د شاتو مچیو ملکه – د ماشومانو کیسه

ژباړونکئ: رڼاګل اریوبزی

1,390

ژباړونکئ: رڼاګل اریوبزی

له الماني سرچینو څخه

یو وخت دوه شهزادګان په ماجرا پسې را ووتل او نا څاپه په یوه وحشي، د ګډ وډ یو نه ډ کې او بې کلتوره سیمه کې داسې ګیر پاتې شول چې له سره بیا هیڅ کورته را نه غلل. په دې وخت کې تر ټولو  کشر شهزاده چې نوم يې« ناپوه هک » و، را پاڅیده اود خپلو وروڼو په لټه کې شوچې په پای کې يې پیداکړل، خو دوی دواړو په خپل کشر ورور ملنډې وهلې او ورته ویل يې چې موږ دواړه چې تر تا ډیر زیات هوښیاراود لوی عقل خاوندان یو، نه شوکولی چې د دې ګډوډۍ او وحشت نه ځانونه خلاص کړو نو ته به په دې کم عقل څه وکړی شې.

درې واړه له دې ځایه روان شول او د میږیو یوه ښارګوتې ته ورسید ل. دواړو مشرانو غوښتل چې داښارګوټی را وسپړي او وګوري چې دا کوچني میږیان څه رنګه هرې خوا ته خوځیږي او خپلې هګۍ له ځان سره وړي؛ خو دې کشر، ناپوه هلک، ورته و ویل چې:« دا کوچني ژوې مه ځوروی، زه دهغوی ځورول نه شم زغملی!»

بیا دوی له دې ځایه هم روان شول او یوه دریاب ته ورسید ل. په دریاب کې زښتو ډیرو مرغاویو لمبل. دوو مشرانو شهزاد ګانو غوښتل چې یو څو مرغاوۍ ونیسي او کباب يې کړي؛ خو ناپوهک دوی دې کار ته پرې نه ښودل او ور ته ويې ویل چې:« دا ژوې ارام پریږدی، زه دا نه شم زغملی چې تاسې هغه و وژنی !»

په پای کې درې واړه شهزادګان له دې ځایه هم روان شول او د شاتو مچیو یوه ټمبوسکي سره مخامخ شول، په تمبوسکې کې دومره ډیر شات ول چې کښته د ونې په تنه ترې راڅڅیدل. دوو مشرانو شهزاد ګانو بیا هم غوښتل چې دونې لاندې اور بل کړي، ترڅو داور لوګی دمچیو سا ایستنه بنده کړې او په دې ډول شات ترې تر لاسه کړي!» خو کشر شهزاده  دوی بیا هم دې کارته پرې نه ښودل.او ويې ویل چې:«دا ژوي ارام پریږدی، زه دا نه شم زغملی چې څوک يې په اور وسوزه وي!»

