قندهار اپریدی د خیبر د تغزل د شونډو موسکا

طایر ځلاند

1,221

 

خیبر د افغان وطن په تاريخ کې لکه د خپل شان تل هسک ولاړ دی خو دغه استقامت او له غرور ډک حيثيت یې يوازې د سیاسي لوړو ژورو په کږلېچونو کې نه دی.
بلکې علم، ادب، تصوف او په دې دره کې د پرتو قومونو د ژوند رنګارنګي یې هم د تاريخي ارزښت او ښکلا بنيادونه دي. که د ادبیاتو په برخه کې بحث کوو نو پرته له کوم تردید او ډار ويلی شو که له پښتو ادبیاتو د خیبر برخه لرې کړای شي نو زموږ ژبه به خواره شي.
او پرته له خیبره به ولې پښتو ژبه نه خوارېږي چې د ارواښاد حمزه شينواري په څېر د پښتو غزل بابا لري.

خاطره یار دې په خیبر کې اوسي
ټوله دره له سپېلنو ډکه شه

ممکن زموږ د ادبیاتو په تاریخ کې خیبر دومره د خاص مقام نه وای پاتې شوی که چېرته ددې درې سندریز غږ په حمزه بابا ختم شوی وای.
خو دغې زرخېزې خاورې په حمزه بابا پسې د پښتو شعر نور داسې هسک قامته شاعران پښتو ته ورکړل چې د پښتو شعر پرې وياړ بايد وکړي.
د خوښۍ مقام خو دادی چې په دغه ځمکه د اسلافو پل نه دی وران شوی او تر ننه په کې داسې شاعران پيدا کېږي چې د پښتو ژبې د خواخوږو سترګې پرې یخېږي.
په همداسې شاعرانو کې يو هم زموږ دروند مشر قندهار اپریدی دی چې زه ورته «د خیبر د تغزل د شونډو ژوندۍ موسکا» وايم.
تغزل د غزل مترادفه اصطلاح نه ده بلکې يو اضافي صفت دی چې له ګڼو اجزاوو څخه جوړېږي خو د تغزل دغه اضافي صفت د غزل لپاره دومره ضروري دی چې له دې پرته د شاعرۍ په اسمان کې د غزل ساه خفه شي.
د شاعرۍ لپاره ژبه، خيال، فکر او انداز هغه مهم څلور عناصر دي چې که يو په کې کم شي له ښایسته یې يوه برخه کنډو کېږي.
خو له دغو څلورو عناصرو وراخوا یو بل داسې صفت هم شعر باید ولري چې په لوستلو او اورېدلو یې انسان يو ناديده اغېز محسوس کړي.
دغه په سترګو نه ښکاره کېدونکی صفت د شعري تناسب نوم دی او دغه شعري تناسب د شعر د ټولو صفاتو او اجزاوو له هنرمندانه ترکيب نه منځته راځي.
دغه هنرمندانه ترکيب که په عمومي شاعرۍ کې بحث کوو شعريت، که په غزل کې بحث کوو تغزل، که په افسانه کې یې څېړو افسانويت او که کلي ادبیاتو کې یې ګورو نو ادبیت یې ګڼلی شو.
همدا هنرمندانه ترکيب د شعر او نثر ترمنځ کرښه راکاږي او همدا صفت دی چې شعر شعر دی او نثر نثر.
معقوله خبره دا ده چې په خیبر کې د شعريت خواږه او تاثير دومره په لوړه کچه دی چې نثر ته یې ځای نه دی ورکړی او نثر هم ليکل شوی دومره خوږ او شاعرانه ليکل شوی چې د خیبر رنګ پکی نه دی ورک. قدرمن مشر قندهار اپریدی د خپلو اسلافو په روايت د پښتو غزل پيکه کېدو ته نه دی پريښی او تغزل وږمه وږمه غږ یې د پښتو شاعرۍ د ښایست شېبه شېبه وجود شوی.
د خیبر غزل څو ښکاره ځانګړنې لري، د محتوا په برخه کې پښتني عشق، پښتني دودونه، قوم، خاورې سره مينه، تصوف، د پښتني جلال جماليات او د خپل وخت ترجماني په سر کې راځي.
خو د غزل د ظاهري جوړښت په بحث کې سادګي، رواني، نازک خيالي محاورې، متلونه، حسن تعليل، تشبيهات، استعارې، علامتونه او تلمیحات د خپل رنګ په سوب بې سارې دي.
د قدرمن مشر قندهار اپریدي شاعري د همداسې ښايستونو راجوړه ګلدسته ده چې خوشبو يې د لر او بر افغان د لوستو او شاعرانو په ذهن کې ځای لري.
زه د قندهار اپریدي د تغزل بحث کوم او لکه څنګه مې چې مخکې وويل تغزل د ګڼو اوصافو ټولګه ده هوبهو داسې لکه سړيتوب، پښتانه هر چا ته سړی نه وايي بلکې د يو لړ اعلا صفتونو او نيکو عادتونو درلودونکي ته وايي چې سړيتوب لري.
همداسې په غزل کې تغزل هم دی چې د شعر د مضمون له انتخاب، د شعري ژبې جوړښت، انداز او د داخلي جوړښت سره ژورې اړيکې لري او کله چې موږ د قندهار اپریدي شعر لولو همدا د مضمون انتخاب، د شعري ژبې جوړښت، د شعر انداز او داخليت سره چې یو ځای شي تغزل ترې جوړ شي.

