د اف. بي. آی مشر له فاکس نیوز امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «د امریکا فدرالي پولیسو [FBI] د یوې مودې راهیسې دا ارزولې ده چې د کرونا وبا په قوي احتمال سره په ووهان ښار کې تر یوې حادثې وروسته خپره شوې ده.» د امریکا د فدرالي پولیسو د یادې ادارې مشر په دې هکله ډېر جزيات ور نه کړل او زیاتوي چې هغه سري یا محرم طبقه بندي شوي دي.
د کوید ۱۹ ویروس چې د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۹م کال د نومبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې خپور او تشخیص شو، په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې خپور شو چې له کبله یې میلیونونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په امریکا متحده ایالاتو کې نورې استخباراتې ادارې د اکادمیکو مطالعاتو پر بنسټ بیا په دې باور دي چې د کوید ۱۹ ویروس د لابراتوار له لارې نه بلکې په طبیعي شکل رامنځ ته شوی دی. د همدې تیرې دوشنبې په ورځ، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د امریکا حکومت د کوید ۱۹ د خپریدو د منشاً په برخه کې نهايي نتیجې او اجماع ته نه دی رسیدلی.
پر چین انتقادونه
کله چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه د وال ستریت ژورنال رسنۍ د رپوټ په هکله د تبصرې غوښتنه وشوه، نو نوموړي په ځواب کې د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ ته اشاره وکړه چې پکې د کوید ۱۹ ویروس د خپریدو لامل د لابراتواري حادثې پر ځای طبیعي ښوول شوی دی. نور چینايي چارواکي هم دغه راز څرګندونې ردوي او هغه د بیجینګ پر خلاف یو بد کمپاین ګڼي.
پر دې ټولو سربیره، د چین او امریکا اړیکې په دې وروستیو کې د ټایوان د موضوع، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل او همدا راز په امریکا کې د چینايي جاسوسي بالونونو له کبله لا پسې ترینګلي شوي دي.
دویچه ویله
*****************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.