بالا خره درې واړه وروڼه یوه قصر ته ورسیدل. د قصر په غوجلو کې بې شمیره ډ برین آسان ولاړ وو، خوپه ټول قصر کې هیڅ انسان نه لیدل کیده. دوی په ټولو غوجلو کې وګرځیدل ترڅو چې د قصر په پای کې یوې دروازې ته ورسید ل. دروازې ته درې کولپونه ور اچول شوی وو. د دروازې په منځ کې یوه کوچنۍ کړکۍ وه، له کړکۍ یوه کوټه لیدل کیده، دوی ور وکتل اویوخړسړوکی يې ولید چې یوه میز ته ناست دی. شهزادګانو یو ځل ورنارې کړې، په دوهم ځل يې بیا ورنارې کړې، خو هغه نه اوریدې. خو چې په دریم ځل يې ورنارې کړې، سړوکی ولاړشو، کولپونه يې واز کړل او د باندې را ووت، هیڅ يې ونه ویل، درې واړه يې د یوه د سترخوان  په لور روان کړل چې د خوراک او چیکاک له ډول ډول نعمتونو نه ډک و. د ډوډۍ دخوړلو نه ورسته يې هر یو د خوب ځانګړې کوټې ته ور وست. په بل سهار همدا خړ سړوکی دمشر شهزاده کوټې ته ورغی، اشاره يې ورته وکړه چې راځه! له ځان سره يې روان کړاو د ډبرې دیوې تختې په وړاندې يې ودراوه. په تختې درې دندې لیکل شوې وې چې که څوک درې واړه دندې په بري تر سره کړي نو دا قصر په له جادو ازاد شي. لومړۍ دنده په دې ډول وه: په ځنګل کې تر شینلي لاندې دشهزادګۍ مرغلرې خورې ورې پرتې دي او په شمیر زردانې دي. دا مرغلرې باید ولټول او را ټولې شي، که هغه څوک چې لټوي يې د لمر تر لویدو دمخه ټولې را ټولې نه کړي او له زرو یوه دانه هم کمه وي، نو ډبره به ترې جوړه شي. مشر شهزاده ځنګل ته و وت او ټوله ورځ يې مرغلرې ولټولې، خو یوازې سل دانې يې وموند لې. اوس نو هغه څه وشول چې په ډبرینه تخته لیکل شوي و، له شهزاده ډبره جوړه شوه. په دوهمه ورځ دوهم شهزاده په دې ماجرا لاس پورې کړ، ځو بخت له ده سره هم چندان ملګرتیا ونه کړ او په ټوله ورځ کې يې یوازې دوه سوه مرغلرې پیدا او را ټولې کړې چې په پایله کې له ده څخه هم ډبره جوړه شوه. په پای کې د نا پوهک وار راغی، ده هم په شینلي کې د مرغلرو لټول پیل کړ، خو پیدا کول يې ورته اسان کار نه و، په ډیر وخت کې يې ډ یر لږ پرمختګ کاوه، له کاره يې لاس واخیست، په یوه تیږه کیناست اوژړیده. په دې وخت کې د هغه میږیانو بادشاد پنځوزرو میږیانو سره راغی چې ده له مرګه بچ کړي وو او په لنډ وخت کې يې مرغلرې یوه په بله پسې پیدا او په یوه ځای کې را ټولې کړې.

دوهمه دنده دا وه چې د دریاب نه د شهزادګۍ د خوب کوټې د کولپ کیلي راوباسي. کله چې ناپوهک دریاب ته ورسید، هغه مرغابې په لامبو ورته راغلې چې ده له مرګه بچ کړې وې. مرغابۍ د دریاب تل ته په لا مبو شوې او له هغه ځای څخه يې کونجي ور ته را پورته کړه. دریمه او تر ټولو سخته دنده داوه چې: د بادشاپه دې دریو شهزادګیو کې دې ترټولو کشره او مینه ناکه شهزادګۍ وپیزندل او په نښه شي. دري واړه شهزاد ګۍ سره یو شان ښکاریدې، له یوې بلې سره برابرې وې اوپه دوی کې هیڅ ټوپیر نه لیدل کیده. یوازې دا ټوپیر و چې یوې خور يې له ویده کیده د مخه لږ څه شکره وخوړه، دوهمې يې یوڅه شربت وچیکه اوتر ټولو کشرې يې یوه کاشغه شات وخوړ. په دې وخت کې د شاتوهغه مچیو ملیکه راغله چې نا پوهک له اوره ساتلې وې. دا د درې واړو شهزادګیو په خولې وګرځیده او په پای کې د کشرې شهزاد ګۍ په خوله چې شات يې خوړلي وو کیناسته. کشر شهزاده په دې ډول کشره شهزادګۍ وپیژنده.

ورسره سم جادو هم مات شو او ټول د جادو له خوبه رابیدار شول. له هغه چا چې ډ برې جوړې شوې وې، بیرته يې خپل انساني صورت تر لاسه کړ. ناپوهک دکشرې او تر ټولو مینه ناکې شهزاد ګۍ سره واده وکړ او د بادشا د مرګ نه وروسته بادشاشو اودواړو وروڼو يې د نورو دوو شهزاد ګیو سره وادونه وکړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.