د پښتو ادب لومړی زرغون نقاد

طایر ځلاند

992

 

ځمکه د شمسي نظام هغه رنګينه او ښکلې سیاره ده چې تر اوسه د انساني ژوند له پاره په عملي توګه تر ټولو ښکلې، مناسبه او ځانګړې ګڼل شوې ده، دغه ځانګړتیا د مناسبې آب و هوا، زرغونتیا، انساني ژوند، ټولنیز جوړښتونو، د ارزښتمنو معدني زېرمو او طبعي لورينو او … وربخښلې ده.کله چې د ځمکې له مداره بهر شې او د ځمکې په لور وګورې نو تاته به ځمکه د رنګونو جوړه یوه عجوبه په نظر درشي او په زړه کې به دې مینه پرې راشي، دغه رنګونه او ښکلا یې د لوړو او زرغونو غرونو د لویو سمندرونو، وچې او زرخیزې خاورې خپله کړې خو په خاورینه ځمکه بیا د ځمکې او انسان اړیکه یواځې تر مینې او لیدنې پورې نه وي محدوده، دلته دغه تړاو او اړیکه په ضرورت بدليږي او دغه ډول ضرورت ددې سبب شوی چې طبعيت او انسان یو بل ته مهم شي او همدا اهمیت دې ته لاره جوړوي چې انساني ژوند او طبعیت له یو بل اغېزمن او د بدلون سبب شي.شپه، ورځ، اوړی، ژمی، منی، پسرلی دا ټول هغه طبعي تحولات دي چې د ځمکې په چاپیريال پورې اړه لري او بیا د ځمکې مساحت د اقليمي بدلونونو په اعتبار خپلې اغېزې لري چې په انساني ژوند یې شیندي.دې ورته د ځمکې پرمخ د انساني ژوند وده او پراختیا هم په ځمکه اوطبعيت بې اغېزې نه وي، دغه اغېز چرته مثبت او چرته په منفي بڼه راښکاره کيږي، دغې ژورې اړيکې د انسان، طبعیت او ځمکې ترمنځ یو نه شکېدونکی تړون ایجاد کړی او دغه تړون ته مونږ د چاپیريال نوم ورکولی شو.ادبیات که د هر مکتب په استازيتوب تولید شي خو د خپل چاپیرياله بېل نه وي ځکه خو د ادبیاتو ټولې نظریې او مفکورې او ادبي مکتبونه سره په خپل منځ کې په یو نه یو ډول اړیکې لري.«ماحولیات» نسبتا په پښتو کې یوه ناسپړل شوې موضوع ده چې د خپل خاص اهمیت له مخې لازمه پاملرنه ورته نه ده شوې، زمونږ کرکیله، غرییز محصولات، سیندونه، ځنګلونه، معدنیات زمونږ په ژوند کې د بې ساري اهمیته برخمن دي بلکې زمونږ ژوند ورپورې تړلی خو په علمي او کلتوري مباحثو کې یې ځای تش دی.همدا ډول زمونږ د جعرافیې طبعي حدود د یو خاص انساني چاپیريال( ماحولیاتو) د ساخت او باف سبب ګرځیدلي دي او دغه ماحولیات د ژوند د نورو برخو په څېر په ادبیاتو کې هم ځانګړی ځای لري.د پښتو شعر، نثر او داستاني ادبیاتو کې په دې اړه یوه لویه ناسپړل شوې زېرمه پرته ده او دې ته ضرورت لېدل کېده چې د پښتو ادبیاتو دا برخه وسپړل شي او په خپله ژبه کې د یوې لویې پانګې پرده پورته کړای شي.ددې کار له پاره ضرور وه چې د نقد پر هغه مکتب او بهیر خبرې وشي چې ادبیاتو ته د چاپيریال له زاویې کتنه کوي.ددغه بهیر د تاريخي او نظري سېر تحلیل او څېړنې شونې کوله چې د دا ډول کره کتنې اصول او معیارونه وپېژندل شي چې له ښه مرغه د پښتو ژبې خواريکښ او د نړۍ له ادبیاتو باخبره لیکوال او شاعر ملګري ماښآم خټک پرې ډېر منظم او اصولي کار وکړ او په پښتو کې یې د ماحولیاتي تنقید(چاپېریالیزه کره کتنه) بنیاد کېښود او په دې توګه ماښام خټک د (زرغون نقد) لومړی زرغون نقاد شو.
