طالبان او د لوېدیځو هیوادونو دیپلوماتان نن په اوسلو کې سره ویني

477

طالبان او لویدیځ هیوادونه نن د افغانستان د کړکېچ او بشري حقونو موضوع په ځانگړې توگه د ښځو د حقوقو په اړه چې د طالبانو له لوري محدودې شوي دي، خبري کوي. د یکشنبې په ورځ په اوسلو کې د طالبانو پر ضد لاریون هم شوی وو.

 

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبان به د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانيا، آلمان، ایټاليا، اروپایي اتحادیې او همداشان د ناروې هیواد له استازو سره وویني. په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دا لومړی وار دی چې طالبان اروپا ته سفر کوي. د طالبانو د پلاوي مشري د دغې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د تړلو دروازو تر شا دغه خبرې اترې د اوسلو د باندې سوریا موریا، هوټل کې تر سره کیږي. زیاته شوې ده چې اټکل کیږي چې دغه خبرې اترې به د افغانستان پر بشري وضعیت چې د طالبانو د واکمنۍ راهيسي ډېر خراب شوی، متمرکزي وي.

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تام ویسټ، د یکشنبې په ورځ د ټویټر په يوه پیغام کې ویلي ول چې په داسې حال کې چې «له خپلو متحدینو، شریکانو او مرستندویه بنسټونو سره په ګډه بشري کړکیچ ته د رسیدګې په لټه کې یوو، له طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د یوه باثباته، حقونو ته درناوي لرونکي او یوه ټولشموله افغانستان په اړه شفافې دیپلوماسۍ ته ادامه ورکړو.»

Norwegen Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo

تر اوسه پوري لا د طالبانو حکومت يوه هيواد هم په رسمیت نه دی پيژندلی او د ناروې حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم پر دې خبره ټینګار کړی وو چې خبرې اترې به د طالبانو د مشروعیت او یا د په رسمیت پيژندلو په معنی نه وي.

د شنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هیله ښوولې وه چې دغه خبرې اترې به د جگړې فضا ته تغیر ورکړي.

له اګست میاشتې راهیسې نړیوالې مرستې چې د افغانستان د بودجې ۸۰ سلنه جوړوي درول شوې او همداشان امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک ۹،۵ میلیارده ډالر په ارزښت شتمنۍ کنګل کړې.

اوسمهال په افغانستان کې بي کاري خپل اوج ته رسیدلې او مامورینو ته د څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل. پر دې سربیره افغانستان وچکالۍ هم اغیزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه افغانان یا د ټول نفوس ۵۵ سلنه د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو د دغه بشري کړکېچ له پاره له بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه د ۴،۴ میلیارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د فرانسې خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې که څه هم طالبان ادعا کوي چې د نویمو کلونو په پرتله یې بدلون موندلی، خو اوس هم ښځې په پراخه کچه په عامه ادارو کې له کار کولو منع کړل شوي او تر شپږم وروستي نجونو ته اجازه نه شته چې ښوونځیو ته ولاړې شي. همداشان دا څو ورځې دمخه په کابل کې د ښځو د حقونو دوې فعالانې لادرکه شوي دي.

Norwegen | Taliban Delegation in Oslo

زیاته شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د اوسلو کنفرانس په لومړۍ ورځ طالبانو د افغانستان د مدني ټولنې له غړو چې پکې ښځینه فعالانې او همداشان خبریالان هم شامل وو لیدلي دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې جمیله افغان چې په دغه غونډه کې یې ګډون درلود د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو «ښه نیت ښوولی… و به لیدل شي چې د هغوی اعمال د هغوی پر خبرو ولاړ دي که نه…»

د یکشنبې په ورځ د ناروې د بهرنیو چارو وزارت دباندې افغانانو یوه مظاهره هم وکړه چې د طالبانو پر ضد یې احتجاجونه کول. په لندن او تورنتو کې هم د ناروې د سفارتونو مخې ته د افغانانو د احتجاجونو رپوټ ورکړل شوی دی.

DW.COM

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.