د نړۍ په ښارونو کي ۵۰ میلیونه انسانان جگړو اغیزمن کړي

675

په ټوله نړۍ کي شاوخوا ۵۰ میلیونه ښاري اوسیدونکي له جگړو څخه اغېزمن سوي . د سره صلیب یوه تحقیقاتي کمېټه خبر ورکوي چي دهغه یوعلت، د نفوسو ډیریدل او د جگړې د لمن پراخیدل په گوته سوي. افغانستان هم په دغه پلټنه کی شامل دی.

Jemen Nach Luftangriff auf Sanaa

د سره صلیب کمیټې د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چي په اوس وخت کي په ښارونو کي ۵۰ میلیونه انسانان باید د جگړې له وحشتناکو عواقبو سره ژوند وکړي. د سره صلیب د ارزوني له مخي، د ښارونو د نفوس په ډیریدو په پراخیدو سره په گڼ میشته سیمو کي په مخ پر زیاتیدونکي ډول جنگونه رامنځته کیږي.

دغه پلټنه په افغانستان، لیبیا، اوکراین، یمن، غزې تراډي او نورو بحران ځپلو سیمو کي د سره صلیب د کارکوونکو د تجربو پراساس رامنځته سوې ده.

د بشردوستۍ په نړیوالو قوانینو کي په گڼ میشته سیمو کي د جگړې د منع کولو په هکله کوم خاص قانون نسته، خو په پټو سترگو باید بریدونه ترسره نه سي او دښمني خواوي باید د ملکي کسانو د ساتني له پاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

خو حقیقت بل ډول دی، او هغه داچي په ښاري سیمو کي زیاتره وخت هدفونه په راکټونو ، هوايي او لاسي بمونو په اچولو او یا هم په لاس جوړ سوو بمونو په واسطه تر برید لاندي راوستل کیږي.

د دغو بریدونو عواقب ویجاړوونکي دي او په نتیجه کي یې عادي خلک وژل کیږي، زخمیان کیږي او بې ځایه کیږي. د برېښنا رسوني دستگاوو او روغتونونو په څیر زیربناوي له منځه ځي، د اوبو سرچیني ککړي او چاپیریال ته سخت زیان رسیږي.

له بلي خوا د سره صلیب کمېټه غواړي چي خپل ځواکونه داسي وروزي چي د هر ډول بریدونو په وړاندي د ملکي کسانو د ژوندانه ساتل خپل اصلي اولویت وگرځوي، حیاتي زیربناوي مخکي له مخکي وپیژني او د بریدونو په وړاندي ورڅخه ساتنه وکړي.

د سره صلیب د نړیوالي کمیټې رئیس، پیتر ماورر په دې اړه وویل: »په وسله والو شخړو کي د ملکي کسانو د وژلو اوسنۍ شمیرې د منلو وړ نه دي.« د هغه په خبره حکومتونه او په شخړو کي ټولي دخیلي خواوي باید سمدستي پر خپل سیاست او نظامي تگلارو  باندي له سره فکر وکړي. هغه زیاته کړه: »هغوی باید له چاودیدونکو وسلو څخه چي ډېري ورانۍ رامنځته کوي، د استوګني په سیمو کي استفاده و نه کړي.«

د سره صلیب نړیواله کمېټه، د وسله والو شخړو له قربانیانو سره سروکار لري او له هغوی سره مرسته کوي. د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتي بڼسټ شاوخوا ۱۹۰ ملي انجمنونه هم په سره صلیب پوي اړه لري. هغوی په اوله درجه کي د طبیعي پیښو د رامنځته کیدو پر وخت خپلي مرستي رسوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.