د پټې خزانې په حواله په ۷۴۹ هجري پېړۍ کې چې کله د پسرلي موسم و نو د ترنک مشهور سيند ډېر ډک شو آن چې تر غاړو مورګو راوخوت نو د هغه وخت مشهور شخصیت او د هوتک قبیلې مشر ملکیاربابا د ترنک سیند په غاړه ورته یو شعر ووایه:
ترنک بهیږي، ترنک بهیږي غاړې غاړې
زما زړګی خو خپل لالی غواړي
که روده روده! د ترنک روده خاوند دې وچ کا
چې زړګی مومي زما خپله سوده
که نیز دی نیز دی نیز د بلتون دی زړه نیزه وړي
په ویر ژړلي په غم زبون دی
که اور دی اور دی زړه مې اور دا اور به وچ کا
د ویر نیزونه بل ډير په زور دي
نمځنه یوسه سپینې سپوږمیه ورته ووایه
چې ترنک ټال کړم ستا له خولګیه
که خړو خړو! اوبو سوان کړي بیل ملکیار دی
پاته له یار دی سوب یې جانان کړئ.
د پټې خزانې په نقل د ملکیار بابا له دې شعر وروسته د ترنک سیند یو غټ لرګی راوړه چې د سیند په دواړو څنډو کې بند شو چې پل ترې جوړ شو او ملکیار بابا پرې د خپل مقصد په موخې تېر شو.تر اوسه د موندل شویو شعري پانګو په برخه کې د ملکیار بابا دا سندره د ماحولیاتي شاعرۍ ممکن لومړۍ خو ښکلې بېلګه ده چې د طبعیت او انسان ترمنځ یو بل ته اړتیا او اړیکه په ډاګه کوي.د ملکیار بابا ددې سندرې په شا د چاپیریال ساتنې او د طبعي پيښو د ګټو او تاوانونو یو لوی داستان ترلاسه کیدای شي.طبعي پيښې ولې رامنځته کيږي؟ د طبعي پيښو په ځانګړې توګه د سیلاونو د راوتلو له کبله «ماحولیات» له کومو حالتونو سره مخ کيږي؟ په زراعت یې اغیز څه دی؟ څنګه د کرکیلې د ځمکې د شړېدو او خړوبېدو سبب ګرځي؟ او که غرونه او ځنګلې مو خوندي نه وي د زلزلې او سیلابونو په څېر طبعي پيښې څنګه انساني ژوند له ګواښ سره مخ کوي؟ دا ټولې پوښتنې ددغې سندرې ماحولیاتي پس منظر له ځان سره لوستونکي ته انتقالوي.د خوشال بابا په دیوان کې په دې اړه ډېر په زړه پورې قصیدې او د غزلونو شعرونه موندلای شئ، د خوشال بابا یواځې بازنامه هم په دې برخه کې یوه بې مثله پانګه ده، د ژویو ژوند او د هغوی جنسي نوعیت د چاپیریال د ښکلا نه وراخوا هم ډیرې نورې ګټې لري چې د یوې ټولنې د ګېرچاپېره محدودې له پاره ضروري وي.په بازنامه کې چې خوشال بابا د باز کوم ډولونه او خصوصیتونه بیانوي ددې اهمیت هغه مهال لا زیاتېدلای شي چې مونږ هغه دماحولیاتو په تناظرو کې تحلیل کړو او پرته له شک «بازنامه» دا ډول تحلیل ته نهایت ډېر ضرورت لري.دا لړۍ چې زمونږ د معاصرو ادبیاتو او شاعرۍ پورې را رسيږي نو لا پراخيږي او ژوريږي، ځکه چې په وروستيو لسيزو کې ماحولیات او چاپيریال ساتنه په یوه نړېواله او جدي بحث بدله شوې ده، د هوا ککړتیا، د څښاک د اوبو کمښت، ځنګلونه او د ژویو او مرغانو بې وخته هجرتونه د نړیوالو له پاره د اندېښنې وړ جدي مسایل دي او ددې ټولو نښې نښانې زمونږ په ادبیاتو کې موندل کيږي.د ملګري ماښام خټک دغه په زړه پورې کتاب به وکولی شي چې ددغسې ضروري مسایلو په راسپړلو کې د نویو کره کتونکو سره مرسته وکړيماښام خټک په دې کتاب کې د محولیاتي ادب او تنقيد سره تړلي موضوعات را اخیستي دي او دا هغه موضوعات دي چې د پښتو ادب لوستونکی به تر ډېره بریده په لومړي ځل ورسره مخ کيږي.