بزګر او سلطان محمود

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

1,496

یو وخت او یا هیڅ وخت …..کله چې چاڼ لا په واښو کې پروت و…… په دې وخت کې یو پاچا ژوند کاوه او سلطان محمود نومیده. دا سلطان محمود، کله چې د اوړي په یوه ورځ په چکر وتلی و، په یوه پراخ میدان کې د ناک د یوې ونې لاندې وغزید. ده یو هغه ناک وخوړ چې د ونې نه په مځکه را لویدلی و. بیا يې د ناک ونې خاوند راوغوښت او ورته ويې ویل چې: « ما ستا د ناکو څخه یوه دانه ناک وخوړ، دا راته وبخښه…… که کوم وخت د څه کار له پاره استانبول ته راغلې، نو زما لید و ته راشه.! کله چې د سلطان محمود پوښتنه وکړې، نو هر څوک به مې پته درته وښيي.»

وخت تیریده او راتیریده، د دې بزګر د یوه بل بزګر سره  د مځکې په سر دعوه شوه. دعوه يې د هغه ځای په محکمه کې، چرته چې اوسیده، بایلوده. خو دی په دې عقیده وه چې حق د ده په پلو دی، نوځکه د محکمې حکم ډ یر خواشینی کړ. هرې خوا يې ډیرې هلې ځلې وکړې ترڅو چې موضوع سمه حل کړي، خو خپل حق يې تر لاسه نه شو کړی. په دې وخت کې يې میرمنې ورته و ویل چې: «زه به یوه ټوکرۍ ناک راټول کړم، ته به يې سلطان محمود ته وروړې، هغه به زموږ حق ته پام لرنه وکړي.»

بزګر د خپلې میرمنې خبره ومنله، استانبول ته ولاړاو هلته يې له هر چا د سلطان محمود پوښتنه کوله او د پاچا د قصر پته يې ولګوله. سلطان محمود د بزګر تود هر کلی وکړ. تر هرکلي وروسته، بیا د یوه خواږه مجلس نه وروسته او ورپسې د خوندورې ډوډۍ د خوړلو نه وروسته د پاچا په امر بزګر ته یوه ښکلې کوټه او ارامه بستره ورکړ شوې.

په شپه کې بزګر مجبور شو چې یو ځل د باندې ووزي. په دې کې يې ډیرې دروازې خلاصې کړې او وتړلې، د خپل ځای نه لرې لاړ، لار يې غلطه کړه….. او بالاخره د ساتونکو سره مخامخ شو. ساتونکو ترې وپوښتل چې دی څوک دی او د لته څه غواړي. بزګر نه شو ویلی چې په څه پسې ګرځي. ساتونکو وویل چې:« دا سړی ارو مرو یو جاسوس دی.» او د زندان یوې کوټې ته يې ورواچا وه. درې کلونه تیرشول چې یوه ورځ پاچا هغه بزګر بیرته په یاد شو چې ده ته يې یوه ټوکرۍ ناک راوړي وو او نوکرانو ته يې امر وکړ چې ويې لټوي. کله چې خبر شو چې بزګر په زندان کې پروت و، نو ډیر خواشینی شو او ويې پوښته چې:« څه شی غواړې؟»

بز ګر ورته و ویل چې: « ای زما پاچا ! زه له تا یو تبر غواړم ، یوه رسۍ او یو قرآن کریم.» پاچا غوښتل پوه شي چې بزګر دا درې شیان د څه له پاره غواړي. بزګر ورته وویل چې:« په تبر هغه ونه غوڅوم چې ته ترې لاندې غځید لی وې، په رسۍ خپله میرمن د دې له پاره زندۍ کوم چې د یوې ټوکرۍ ناکو سره تا ته درولیږلم او په قرآن کریم قسم خورم چې بیا به د سلطان محمود په نامه د هیڅ انسان سره ستړي مشي ونه کړم. د بزګر دا خبرې د پاچا ډیرې خوښې شوې، د سرو زرو نه ډک یو بکس يې ورکړ او نیکمرغي يې ورته وغوښته.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.