وړوکی ګیدړ

ژباړونکی. رڼا ګل اریوبزی

1,738

د الماني سرچینو څخه

د ماشومانو له پاره لنده کیسه

یو وخت یو وړوکی کیدړ په یوه ځنګل کې اوسیده اود ځنګل نورو اوسیدونګو به دا کوچنی ګیدړ « وړوکی » باله. دوی د دې ګیدړ له پاره ځکه دا نوم خوښ کړچې په رښتیا ډیروړوکی و. د ده د ښوونځي نورو زده کوونکو به تل په هغه پورې خند ل او ډیر به یې ځوراوه، ځکه چې نه يې د نورو په شان تیزې منډې وهلی شوې او نه يې لوړ ټوپونه وهلی شول. که څه هم ډیرې هڅې او تمر ینونه يې کول، خو سره له دې يې هم په دې لنډ و لینګیو او ورنو نه تیزې منډې وهلی او نه يې لوړ ټوپونه اچولی شول. د دې له پاره چې « وړوکی » د نورو د مسخرو او ځورونو نه یو څه ځان وساتې، نو ډیر وخت به یوازي په ځنګل کې ګرځیده او کتنې او پلټنې به يې کولې.

یوه ورځ، کله چې وړوکی هسې په ځنګل کې په چکر لګیا و، ژویو یوه لویه ګله يې ولیده چې په یو څه را ټول شوي وو. وړوکی نه پو هیده چې دا ژوي د څه د پاره هلته راټول شوي دي، نوغلی او په ارامې د ګلې په لور ور وخوځیده او « لوی کونګ مور» يې تر نظر تیره شوه او ورته نارې وهي چې: « وړوکیه دلته راشه! زما ډبل بچی په ونه کې د ځالې نه په دې تنګ او ژور سوري کې را ولوید. اوس هلته بند پاتې دی ، ترې را وتلی نه شي، د ځنګل نور ټول ژوي دومره لوی دي چې په سوري ورننوتلی نه شي، ترڅو زما زوی را وباسي.

وړوکی بې له دې چې غاښ څپلې بهانه کړي، سم د لاسه په هغه سوري ورننوت چې د کونګې ډبلګنکی زوی په کې بند پاتې و. کله چې د کونګې زوی ته ور ورسیده، په ډیر احتیاط يې له بڼکو په خپله خوله کې ونیو او له هغه سره له سوري په شا راوخوځیده او ترې را ووت. کله چې دی د کونګې زوی سره له سوري را ووت، د ځنګل ټولو را ټول شوو ژویو يې په چک چکو هرکلی وکړ آو په دې ډیر خوښ شول چې د کونګې زوی وساتل او ازاد شو. کونګې د وړوکي ګیدړ نه د زړه له کومې مننه وکړه او بلنه يې ورکړه چې د دې د زوی سره یو ځای لوبې وکړي. له دې ورځې راپه دې خوا بیا د ځنګل هیڅ ژوې کوچنی ګیډل ونه ځورا وه، ځکه ده په خپل همت وپوهول چې کوچني ژوي هم لويې چارې تر سره کولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.