شي او فیصله پدې وکړي، چې یو ناممکنه شرط ورکړي ترڅو ځوان ناکامه شي او له مخې یې لرې کړي. بادشاه یو بل اخري خو ډېر سخت شرط وړاندې کړي. ځوان ته وایي؛ داچې تا تېر دوه شرطونه پوره کړل نو یو اخري شرط درته وړاندې کوم او په درې ورځو کې به یې پوره کوې! که داسې ونه کړې نو بیا رانه شې. ته به د هغه مخامخ غره پر سر یو کور جوړ کړې، چې دیوالونه یې د سرو زرو وي او همدا به ستا کور وي همدلته به ته واده کوې او په همدې دریمه ورځ به دې واده وي. موږ تر راتلونکو درې ورځو د واده ټول تیاری کوو، ورځه ته خپل کار تمام کړه. ځوان ډېر خپه د بابا خواته راستون شي، خو لږ څه ډاډه وي ځکه تېر شرطونه یې په ښه شان بشپړ کړي وي. بزرګ بابا سره خبره شریکه کړي هغه ورته وایي ماڼۍ لا پخوا تیاره وه خو تاسې نه لیدله. بابا دوه ګوتې لکه د ۷وو شکل هوا ته ونیسي او ځوان ته ووایي دې کې وګوره څه درته ښکاري؟ ځوان، چې وګوري نو څه ګوري، چې نه ګوري! ماڼۍ د بادشاه د غوښتنو مطابق تیاره ده.
 ځوان ته بابا ووایي ورځه او همداشان بادشاه ته ماڼۍ ورښکاره کړه او واده وکړه، خو یوه خبره باید له پامه ونه غورځی! د واده په اوله شپه ویده نه شې! پر تا به درې غږه وشي! تاته به وویل شي دا دومره جاه او جلال دې له کومه کړ؟ ته به ووایې، چې د الله ج مهرباني وه درې ځله پوښتنې سره به همدا خبره تکرار کړې! نور بیا مزې کوه! بادشاه ته د بابا د لارښوونې مطابق ماڼۍ وښایي، سړی ملامته شي سبا ته واده ورځ وټاکي او درز غوبل شروع شي.
اوس نو هر شرط پوره شوی. واده تیار دی. دیګونه باندې دي. میلمانه ډلې ډلې راروان دي. مجلس ګرم دی. ناوې تیارېږي. بلاخره ډولۍ تیاره شي او د ټاکل شوې ماڼۍ پر لوري جنج روان شي. شپه شي ناوې ځوان ته وایي ویده کېږو! خو ځوان ورته وایي ته ویده شه زه ترهغه لمونځ کوم ترڅو هغه درې غږونو ته ځواب ورکړم. خو داچې شپه اوږده وي. ناوې ډېر اثرار وکړي. ځوان ته ووايي ته اوس ویده شه زه به نه ویده کېږم که زما پر نوبت کې غږ وشو نو زه به دې پاڅوم او که ونه شو، نو ته خو هسې هم پاڅېږې. بیابه ځواب ورکړې. کله چې ځوان ویده شي ناوې ته هم خوب ورشي او ویده شي. غیبي غږونه تکراراً درې ځلي وشي خو ځواب تر لاسه نه کړي.
نو چې کله را ویښ شي، نه ماڼۍ وي، نه ځوان سره ناوې وي، نه ناوې سره ځوان وي. ځوان د سیند په غاړه په هماغه شګو کې او ناوې تنها د پلار په کور کې وي.
ورځې او شپې تېرېږي، ځوان په کلي کې هر چاته دا خیالي کیسه کوي. نو په همدې سبب په لیوني عاشق مشهور شي. هلته شهزادګۍ هم هره ورځ کړېږي. هیڅوک ددې خبرې په اړه بحث نه کوي. هر چاته دا خبره یو دروغ او جادو ښکاري.
یوه ورځ شهزاد ګۍ پلار ته ووایي، چې زړه مې تنګ دی د خپلو سهیلیو سره ښکار ته وځم! بادشاه اجازه ورکړي. اسونه او نور ضروري شیان تیار کړي او حرکت وکړي.  ښکار چېرته وي، خو ورکه لټوي! ښار په ښار د نارینوو په لباس کې ګرځي، بلاخره یوې پاچاهۍ ته ورشي د بادشاه سره د تعرف نه بعد میلمانه شي. نو ددوی پلان همدا وي، چې هرچېرته ځي شپه د هغه ځای د بادشاه سره کوي. شپه شي د ډوډۍ نه بعد بادشاه د ټنګ ټکور پروګرام جوړ کړی وي، خو دوی ووایي چې موږ ستړي یو او د سېل حوصله نه لرو همداسې به لږ ګپ شپ ولږوو. نو بادشاه ووایي سمه ده، درباریانو ته ووایي، چې هلئ یو څوک راولئ، چې دوی هم وخندوي هم یې ساعت تېر شي. درباریان لاړشي لیونی راولي، ځکه هغه دلته په همدې مشهور وي. کله، چې ځوان په ګډوډ حالت کې ارګ ته راوستل شي، بادشاه ترې وغواړي، چې میلمنو ته یوه کیسه وکړي، نو ددې بېچاره خو هماغه یوه کیسه زده وي، نو ټوله کیسه له سره شروع کړي. شهزادګۍ خو له اوله نه پېژندلی وو. چې سړی یې پیدا کړ. خو کیسې ته د خلکو د حقیقت درک کولو لپاره غوږ غوږ وه. کله چې کیسه ختمه شي نو شهزادګۍ ورنه پوښتنه وکړي، چې آیا، تاسره کوم ثبوت شته؟ ځوان ځواب ورکړي! هو، د واده کالي مې ساتلي! په منډه لاړ شي د خپل د واده کالي راوړي. دغه دی دخ! دا مې د واده لباس دی، دروغ نه وایم! د شهزادګۍ سترګې له اوښکو ډکې شي، خو لږ نور هم ځان کنټرول کړي او ورته ووایي، چې که هغه پېغله، چې تا ورسره واده کړی په مخه درشي وبه یې پېژنې؟ ځوان ووایي، بلکل به یې وپېژنم! باور دې وشه، چې سترګې یې تاته ورته دي. بادشاه پدې خبره پر ځوان په غوصه شي، خو شهزادګۍ ورته وایي خېر دی، څه ورته مه وایه! شهزادګۍ تشناب ته د تلو اجازه وغواړي! تر دې دمه شهزادګۍ د سړو په لباس کې وي، نقلي ږیره یې ایښي وي. خو چې کله له تشنابه راوځي، نو هماغه د واده د شپې لباس یې په تن کړی وي او ځان یې هماغسې د ناوې په څېر جوړ کړی وي، او راشي خپل لیوني ته ورغاړيوځي. او واده له سره پېل کړي. رب دې موږ ټول خپلو هیلو ته ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.