« ماجاپاهیت » په نامه یوه پاچاهۍ کې یو پاچا و چې « پرابو براویجایا » نومیده او په ډیره هوښیارې يې حکومت کاوه. ده یوکوچنی الوتونکئ درلود چې ښکلې ښکلې سندرې او په زړه پورې بدلې به يې ویلې. یوه ورځ په داسې حال کې ترې والوت چې دانه يې ور کوله. په ورپسې ورځ پاچا د ځان د ساتنې له پاره خپلې جامې بدلې کړې، د یوه بې وزله سیلاني جامې يې واغوستې او د خپل تور سپي سره د الوتونکي په لټه پسې روان شو. له ډیره ورځو نه وروسته یوه کوچني کور ته ورسید چې پکې « کیوانګزایودا » په نامه یو زوړ سړی او د هغه میرمن اوسیدل.
بوډا د میلمه سره روغبړ وکړ او ورته ويې ویل چې د هغه الوتونکئ يې موندلی دی. «پرابو یجایا» ترې وپوښتل چې: «ته له څه پوه شوې چې زه د دي الوتونکې خاوند یم؟» بوډا یوازې دومره ورته وویل چې:
« پنځه ورځې وړاندې یو الوتکی راولوت، مايې پالنه کوله او بیا چې کله زه ویده شوم، په یوه جادو شوې اواز کې راته وویل شو چې د الوتونکي خاوند به د یوه تور سپي سره کور ته درشي. ته الوتونکئ هغه ته ورکړه. له هغه راهسې ډیرو خلکو رانه وغوښتل چې په ويې پلورم، خو ومې نه منل.» الوتونکئ يې ورکړ. بوډا او میرمنې يې د پاچا نه، چې د سیلانۍ جامی يې اغوستې وې، وغوښتل چې د دوی سره په کور کې تم شي. ښځه او میړه هیڅ نه پوهیدل چې دا سیلاني په حقیقت کې یو پاچا دی. د بلې ورځې په سهار، وړاندې تر دې چې « پرابو براویجایا » د کور په لور راستون شي. وویل چې:
« تاسې له ماسره ډیره مرسته وکړه، زما الوتونکئ مو بیرته راکړ او زه مو د هغه د څښتن په توګه ومنلم، ته سر له اوسه زما ورور يې، دا خپل سپی دلته درته پریږدم. هیله ده چې پالنه به يې وکړې، که کوم وخت وغواړې چې په ښار کې زموږ کور ته راشې، دی به د لارې په پیدا کولو کې مرسته درسره وکړي.»
دوه کاله وروسته د بوډاګې سره د « ورور» د لیدو هوس پیدا شو. د میرمنې سره يې خدای په اماني وکړه او د ښار په لور روان شو. په ښار کې مجبور شو چې په سپۍ پسې روان شي، ځکه چې ده د خپل ملګري کور نه پېژنده. یوه قصر ته ورسید ل، سپی نیغ په نیغه ورننوت، بوډا سره له دې چې ډاریده، په سپي پسې روان شو، که څه هم څوک به چې بې بلنې قصر ته ننوتل جزا ورکول کيده. دی په دې وخت کې د پاچا سره مخامخ شو، بوډا ډیر ډاریده او پاچا ته په ملا کې ټیټ شو او د هغه مخ ته يې د کتو جرأت نه درلود.
بیايې د خندا یو غږ واورید چې ویل يې:
« پاڅه، موږ سره وروڼه یو، ایا داسې نه دی؟» بوډا ودرید او ويې لیدل چې دا پاچا خو په رښتیا همهغه سیلاني دی. پاچا د بوډا ښه قدر اوعزت وکړ او یو غټ کدو يې د تحفې په توګه ورکړ. بوډا کورته په لاره کې ډیر په قهر اوغوسه و، ځکه چې کدو ډیر غټ او دروند و. کله چې کورته ورسید میرمنې ته يې و ویل چې:
« دا ستا د لیوره تحفه ده.» کدو يې په مځکه وغورځاوه، میرمن يې وډارشوه، ځکه کله چې کدو مات شو، ويې لید چې د طلا او جواهراتو نه ډک دی. کله چې بوډا دا حال ولید، نو له دې چې په پاچا بدګمانه شوی و، بخښنه يې ترې وغوښته.
له هغه راهسې میړه او میرمن يې د بډايې جوړې په توګه ژوند کاوه، خو په ټول ژوند کې سنګین او متوضع پاتې شول.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.