وايه چې ښکلی صبر نه کومه
چې ستا په لورې نظر نه کومه
زړه ډکی ښه يم غزل نه وايمه
د کور خبرې بهر نه کومه

په دويم شعر کې زړه ډک توب او د غزل نه ويل ساده او عامه خبره ده خو دويمې مصرع کې د کور خبرې بهر نه کولو مضمون که يو طرف په شعر کې پراختيا او ژورتيا پيدا کړې بل لورې یې د خپلې روانۍ او سادګۍ په مرسته بې ساری تغزل هم پيدا کړی.
زړه لپاره کور راوړل او د خبرې لپاره غزل د ژبې هنري جوړښت په ډاګه کوي.
پښتانه د کور خبرې بهر ويل سپک کار بولي. شاعر ته د يار خبره دومره مهمه او نږدې ده چې د کور خبره یې بولي او شاعر يوې دومره ارزښتمنې خبرې ته په کم نظر نه ګوري.
ددغه شعر د داخلي او شکلي جوړښت نه د اغېز یو تاثير راپورته کېږي او دغه اغېز او تاثير تغزل دی.

وايم راځي بیا وايم رابه نه شي
بس دی همدغه وسوسې دي زما

حمزه بابا په خپل یو شعر کې ساده ژبه د‌ غزل کمال بللی. باید روښانه کړم چې ساده ژبې عام او فرسوده مفاهيم د غزل کمال نه دی.
په شعر کې هغه مهال ژبه ساده کېدی شي چې شاعر د لفظونو په طبیعي استعمال پوه او برلاسی وي او لوړو او عالي مفاهيم ساده او آسانه کړي.
په راوړل شوي شعر کې شاعر د پښتني مينې د نفسیاتو يو داسې تجربه انځور کړې ده چې ددغې تجربې په اثباتي اړخ کې د پښتون مئين صداقت او پاکي له ورايه ښکاري او دا د ټول شرقي کلتور يو مشترک اصل دی.
په دغه ساده شعر کې ډېرې داسې خبرې ويل شوې دي چې د پښتني نفسیاتو تصوير وړاندې کوي.

وړي دې جوړې حسن د مخ نوی خط
خوښ مې چې رښتيا وي دا مضمون نه دی

دغه شعر د مضمون په حواله نوی به نه وي خو په کوم روان او سلیس انداز چې ددې مضمون نه خوښېدو رښتيا خبره راوړل شوې شعر ته یې شعريت وربښلی او په دې خبره بايد باور ولرو چې شعري ژبه پرته د شعري رواياتو له پاللو نه جوړېږي.
او ښاغلي قندهار اپریدي د خیبر د سبک ټولو ښایستونو ته جولۍ غوړولې او په خپلو لوستونکو یې وېشي.

هر څو که شته دي مېړني د غزل
د قندهار نن په خیبر غزل دی

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.