طالبانو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څرګندوني رد کړې

569

طالبانو د م.م. د عمومي منشي هغه څرګندونې رد کړې چې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته تر سلو زيات پخواني عسکر، حکومتي او د بهرنيو ځواکونو کارکوونکي وژل شوي دي. ګوتريش ويلي دي چې دوی په دې «معتبرې ادعاوې» ترلاسه کړي دي.

په یوه رپوټ کې چې اسوشیتد پريس خبري آژآنس د يکشنبې په ورځ خپور کړی دی، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي، انتوني ګوتريش په حواله پکښې راغلي دي چې د دغو ادعاو پر اساس، د قربانيانو «له دوه پر درې څخه ډير» يې بې محاکمې طالبانو وژلي دي، سربیره پر دې چې طالبانو د پخواني حکومت او د امریکا په مشرتوب د پوځي ائتلاف کارکوونکو ته د «عمومي عفوې» اعلان هم کړی دی.

طالبانو نن دوشنبه د جنوري ۳۱مه دغه خبرې رد کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټويټر ليکلي دي: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه خبرې سمې نه دي چې ګڼي په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیدو وروسته د پخواني حکومت سل تنه غړي وژل شوي.»

مجاهد همدارنګه ويلي دي چې «له عفوې وروسته هيچاته اجازه نشته چې چاته زیان ورسوي.»

خو ګوتریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رپوټ کې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت هم داسې «معتبرې ادعاوې» ترلاسه کړي دي چې «د داعش خراسان ډلې سره د اړیکو لرلو په تور، لږ تر لږه ۵۰ کسان د محاکمې پرته وژل شوي دي.» ياده ترهګره ډله په افغانستان کې فعالیت لري.

Antonio Guterres I UNانتوني ګوتریش

ګوتریش زیاته کړې ده چې د طالبانو د تضمینونو سربیره، د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت همدارنګه د پخواني حکومت او د نړیوال ائتلاف کارکوونکو د «لادرکه کیدو او د تاوتریخوالو د نورو داسې پيښو په اړه چې د ژوند حقوق او جسماني تمامیت نقضوي،» معتبرې ادعاوې ترلاسه کړي دي.

ګوتريش ويلي دي چې د بشري حقونو د مدافعانو او د رسنيو پر کارکوونکو هم د «بریدونو، ډار، آزار او اذیت، خپل سري نیولو، بد رفتاريو او وژنو» پیښې ادامه لري.

د هغه په خبره اته تنه مدني فعالان وژل شوي دي چې په دې ډله کې درې يې د طالبانو او درې نور يې د داعش ډلې له خوا وژل شوي دي. همدا رنګه ۱۰ نور کسان په موقتي توګه نيول شوي چې د طالبانو له خوا وهل ډبول شوي او ګواښل شوي دي.

دوه ژورنالیستان وژل شوي دي، چې په دوی کې یو يې داعش وژلی دی او دوه نور ژورنالیستان بیا د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د ملګرو ملتونو ماموریت د موقتي توقیفونو، وهلو ډبولو، رعب او ګواښلو ۴۴ پیښې مستند کړي چې ۴۴ واړه يې د طالبانو له خوا شوي دي.

د طالبانو یوه بل ویاند بلال کریمي هم د ذبیح الله مجاهد خبرې پر ټويټر خپرې کړي دي. د دغو څرګندونو په یوه برخه کې ويل شوي: «که د شخصي انتقام جويي له امله داسې کومه پيښه شوي وي، موږ يې پلټنه کړې او عاملین مو مجازات کړي دي.»

طالبانو تر شلن کلنې جګړې وروسته، تیرکال له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو قواوو د وتلو په وروستيو شپو ورځو کې د افغانستان ډيري سیمې په خپل کنټرول کې راوستلې. دوی هغه وخت په پر له پسې توګه ولسوالۍ ونيولې او بیا يې د ولایتونو مرکزونه هم یو د بل پسې ونيول او د اګست مياشتې پر ۱۵مه له کوم مقاومت پرته کابل ښار ته دننه شول، په داسې حال کې چې پخوانی ولسشمر محمد اشرف غني له هیواده ووت.

طالبانو په ابتدا کې د پخواني حکومت او د نړیوالو ځواکونو ټولو کارکوونکو ته د عمومي عفوې اعلان وکړ. دوی همدارنګه د ښځو او قومي اقلیتونو په تړاو د زغم او ټول شمولیت ژمنه وکړه. اما طالبانو پر ښځو باندې بندیزونه ولګول او په حکومتي ادارو کې يې ګومارنې په نارینه وو پورې منحصرې کړې، چې دغه کړنې يې د نړیوالې ټولنې د نارضایتۍ سبب شوي دي.

د رپوټونو پر اساس او څرنګه چې طالبان هم وايي په اوس وخت کې افغان میرمنې یوازې د افغانستان په محدودو ادارو له هغې ډلې روغتيا، هوايي ډګر او معارف کې کار کوي.

د طالبانو په راتلو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت هم سخت خراب شوی دی. ګوتريش وويل: «په افغانستان کې ناوړه وضعت د طالبانو تر واکمنیدو شپږ میاشتې وروسته هم په خپل حالت کې پاتې دی په داسې حال کې چې د ټول هیواد په سطحه د سیاسي، ټولنیز اقتصاد او بشري ټکانونو پیښې په تکراریدو دي.«

Afghanistan Kabul | Wirtschaftskrise | Schlange für kostenloses Brotملګري ملتونو سازمانو په افغانستان کې د عاجلو خوړو د خوندیتوب له بحران څخه خبرداری ورکوي

ګوتریش وویل چې افغانستان نن ورځ له ګڼو بحرانونو سره مخ دی؛ لکه: د ودې په حال کې بيړنی بشري وضعیت، یو ستر اقتصادي انقباض، د بانکي او نغدي سیستم فلجیدل، اوږده وچکالي، او د ټولشموله حکومت په جوړیدو او نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حقونو په برخه کې د طالبانو ناکامي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي د ۲۰۲۲م کال کې تر مارچ مياشتي پورې د ۲۲ اعشاریه ۸ میلیونه افغانانو د «بحراني» وضعیت او د «عاجلو» خوړو د نه خونديتوب وړاندوینه کړې ده.

هغه خبرداری ورکوي چې له دې ډلې به تقریبا ۹ میلیونه کسان د «عاجلو» خوړو له کمښت سره مخ شي کوم چې په خپل ډول کې د نړۍ په سطح تر ټولو لوړ رقم دی. د دې تر څنګ د هغو ماشومانو چې عمرونه يې له پنځو کلونو ښکته دي نیمايي برخه به يې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وي.

دا لومړی ځل نه دی چې پر طالبانو واک ته تر رسیدلو وروسته د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د محاکمې پرته وژنو تورونه لګول کيږي. طالبانو تر دې مخکې د دا ډول ادعاو په تړاو ويلي دي چې دوی عمومي عفوې ته ژمن دي او د انتقامي او خپلسري وژنو سره یې مخالفت ښودلی دی. ځينې طالب چارواکو دغه ډول قتلونه د شخصي دښمنيو پر اساس بولي او وايي چې دوی يې مخالف دي او دا ډول کړنې دې طالبانو پورې نه تړل کيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.