په افغانستان کې د کرونا تازه څپه او له ننګونو سره مخ روغتيايي سیستم

647

اسوشتيد پریس وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د درملنې يوازې پنځه روغتونونه فعال دي او ۳۳ نور د ډاکټرانو، درملو او حتی د بخاریو د نشتوالي له کبله اړ شوي چې وتړل شي.

د اسوشتید پريس په حواله په کابل کې د کرونا ناروغۍ د درملنې یوازينی روغتون پرسونل د سوند موادو د کمښت له امله يوازې شپې له خوا د روغتون خونې تودوي. دغه وضعیت حتی د ژمي په اوسني موسم کې چې هوا له صفر درجې ښکته ده موجود دی. په روغتون کې بستر شوي ناروغان د ځان ګرمولو په خاطر څو څو کمپلې په ځانونو اچولي دي.

د روغتون مشر، ډاکتر محمد ګل لیوال، وويل چې دوی له اکسيجن څخه نيولې د درملو تر اکمالاتو پورې هر څه ته اړتيا لري.

په کابل کې د افغان جاپان روغتون چې د کرونا ناروغانو درملنه پکې کيږي، یوازې سل بستره لري. لیوال وويل چې تر جنوري میاشتې مخکې دوی ته په ورځ کې یوازې یو یا دوو نوو کرونايي ناروغانو مراجعه کوله، خو د وروستیو دوو اونیو په جریان کې دغه شمیر ۱۰ تر ۱۲ ته پورته شوی دی.

ليوال د وضعیت په اړه انېښمن دی. هغه وايي چې «وضعیت ورځ تر بلې مخ پر خرابیدو دی.«

Afghanistan | Coronavirus | Hospital in Kabulد افغانستان پخوانی حکومت روغتیايي سکتور تقریبا دوه لسیزې د نړیوالو لخوا تمویل کیده

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم مني چې دوی په اوس وخت کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه وزارت ویاند، جاوید هژير دویچه ویله ته وويل: «دا خبره تر ډيره حد پورې واقعیت لري، ځکه پخوا موږ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کوويډ په برخه کې ۳۸ دولتي او ۹ خصوصي روغتونونه درولودل، خو د امارت اسلامي تر راتلو وروسته بانک جهاني چې په دې برخه کې موږ سره کوم کومکونه درولودل هغه بند شول.«

هژير وايي چې اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په نشتو امکاناتو سره تقریباً ۱۷ روغتونونو فعال ساتلي دي.

هغه د پاتې نورو روغتونو د برخلیک په اړه داسې وويل: «په وروستیو ورځو کې موږ وشو کړای چې پنځو روغتونونو ته ډونر پیدا کړو خو د ۱۲ نورو شفاخانو له پاره تر اوسه ډونر نه لرو.«

د عامې روغتیا وزرات ویاند وايي چې د روان کال جنوري میاشتې راهیسې د کرونا مثبتې پیښې ورځ په ورځ مخ پر ډيریدو دي. خو دا چې اوسنۍ پيښې د پخواني ویروس دلتا دي که د نوې بڼې اومیکرون جاوید هژير يې په اړه وايي چې د دغه تشخیص له پاره دوی لازم تجهیزات او کيټونه نه لري چې روښانه شي نوی نارغان په کوم ویروس اخته دي: »تر اوسه پورې موږ سره د اومیکرون د تشخیص له پاره خاص کیتونه نه لرو، نو ځکه نه شو ويلی چې اوسني واقعات د اومیکرون دي که د پخوانۍ بڼې چې دلتا وه.»

جاوید هژیر وويل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې ۱۸۶۶ سمپلونه اخیستل شوي دي چې له دې جملې څخه ۶۷۰ سمپلونه مثبت ختلي دي. د هغه په خبره ننګرهار، هرات او کابل هغه درې ولایتونه دي چې تر ټولو ډېرې پيښې پکې ثبت شوي. هغه د ننګرهار مثبتې پيښې ۱۸۴، د هرات ۱۰۶ او د کابل دا ۷۵ وښودې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز وويل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۱ کرونايي ناروغان بیرته شفایابه شوي او په شپږو ولایتونو کې ۱۰ فوتي پيښې ثبت شوي دي.

Afghanistan | Coronavirus | Impfzentrum in Kabulد عامې روغتیا وزارت وايي چې یو شمیر روغتونونو ته لا هم بریالي شوي نه دي چې ډونران پیدا کړي

د افغانستان د عامې روغتيا سکتور د تيرو دوو لسیزو په جریان کې د نړيوالې ټولنې له خوا تمويل کيده. خو له شاوخوا شپږو میاشتو راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي نه یوازې له افغانستان سره دغه مرستې تر ډيره بریده درول شوي بلکې د نژدې لس ميليارډه ډالرو په ارزښت د افغانستان شتمنۍ هم په بهر کې کنګل شوې چې د طالبانو حکومت یې نور هم له ننګونو سره مخ کړی دی.

اوس افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی. د رپوټونو پر اساس د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه وګړي د فقر له کرښې ښکته حالت کې ژوند کوي. ډېري کورنۍ په سختۍ کولی شي ډوډۍ پيدا کړي په داسې حال کې چې لږ تر لږه د یو ميلیون افغان ماشومانو په اړه ويلي کیږي له شديدي خوارځواکۍ سره مخه دي.

د افغانستان د روغتيايي سیستم ځپل کيدل، دغو ټولو ستونزو ته نور هم زور ورکړی دی.

د افغان جاپان په روغتون کې د کرونا څانګې مشر، داکټر نعمت الله وايي چې دوی لا ډيرو او حتی عاجلو وينټيلاټورانو یا د تنفس ماشینونو ته اړتیا لري. هغه وویل همدارنګه ډاکټرانو ته اړتیا ده چې د دغو ماشینونو تريننګ وکړي.

داکټر لیوال بیا وايي چې ډير شمیر ډاکټران له افغانستان څخه ووتل. هغه وويل د اکثرو روغتونو ۲۰۰ کارونکي په منظم ډول خپلو دندو ته راځي سربیره پردې چې مياشتې میاشتې يې معاشات نه دي اجرا شوي.

د لیوال په خبره پخوا به د کابل ښار نورو روغتونو یو شمیر ناروغان اخیستل، خو اوس هغوی دغه مرسته نه شي کولای.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.