د کتابونو نه لوستل تر لوستلو غوره دی

شېبه ګهیځ

877

زموږ نننۍ ټولنه له کتاب لوستونکو څخه ډک دی، ډېری کتابونه د لوستونکو تر منځ رد و بدل کېږي، ډېر کم داسې کېږي چې علمي کادرونه دې ځان او ټولنې ته ګټور وي.
هغه لاملونه چې د داسې ستونزو لامل کېږي دا دي.
★ هغه کتابونه مطالعه کېږي، چې د هغو کتابونو لوستل او نه لوستل یې زموږ د ژوند په روان بهیر کې د بدلون لامل نه کېږي.
★د کتابونو ټاکنه دقیقه نه وي، ځکه داسې کتابونه دي چې د وخت له ضایع کیدو پرته نور هېڅ کوم اغېز زموږ پر ژوند کې نه لري.
★د زیاتو کتابونو لوست نه یوازې دا چې زموږ په پوهه کې زیاتوالی نه راځي، زموږ د ذهن ګډوډتوب او د کتابونو په اړه زموږ د فکر د خرابېدو لامل هم کېږي.
★ ځینې خو بیا یوازې د یو کتاب تر اغېز لاندې وي او ټول ژوند د همغه یو کتاب په اغیزه کې تېروي.

که داسې وي چې موږ د ژوند په اوږدو کې په مسلسل ډول کتاب ولولو، بیا هم کتابونه نه خلاصېږي؛ نو که د وخت له غوښتنې سره سم هغه کتابونه ولولو چې په هماغه وخت کې زموږ په ژوند کې ښه اغېزه لرلی شي ښه به وي، داسې به مو نه یوازې وخت له لاسه نه وي ورکړی؛ بر عکس داسې به مو د کتاب مطالعه اغیزمنه او اعظیمه ګټه به مو ترې اخیستې وي.
موږ داسې زده کړیالان/او زده کړیالانې هم لرو چې د زده کړې په اوږدو کې له تخصصي کتابونو پرته د نورو کتابونو په مطالعه وخت تیروي، تر فارغېدو وروسته دا هغه کسان دي چې بیا یې په خپلې تخصصي برخې کې هېڅ پرمختګ نه دي کړي. کله چې دندې او د ژوند عملي ډګر ته راوځي، ځان ته د ناکام انسان په فکر هغو کتابونو پسې کېږي، چې هغه وخت د هغو کتابونو لوستنه یې بې ګټې وي او دا هغه وخت دی، چې بیا یا خو هیڅ کتابونه نه مطالعه کوي، که کتابونه ته وخت هم ورکړي هغه کتابونه به وي، چې په تېر وخت کې یې هېر شوي او تېر وخت ته بیرته ګرځي.

کله چې وایو د مطالعې لپاره زماني قید ته پام وکړو، دا مانا نه لري چې موږ دې یوازې په هغه برخه کې مطالعه ولرو، چې زموږ تخصصي برخه ده، د تخصصي برخې کتابونه باید په همغه دوره کې ولوستل شي، خو کله چې عملي ډګر ته راوځو موږ  د تخصصي برخې ورهاخوا کولی شو هغو کتابونو ته وخت ورکړو، چې زموږ د ټولنیزې اړیکې او د ژوند په سمون کې له موږ سره مرسته کولی شي. دا باید پام کې ولرو چې دا کتابونه به مو یوازې د ښه ژوند جوړولو لپاره مطالعه کړې وي، نه د تخصصي کېدو لپاره؛ ځکه موږ دې ته اړ نه یو چې په هره برخه کې تخصص ولرو.

 که په یوې ټاکلې حوزې کې مطالعه او د زماني قید په نظر کې نیولو سره کتابونو ته وخت ورکړو؛ هم به مو ژوند، چلند او اړیکې ښې وې، هم به مو د کتاب له مطالعې پوره خوند او د عملي کولو لپاره لاره هواره کړې وي.

لیکنه: مجتبی کیهان

ژباړه: شېبه ګهیځ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.