د ټرویکا پلس هېوادونو ناسته دا ځل په کابل کې کېږي

315

ټاکل شوې چې د افغانستان په تړاو د ټرویکا پلس هېوادونه په کابل کې غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د ټرویکا پلس غونډه به د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې په کابل کې جوړه شي.
د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې اوسمهال د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د یادې غونډې جوړېدو په اړه مشورې کوي.
د روسیې د ځانګړي استازي په وینا، په ترسره کېدونکې ناسته کې به د افغانستان پر بیا رغوونه، د سولې د بین الافغاني خبرو پر بشپړېدو او ورته نورو مسایلو خبرې اترې وشي.
تر اوسه د افغانستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا غونډه پر داسې مهال جوړېږي چې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره شپږ میاشتې تېرې شوې، خو لاهم کوم هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.