ښاغلي ماښام خټک د ماحولیاتي تنقید او ماحولیاتي ادب په اړه خپل کار ددې موضوع په تړاو له بنیادي بحث کړی او د ادب او تنقید ددې څانګې تاريخ یې بیان کړی، دا چې دې لور ته چا او څه ډول پام را واړه لوستونکي به یې په دې کتاب کې ولولي.ددې څانګې په تاريخي بهیر له بحث وروسته چې کوم شکونه او اندېښنې د ادب ددې څانګې په اړه او نورو څانګو سره په مشابهتونو چې ذهن کې راځي نو هغې شکونو او مغالطو ته هم ښاغلي ماښام خټک په پراخه ادبي ظرفیت ځواب ویلی او د ماحولیاتي ادب او تنقید حدود اربعه یې روښانه کړي دي.ماښام خټک په خپل دې کتاب کې د ماحولیاتي عمرانیاتو او ماحولیاتي تنقید تړاو او ماهیتونه هم په نظر کې نیولي دي او بیا چې د ښاغلي رحمان بونیري د نظم په اړه هغه د ماحولیاتي تنقید له زاویې کومه تبصره کړې پرته له شکه مونږ هغه د ادب ددې څانګې د عملي تنقيد لومړۍ او ارزښتمنه نمونه ګڼلی شو.بیا چې کله ملګری ماښام خټک د ماحولیاتي ثقافت او ماحولیاتي ادب په اړه خپل نظر وړاندې کوي نو د ادب ددغې مکتب فکر ارزښت لا زیات شي.ښځه او طبعیت، د دوی ترمنځ نزدیکت او د پالنې او کرنې او تولید په برخه کې د دوی ماهیتي څرنګوالی او ورتوالی خټک صیب ډير ښه سره شنلي دي، د خټک صیب ددې بحث له کبله د بنګالي ژبې د لوی لیکوال او شاعررابندر ناټ ټایګور هغه مکالمه رایاده شوه چې ځمکې سره د مینې په تړاو یې کوي، ځمکه او طبعیت یوه داسې ډالۍ ګڼي چې « د ممبر پر ځای په ځمکه ناستی غوره او د ځمکې غيږ ته نږدې خلک خپل دوستان یادوي.»ددې کتاب یوه تر ټولو غوره ښيګڼه دا ده چې د خپل نوعیت له مخې په دې اړه لومړی ځل کتاب خپريږي نو ښاغلي ماښام خټک د موضوع مباني او تاريخي بهیر بیا یې د نورو علومو او څانګو سره اړیکې او نزدیکتونه بحث کړي دي او قدم په قدم لوستونکی د بحث اعلا مدارجو ته رسوي، په ټولو مباحثو کې خټک صیب کوښښ کړی چې خبره د پښتو شعر او ادب په مثالونو روښانه کړي نو په دې توګه ماښام خټک صیب د نظري کار ترڅنګ د ماحولیاتي ادب تطبیقي مطالعه هم د پښتو ژبې لوستونکو ته وړاندې کړې. او له همدې امله کله چې لوستونکی کتاب پای ته رسوي نو پوهيږي چې څه یې ولوستل او لیکوال څه غوښتل زما په خیال دا د یو علمي کتاب د ارزښت له پاره اساسي خبره ده. له دې عنوانونو سربېره ښاغلي ماښام خټک نور څو په زړه پورې بحثونه چې د «چاپیريال پېژندنې» او له دې زاویې د ادب پوهنې سره مرسته کوي هم د لوستونکو مخ ته غوړولي چې زه یې د پښتو ژبې د نوې ادب پوهنې په برخه کې خورا لوی او د قدر وړ کار بولم او دا چې ماحولیاتي ادب ته د زرغون ادب نوم هم اخیستل کيږي نو زه هم ماښام خټک ته د زرغون نقاد نوم ورکوم ګني نور خو هغه د خپل قلم، لوړ، نوي فکر او پراخې مطالعې له کبله زمونږ د معاصر ادبي بهیر یو پيژندلی نوم دی.
۲۶/۰۱/۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.